افغانستان

لوګر: بهرنیو ځواکونو درې وروڼه په شهادت ورسول

نن ټکی آسیا: د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کی تیر ماسختن ناوخته بهرنیو ځواکونو درې وروڼه په ډزو سره ووژل.

د لوګر د امنیت امر رئیس خان صادق عبد الرحیمزی رسنیو ته ویلي چي پيښه تیره ماسختن د نهه بجو په شاوخوا کي د برکي برک د ولسوالۍ د ودانۍ سره نیژدې هغه وخت را منځته شول، کله چي بهرنیو ځوکونو پر یوه سراچه ډوله موټر ډزي پیل کړي،  او په موټر کې درې تنه سپاره ۳ وروڼه ځای پر ځای ووژل.

نومړي ویلي چي وژل شوي کسان ټول سکه وروڼه دي، او هغوی ټول ملکي کسان دی.

کله چی بهرنیانو پر موټر ډزي کړی، د هغه وروسته یې ملي امنیت ته خبر ورکړی چي سراچي کي سرښندونکی سپاره وه، چي مونږ په ډزو ووژل، خو د امنیت امر رئیس خان وویل چي ددوی د پلټنو وروسته دا معلومه سول چي وژل شوي درې سره وروڼه ملکي کسان دی، او په موټر کی هیڅ ډول وسله او چاودېدونکی توکه ونه موندل شول.

دسیمي خلګو د امنیت د امر د خبرو په تایید ویلي چي دغه درې سره وروڼه پښان (اهنګران) وه، او دخپل څلورم ورور کره په ملمستیا تللی وه، چي د بیرته را ستنیدو په وخت کي د بهرنیو ځواکونو له خو پرې ډزي وشولې.
هغوی کله هم د حکومت او نه هم دطالبانو سره اړیکي درلودلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چي بهرنی ځواکونه پر ملکي افغانانو باندي صرف د شک پر بنیاد ډزي کوي، او شهیدانوی یی، ددې تر مخه یې هم ډیري داسی پيښي کړي، چي له کبله یې زیات شمېر افغانان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x