شعـــــرونه

څومره ارزانه شوې ایمانه سړی څه ووایی

سعادت جان

په بسترو کې بندیوانه سړی څه ووایی..
څومره ارزانه شوې ایمانه سړی څه ووایی..

د تورې سیوری لاندې څه کوی طلب د جنت..
چه ئی پیدا کړی په آسانه سړی څه ووایی..

عجیبه عشق دې ازاد ګرځې د غماز له مخې..
پاک له تهمته له سزا نه سړی څه ووایی..

مئین خو غواړی هم د دار په سره دیدار د ښکلو…
ته توبه ګار شوې له جانانه سړی څه ووایی..

د آزادۍ ژوندون خو غواړی نذرانه د وینې..
لکه چه خوښ دې نشو ځوانه سړی څه ووایی..

شوې د کتاب پاڼې په اور کې په ایرو بدلې..
څنګه دې هیرې شوې وجدانه سړی څه ووایی..

نور چه افشا نکړې د پیو مجنونان ښاغلی..
کیږده قلم سعادت جانه سړی څه ووایی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x