نړۍ

د بشار الاسد سره د ولس په وژنه کي امریکا ۵ ملیارده ډالره کومک کړی

نن ټکی آسیا: ویکیلکس په دې وروستیو کی د امریکا د حکومت یو رسمي پټ سند نشر کړی چي په کښي راغلي، امریکا د سوریا د اوسني ظالم دیکتاتور بشار الاسد سره د پنځه ملیاردو ډالرو مرسته کړی، ځکه چي امریکا ویره لري چي د بشار الاسد د حکومت د را پرزولو وروسته به اسلامپالي حکومت ته ورسیږي.

په دې سند کي د باراک اوباما د ادارې له خوا د سوریا د شخړي سره دوه مخیزه سیاست روښانه شوی، او په دې اړه دهغوی دسیسه ښکاره شوي.

امریکا له یوې خوا په علني توګه د بشار الاسد نظام غندي، او په عامو کانفرانسونو کي د سوریا د ولس تر څنګ ددرېدو خبره کوي، خو له بلي لوري د سوریا د وحشي دیکتاتور بشار الاسد حکومت د نړیدو څخه ژغوري، او په پټه ورسره لوی لوي اقتصادي مرستي کوي، تر څو کمزوری نه سي او د ولس په وژنه کي پاته را نه سي.

د امریکا حکومت پر سوریا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا لګول شوي بندیزونو کي هم تساهل کوي، او هم نه پریږدي چي خلیجي هیوادونه د سوریا ولسي ځواک ته د الوتکو او ټانکونو زد وسله ولیږدوي.

د سوریا د حکومت مخالفینو یو لوړ رتبه مسئول د سنډې ټایمز سره په یوه وروستی مرکه کی ویلي چي د امریکا استخباراتو (سي آی ای) په تیرو لسو اونیو کي په لسهاو ځله د ټانکونو او الوتکو زد اسلحو مخه نیولې، تر څو په سوریا کي د حکومت مخالفینو لاس ته ونه رسیږي.
 
نومړي وویل چي د بشار الاسد د نظام په خلاف را پاڅېدلی ولس له ډیره وخته ددغه وسلو تر لاسه کولو په تمه دي، تر څو د خپلو ځمکو او کورونو دفاع وکړي، او د بشار الاسد د حکومت د نړیدلو پروسه ګړندی کړی.

باید وویل شي چي د تیرو دوو کلونو راهیسي په سوریا کي ولسي پاڅون شروع شوی، چي لومړی یوازي تر مظاهرو پوري محدود وو، او بیا د حکومت او مظاهره چیانو تر منځ په وسلوالو نښتو بدل شو، او تر اوسه يې په پایله کي په لسګونو زره کسان مړه شوي دي او  هم په لسګونو زره نور د جګړو له لاسه مهاجر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x