افغانستان

کندهار: په چاودني کي اته تنه پولیس او دوه شکمن کسان وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: تیره شپه د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کي د یوې چاودني له کبله اته تنه پولیس ددوو تنو نیول شویو شکمنو کسانو په ګډون ووژل شول.

نن سهار د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وویل چي تیره شپه پيښه د کندهار ښار د پنځمي ناحیي د پيرو کلاچه په سیمه کي هغه وخت را منځته شول، کله چي د ماین خنثی کولو لپاره تللي پولیس د دریو تنو شکمنو کسانو سره بیرته خپل مرکز ته ستنېدل چي په لاره کې پر موټر ماین وچاودېد، او په ترڅ کې دوه تنه شکمن کسان او اته تنه پولیس ووژل شول.

نومړي وویل چي په پيښه کي شپږ تنه نور پولیس ټپيان شوي دي، چي ددرملني لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

تر اوسه د پيښي په اړه د طالبانو له خوا څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x