نړۍ

اوباما: د داعش پر ضد د ځمکنۍ جګړې هوډ نه لرو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶، ۱۳۹۴ ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد به يو ځل بيا عراق ته ځمکني پوځونه ونه لېږي او د هوايي بريدونو له لارې به هڅه وکړي، چې داعش په عراق او سوريه کې له منځه يوسي.

تېره شپه ناوخته سپينې ماڼۍ د ولسمشر ويډيويي وينا خپره کړه او په دغه وينا کې راغلي، چې د داعش پر ضد د جګړې تر څنګ بايد هېواد کې دننه او نړۍ کې «افراطي» فکر سره هم جګړه وشي.

اوباما وايي، چې داعش دا غواړي، چې امريکايي عسکر يو ځل بيا عراق او سوريې کې دوی سره ځمکنۍ جګړه پيل کړي، مګر دوی به هېڅکله د داعش دا «ارمان» پوره نه کړي.

«ترهګريز ګواښ رښتينی دی، مګر موږ به د داعش او هرې هغې ډلې پر ضد جګړه کوو، چې امريکا ته د زيان رسولو هوډ لري.»

امريکايي ولسمشر دا هم وويل، چې د دوی جګړه له اسلام سره نه ده او نه هم داعش د اسلام استازيتوب کوي، په نړۍ کې له يو ميليارد زيات مسلمانان اوسيږي او دوی هېڅکله د «ترهګرۍ» فکر نه لري.

اوباما يو ځل بيا هوډ کړی، چې د امريکا ضد هر فکر به ځپي او د نړۍ له ټيکنالوجي شرکتونو يې غوښتنه کړې، چې د «ترهګرو ډلو او فکرونو» د ځپلو لپاره امريکا سره لاس يو کړي.

نوموړي امريکايي ټولنه کې له مسلمانانو سره د روان تاوتريخوالي په اړه وويل، چې دغه ډول کړنې امريکا مېشتي مسلمانان اړ کوي، چې د امريکا ضد جهادي ډلو سره مرسته او همکاري وکړي.
د امريکا ولسمشر کليفورنيا کې د تېرې اونۍ بريدونه هم وغندل، چئ څوارلس تنه په کې وژل شوي وو او د پېښې له قربانيانو سره يې هم خپله خواشيني څرګنده کړه.

د څارونکو په اند د اوباما له دې وينا څو موخې وې، چې غوښتل يې امريکايي ولس ته يې ورسوي.

لومړی: نوموړي غوښتل، خپل ولس ته وښيي، چې د کليفورنيا خونړۍ پېښې تر شا هېڅ ترهرګيز لاس نه و او نه هم له داخله دوی سره چا همکاري کړې ده.

دوهم: اوباما غوښتل، چې د دې وينا له لارې د اپوزيسيون هغه غوښتنه رد کړي، چې وايي، امريکايي عسکر بايد عراق او سوريه کې له داعش سره ځمکنۍ جګړه وکړي.

درېيم: د امريکايي ولسمشر بله موخه دا وه، چې امريکايي ټولنه کې د روان تاوتريخوالي په اړه د خپل ولس توجه ورجلب کړي، چې هېواد کې د مرګونو پېښو او خپلمنځي بې باورۍ مهم لامل بلل کيږي.

دا لومړی ځل دی، چې بارک اوباما د خپلې واکمنۍ پر مهال له اسلام او مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د څارونکو په اند لامل يې هم دا دی، چې امريکا کې د مسلمانانو شمېر ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او نوموړی غواړي، چې له دې لارې د مسلمانانو خواخوږي ورخپله کړي او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د دوی ګوند «ډيموکراتانو» ته خپلې رايې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x