افغانستان

ایساف وايي په لوګر کي وژل شوي درې وروڼه مخالفین وه، او افغاني ځواکونو وژلي دي

نن ټکی آسیا: د هغو درو ورڼو په اړه چي تیر ماسختن په لوګر کي د برکي برک د ولسوالۍ ودانۍ ته نیژدې وژل شوي وه، دایساف او افغاني ځواکونو تر منځ په څرګندونو کي اختلاف راغلی او هر یو پر بل باندي د هغوی وژنه اړوي. په دې اړه د ایساف وروستی خبره پاڼه چي رسنیو ته یې لیږلي وايي چي تیره ماسختن وژل شوي کسان وسلوال مخالفین وه، چي د افغاني ځواکونو له خوا پر هغوی هغه ووخت ډزي وشولې او ووژل شول ، کله چي هغوی موټر نه ورته ودراوه.

د ایساف خبرپاڼه په دې هکله وايی چي افغاني ځواکونو ددوی سره د مشورې پرته دا عملیات تر سره کړل، او د وژل شویو کسانو په موټر کي د پلټني وروسته یو کلاشنکوف او د ماین جوړولو توکي او سامان وآلات وموندل شول.

خو د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر رئیس خان صادق عبد الرحیمزی ددې تر مخه رسنیو ته ویلي وه چي وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، چي د خپل بل ورور کره د مسلمتیا وروسته بیرته خپل کور ته د ستنېدو په حال کي وه، چي په لاره کي د ایساف د ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول.

نومړي وویل چي بهرنیو ځواکونو دوی ته وویل چي دوی ته داسی را پور رسیدلی وو، چي په موټر کي سرښندونکي وسلوال مخالفین دی، او زیاته کړې، چي کله مونږ موټر وپلټه نو هیڅ وسله هم په موټر کي ونه موندل شول، او وژل شوي کسان هم درې واړه سره سکه وروڼه او ملکي خلګ وه.

بل خوا د لوګر ولایت د ولایتي شوری رئیس ډاکټر عبد الوکیل ویلي چي وژل شوي کسان درې واړه وروڼه او ملکی وګړي وه، او د کلي اوسیدونکو او د مړو عزیزانو او قریبانو د هغوی مړي نن د ولایت مرکز پول علم ته د احتجاج په توګه را وړي وه، او ګواښ یې کړی وو، چي تر هغو به مړي خاورو ته ونه سپاري، تر څو دهغو د وژلو اصلي علت او قاتلین نه وي مالوم سوي.

نومړي زیاته کړي چي د هغوی سره د خبرو اترو وروسته قناعت ورکړل سو چي خپل مړي یوسي، خو احتجاج کونکو یو ځل بیا هم خپله خبره تکرار کړه او ټینګار یې وکړ چي دوی به صبا بیا مرکز ته راځي، او تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکوي تر څو ددوی غوښتني پوره شوي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x