نظــر

طالبانو درواغجنې رسنۍ بربنډي کړې

سید شریف

له تیرو څو ورځو راهیسي زیاتره رسنیو راپورونه ورکول چي د طالبانو رهبر ملا اختر محمد منصور زخمي شوی حتی تر دې چي پرون یې وویل: « د ملا اختر محمد منصور مړینه تائید شوه»، دا د هغو رسنیو حال دی چي د خپلواکۍ،بې طرفۍ او مسلکي ژورنالیزم دعوې کوي، د کابل د رژیم مطبوعات خو په فریب، درواغو، درغلۍ او بلواکۍ رامنځته شوي، اکمال شوي او په همدې سپین سترګۍ او پردۍ پالنه کي بلوغ ته رسیدلي دي.

ډیرشرم هغو رسینو ته دی چي د بې طرفۍ دعوې کوي، خو د خپرونو پیل او پای یې د یو طرف په چوپړ او د بل جانب په دښمنۍ راڅرخي، دوی د خلګو لپاره مختلفي خپروني کوي، خو ګمان کوي چي خلګ کاڼه او ړانده دي او د کره او کوټه تمیز نه شي کولای، خلګ پوهیږي چي داافغان الاصله خارجیان بیچاره ګان په ډيرو خواریو تر واشنګټن، لندن او پراګ پوري رسیدلي نو که د متبوع هیوادونو له ګټو او فرمایشونو لږ د سر غړوني هڅه هم وکړي پای به یې بیرته افغانستان ته راشړل وي.

د غه ډول بلواکي رسنۍ، ژورنالستان او څیړونکي چي څومره د نیاو،مسؤلیت، رسالت او اصولو خبري کوي په عمل کي یې کړني برعکس دي، دوی د خبریالانو لپاره حقوق غواړي، خو دنورو دحقونو رعایت څه چي پایمالولو ته یې پایڅې پورته کړي دي.

زه ( ددې کرښو لیکوال) چي ددوو دروو رسنیو سره کار کوم د یو تریخ حقیقت په توګه اعتراف باید وکړم چي متاسفانه زموږ هیوادنۍ رسنۍ زیاتره د ژړ ژورنالیزم په ناروغۍ مبتلا دي، که له نورو پیښو او بېلګو تیر شو یوازي د طالبانو د رهبر په اړه اوسنیو رسنیزواوازو ته ځیر شو په عمل کي به ووینو چي واقعا اکثره مطبوعاتو ته د ژړ ژورنالیزم ساري مرض سرایت کړی او نژدې یې د شوړیدلو تر پولو رسولي دي.

ژړ ژورنالیزم یعني داچي رسنۍ بې اهمیته او غیر موثقه پیښه په داسي انداز خپره کړي چي په واقعیت کي هومره اهمیت ونه لري او ددې برعکس ډيري مهمي قضیې او پیښي کم رنګه وښیې او دهر پاراګراف په پیل او پای کي د شک ادات ورسره کوشیر کړي او موثقي پیښي په داسي اسلوب وړاندي کړي چي خلګ یې په اړه متردد او یا حد اکثر بې تفاوته پاته شي.

د ژورنالیزم ډیر مهم اصل دادی چي ژورنالیسټ باید  دطرفینو ترمنځ خپله بې طرفي وساتي او په هره دوه جانبه قضیه کي ضرور باید د طرفینو نظرونه واخلي او پای داسي خبر او راپور چمتو کړي چي د طرفینو حقونه په یوه تله پکي تلل شوي وي.

په ډیرو مشهورو رسنیو کي وینو چي د بې طرفۍ مهم اصل ته پاملرنه نه کیږي، د بېلګې په توګه د طالبانو د مشر په اړه د ځینو رسنیو د راپورونو سرلیکونو ته اشاره کوو:

د طالبانو مشر اختر محمد منصور سخت ژوبل شوی دی، بي، بي،سي.

د طالبانو د مشر ( ملا اختر محمد منصور) مړینه تائید شوه، ازادي راډیو.

د طالبانو یو مهم چارواکي ومنله چي ملا اختر محمد منصور ساه ورکړه، پژواک اژانس.

ذکر شوو رسنیو چي  د ښاغلي  منصور صاحب په هکله کوم راپورونه ورکول دمعلوماتو منبع یې د طالبانو مقابل طرف( ګډ حکومت ) وه،په داسي حال کي چي طالبان ددې اوازو په اړه نه یوازي داچي چوپ نه وو، بلکي په پرله پسې ډول یې ددغي پیښي واقع کیدل ردول او دایې یوه استخباراتي او تبلیغاتي لوبه بلله، مګر رسنیو بیا هم خپل رسالت!! ته په پام سره د پخش شوي اوازې په اړه تاوده تاوده راپورنه ورکول.

د کابل د حکومتي مطبوعاتو سربیره ځینو هغو رسنیو هم د غه ډول یو طرفه راپورونه خپرول چي سهارو ماښام د بې پري توب اعلانونه کوي.

طالبانو په ډير حکمت او ځیراکت سره د خپل دښمن غورځي پرځي څارلې، کله چي یې دښمن له ډيرو درواغو ستړی شو، دخپل مشرصوتي پیغام یې خپور کړ، په دې پیغام کي چي د مخابرې له لاري طالب جنګیالیو ته اورل شوی،ملا اختر محمد منصور صاحب دځان د ټپي کیدو او وفات خبر رد کړی او دایې دخپلو دښمنانو یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده،همدا رنګه نوموړي  دسیداباد وروستۍ پیښه چي د حکومتي عسکرو په برید کي ۱۸ تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول غندلې، ځان یې د قربانیانو له کورنیو سره په دې ویر کي شریک ګڼلی او زیاته کړې یې ده چي په دنیا او خرت کي به ددې مظلومانو انتقام اخیستل کیږي.

نوموړي ویلي چي: « د طالبانو مسیر شریعت دی، د الله تعالی د کلمې د اوچتولو، داسلامي نظام د قیام اود مظلومو هیوادوالو او مسلمانانو د هوسایني په موخه جنګیږي، نه د قدرت ا ومنصب لپاره، کوم کسان چي د طالب او مجاهد له نامه څخه په سوء استفاده جهاد بدناموي، د شهیدانو له ارمانونو سره خیانت کوي،د اسلامي امارت په واحد صف کي د تفرق هڅي کوي هغوی مجاهدین نه بلکي مفسدین او مخربین دي او باید دطالب او مجاهد نسبت ورته ونه شي».

طالبانو د خپل رهبر د صوتي وینا په خبرولو سره ډيري ګټي تر لاسه کړې د بېلګې په توګه :

دخپلي مطبوعاتي کمیټې په تیره ویندویانو حیثیت یې نور هم اوچت کړ.

د جنګیالیو مورال یې قوي او پر خپل مشرتابه یې اعتماد لا پیاوړی شو.

دخپل منځي اختلافاتو اوازې یې رد کړې.

د ګډ حکومت نسبي حیثیت یې خاوري کړ.

اردو، پولیسو او اربکیانو ته یې د خپل لیډر شیف له لوري ددوی  د غولوني پروژه بربنډه کړه.

د یو طرفه او درواغجنو رسنیو له مخونو یې پردې پورته کړې.

او دخپل دښمن دسیسې یې خنثی کړې.

خلاصه داچي ګډ حکومت په خپل چل کي خجل او ناکام شو او طالبان پکي ګټونکي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس الحق

حق به همیشه ګټونکی وی او باطل به مختوری وی خو وولس له مجاهدینو نه دا هیله لری چی د دغه ۱۸ مظلومو شهیدانو غچ له اجیرانو نه واخلی ، ژوندی د وی سپیڅلی مجاهدین مختوری د وی د غرب اجیران

الحاج استا ذ بیانزی

شمس الحق صاحب ! د مجاهدینو یا اسلامی امارت خبره اوس لویه شوی اوس ورته ملی او اسلامی مقاومت ویل کیږی یعنی د اولس ټول خپلواکی غوښتونکی چه د جهد او جوهد وړتیا او عقیده لری هغوی د مجاهدینو غړیتوب شرف تر لاسه کړی یعنی مجاهدین د غلو په شان له بهره نه راځی چه راتګ یی یوه اونی ونیسی او بیا بله اونی جنګ نه وی دا چه جنګ هر وخت او هر ځای کی شتون لری او په پوره بریالیتوب تر سره کیږی هر هدف ته پوره رسیدګی کوی ددی معنی داده چه جهاد سرتاسری شوی هر کور… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

د مجاهدینو یا اسلامی امارت خبره اوس لویه شوی اوس ورته ملی او اسلامی مقاومت ویل کیږی یعنی د اولس ټول خپلواکی غوښتونکی چه د جهد او جوهد وړتیا او عقیده لری هغوی د مجاهدینو غړیتوب شرف تر لاسه کړی یعنی مجاهدین د غلو په شان له بهره نه راځی چه راتګ یی یوه اونی ونیسی او بیا بله اونی جنګ نه وی دا چه جنګ هر وخت او هر ځای کی شتون لری او په پوره بریالیتوب تر سره کیږی هر هدف ته پوره رسیدګی کوی ددی معنی داده چه جهاد سرتاسری شوی هر کور کی مجاهد شتون لری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x