افغانستان

په تیرو څو ساعتونو کي ۲۰ تنه پولیس مړه او ۱۳ نور ټپيان شول

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د مرجې په ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شول.

د مرجې ولسوالۍ امنیه قومندان ملا ولایت خان رسنیو ته ویلي چي نن سهار ددې ولسوالۍ د شنیغزي په سیمه کي د پولیسو پر موټر ماین وچاودېد چي له کبله یې موټر ویجاړ او دوه تنه پولیس ځای پر ځای مړه شول، او دوه نور ټپيان شول.
نومړي ویلي چي ټپيان روغتون ته رسول شوي دي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې تر اوسه کره معلومات په لاس کي نشته.

باید وویل شي چي تیره ورځ مازیګر د کندز په ولایت کي  او بیا ماسختن د کندهار په ولایت کي د چاودنو له کبله ۱۸ تنه پولیس ووژل شول، او په همدې دوو چاودنو کي ۱۱ تنه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x