د دنیا دوې لويي فتنې

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکونکی : مولانا سید محمدیوسف بنوری
ژباړونکی: عبدالمالک همت

لږ څه هم د عصر د محدث حضرت مولانا سید محمد یوسف بنوری رحمه اللہ په باب:
د کراچی د جامعه علوم اسلامیه علامه محمد یوسف بنوری ٹاوٴن بنسټ ايښوونکی اوشیخ الحدیث په ۱۳۲۶هـ. ق. کال په مردان کي زېږېدلی، ابتدايي علوم يې په پېښور کي په خپل کور کي پر خپل پلار او ماما او د پېښور پر نورو عالمانو لوستي، بیا يې د امير حبيب الله خان په وختوکي په کابل کي په يوه مدرسه کي درس ووایه. د دغه مهال له نامتو استاذانو څخه يې قاضی القضاة مولانا عبد القدیر افغانی لمقانی(د جلال آباد د مرافعې محکمې قاضي) او شیخ محمد صالح القیلغوی افغانی او نور دي. نور پاته علوم يې د دیوبند په دارالعلوم کي ولوستل بیا يې د پنجاب پوهنتون څخه د مولوی فاضل علمي سند ترلاسه کړ. هغه د تدریس په برخه کي پر ډېرو ښو خدمتونو کولو سربېره ، په عربي او اردو ژبو ښه علمي کتابونه هم لیکلي دی. په  ۱۳۹۷ھ کال وفات سو خدای جل جلاله دې وبخښي.

اوس مهال نړۍ په ډول ډول فتنو اخته سوې ده. له دې ټولو فتنو څخه یوه ډېره بنسټيزه او لویه فتنه د ”د نس“ یا ”ګېډي“ فتنه ده. نن مهال نس پالنه او د ځان ښه ساتنه د ژوندانه ډېره ستره موخه ګرځېدلې ده. هر څوک د دې سره مينه لري چی ښه غوړه ګوله خولې ته کړي او ښه خوند پرواخلي. دا فتنه دونه عامه سوې ده چي ډېر لږ کسان به ځني ژغورلي وي. سوداګر وي  که مامور، ښوونکی وي که پروفیسر، د ديني مدرسې مدرس وي که د جومات امام ټول په دې آفت سخت اخته دي. هو، په مراتبوکي به يې توپير خامخا ليده سي.

په خلکو کي د زهد او قناعت، ورع او تقوا، اخلاص او سرښندني غوندي اخلاقي فضایلو او ملکاتو يوه نخښه غوندي لا هم نه تر سترګو کيږي. د دې پایله دا سوې ده چي نن ټول خلک د ډول ډول نعمتونو او وسایلو د ډېرښت سره سره د سراښۍ (حرص)، تمي، پيسه پالني او نس ښه ساتني د اور په کوره کي سوځي او د ستړیاوو او لالهانديو، نه ډاډ او پرېشانيو، خواريو او اریانيو لوخړي هره خوا خپرې سوي دي.  fitna_dunia (2)

په اصل کي د دې نړۍ سوځونکي فتنې اصلي او بنسټيز لامل هغه دی چي رحمة للعالمين نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی. پر آخرت باندي یقین او باور بېخی زیات کمزوری سوی دی، د هغې دنیا د ښو او ښاديو او راحتونو تصور تقريباً ختم سوی دی. د مادي نعمتونو او د هغو تصور او پام او فکر دومره قوي او پیاوړی سوی دی چي روحاني ارزښتونه يې بېخی تر پښو لاندي کړي دي.  دغه لامل دی چي نن مهال د انسانانو د کوچني توب او لویښت، عزت او ذلت، ټيټتیا او لوړتيا کچه د ﴿ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ﴾ په تله نه ټاکل کيږي. بلکي د ”خېټي او جيب“ په پيمانه اټکل کيږي. د ماديت په دې سیلاب کي لومړی ایمان او یقین رخصت سو، بیا انساني اخلاق له منځه ولاړل، بیا د نبوي بېلګې(اسوې) سره تړاو کمزوری سو د”ښو عملونو د ترسره کولو“ فضا خړه پړه سوه. بیا د ګډ ژوند او راکړي ورکړي موټر له لاري واوښت. بیا سیاست او تمدن ګډوډ سول او اوس د ماديت دغه توپان انسانيت د بهيميت او ځنارتوب کندي ته ورټېل وهي. بالاخره اوس د انفراديت او یوازيتوب، بې اصوليو، آواره ګيو او بېلاريو ، بې رحميو او شقاوت هغسي يو کرکجنه دوره سوې ده چي خدای دي ځني ساته.

لنډه دا چي دغه د ”خېټي“ فتنې د ټولي نړۍ رنګ او بڼه وربدله کړې ده. د نړۍ ټول پوهان او عاقلان د ”خېټي“  د فتنې په وړاندي بې وسه ښکاري، دوی غواړي د دې فتنې د خطرناکو پایلو تشخیص او علاج هم وکړي، خو له بده مرغه چي د علاج او درملني لپاره بالکل هغه څه توصیه کوي چي پخپله د ناروغۍ لامل باله سي. حقیقت دادی چي د انسانيت د دغو ناروغيو اصلي او رشتیني درملګر هماغه انبيا علیهم السلام دي او د هغو ښوول سوی او تجويز کړی سوی علاج د دغي ناروغۍ لپاره ډېر ښه اغېز ښندي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دې هولناکي ناروغۍ سم تشخیص ډېر پخوا فرمايلی وو، لکه چی وايي: ”په لوی څښتن لوړم چي زه پر تاسي باندي د فقر او بې وزلۍ اندېښنه هيڅ نه لرم، بلکي زما اندېښنه ده چی پر تاسي باندي به د دنیا ورونه داسي پرانيستل سي، لکه چي پر هغو خلکو پرانيستل سوي وه چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي. بیا به تاسی د هغو مخکنيو خلکو غوندي د دنيا په خوښولو او ترلاسه کولو کي يو له بله وړاندي درومئ او په دې کار کي به رقابت، سیالي او مسابقه کوئ، بیا به دا دنیا تاسي داسي پوپنا کړي، لکه هغوی چی يې پوبنا کړي ول“. (بخاری اومسلم). ( ۱).

داسي وګڼئ چي دا هغه د پيلېدو نقطه وه چي د انسانيت وراني ځني پیل سوه، یعني دنيا يو ډېر نفیس او قېمتي توکی ګڼل او يو له بله په رقابت او وړاندي کېدو سره پر هغې باندي په چټکۍ سره حمله کول.  fitna_dunia (4)

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازي د ناروغۍ پر تشخیص باندي بسنه ونه کړه، بلکي د هغې لپاره يې د شفا يوه جامع او هراړخيزه نسخه هم تجويز او توصيه کړه، چي يوه برخه يې اعتقادي ده او بله عملي ده.

(الف) اعتقادي جز یا برخه يې داده چي دا حقيقت هر مهال په پام کی ونيول سي چي موږ په دې نړۍ کی د څو شېبو لپاره مېلمانه يو. د دې ځای هره هوسايي او سوکالي هم فاني او له منځه تلونکې ده او هر کړاو او مشقت يې هم پای ته رسېدونکی دی. د دې ځای خوندونه او شهوتونه د آخرت د ښکلو او ډېر بيو نعمتونو او تل ترتله او له منځه نه تلونکو راحتونو په وړاندي د هيڅ غوندي دي. قرآن کریم سرترپایه دې عقيدې ته دعوت او بلنه ده او په سلګونو ځايونو کي يې دغه حقیقت بیان کړی دی. په سورہٴ اعلیٰ کي په ډېرو بلیغو، لنډو او جامعو الفاظو په دې اړه داسي څرګندوني سوي دي:

”(په پرانيستو غوږونو واورئ چي تاسي آخرت ته (چي نامحسوسه او نسیه ده)اهمیت نه ورکوئ، بلکي(پر هغه باندي) د دنیا ژوندانه ته (چي محسوس او نقد دی) لومړيتوب او ترجیح ورکوئ او غوره کوي يې، په داسي حال کی چي آخرت (تردنیا او د هغې تر توکو او خوندونو) ډېر ښه او پایښتی دی(ځکه د آخرت نعمتونه هيځ نه قطع کيږي. نو هوښيار ولي فاني او له منځه تلونکي ته پر باقي او پايښتی باندي غوره والی ورکړي) “.  [اعلیٰ : ۸۷ :۱۶ – ۱۷] ( ۲).

( ب ) د دغي نسخې عملي جز یا برخه داده چي څوک په دې نړۍ کي اوسيږي آخرت ته په چمتو والي دي لګیا سي. د پرهېز په ډول دي حرام  او مشتبه شیان زهر وګڼي، د هغو له خوړلو څخه دي په کلکه ډډه وکړي او د دې دنیا په خوندونو او شهوتونو له اخته کېدو څخه دي ځان ګوښه کړي. د دې دنیا د شتمنيو، او وسایلو، کور او کهول، اولادونو او مېرمني، خپلوانو او قريبانو ټولي کيسې دي د دې دنیا يوه داسي اړتيا وبولي چي چاره ځني نسته، خو دا هرڅه دي يو ډول ضرورت وګڼي. ( ۳). نه دا چي له دغو شیانو څخه کوم څه په دنیا کی د عیش او عشرت او د خوندور او له زرق او برقه ډک ژوندانه تېرولو لپاره غوره کړي او نه دي دا دنیا د عیاشۍ موضوع او موخه بولي.

حضرت پیغمبر علیه الصلاة والسلام فرمايي: ”له عیش او عشرت څخه پرهېز وکړئ، ځکه چي د الله بنده ګان عیش پالونکي نه وي “.

عجيبه ده ، که د کوم ډاکټر رايه او مشوره وي چي د شیدو، غوړو، غوښو، ورجو او داسي نورو استعمال ضرر لري، نو د هغه په مشوره او اشاره دا ټول نعمتونه پرېښوول کيږي، خو د خاتم الانبيا صلی الله علیه وسلم په څرګندو لارښوونو او د آسماني وحيو په روښانو احکامو لږ خوند نه سي پرېښوول کېدای؟  که د نبی کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه د اهل بیتو او اصحابو کرامو ژوند او د ژوندانه معيار له اوله  تر آخره وليدل سي، نو معلومه به سي چي د دنیا په نعمتونو زړه تړل ګردسره ليونتوب دی.

په صحیح بخاري کي د حضرت ابوهریره رضي الله عنه په باب روايت سوی دی چي هغه يو ځای روان وو چي ځيني کسان يې وليدل چي سرې کړي غوښي ور ته پرتې وې. هغو حضرت ابوهریره ته دغوښو د خوړلو ست وکړ، خو هغه د دغو غوښو خوړل ونه منل او ويې فرمایل: ”محمد صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي له دنیا څخه رخصت سو چي په اوربشینه ډوډۍ هم نه وو موړ“.(۴ ). fitna_dunia (1)

په مياشتو مياشتو به د رسول الله صلي الله علیه وسلم په کور کي د شپې نه څراغ وو او نه به يې د ورځي نغری تود وو. په اوبو او خرماوو به يې ګوزاره کول. هغه به هم کله پیدا کېدل ، کله نه. تر درو ورځو پوري به وږی وو. د لوږي به يې په نس پوري ډبري تړلې او په دغه حالت کی به يې جهاد هم کاوه. خلاصه، زهد، قناعت، لوږه، لوړ همت او سختۍ ګالل او د دنیا د خوندونو څخه ګوښه اوسېدل او ور څخه بې زاري د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتيازي ځانګړني وې. نو کله چي موږ خپل حال د رسول الله صلي الله علیه وسلم د دغه ” پاک او سپېڅلي ژوند“ سره پرتله کړو موږ هر يوه ته باید شرم ودريږي. زموږ لپاره ټوله مسئله او ستونزه د ډودۍ او د ګېډي ده، خو هغه مهال ډوډي له سره هيڅ ستونزه نه وه. څرګنده ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغسي ژوند قصداً غوره کړی وو، څو پر راتلونکو توکمونو باندي د الله تعالي حجت بشپړ سي. که نه، که هغه صلی الله علیه وسلم دا شیان غوښتلای، نو هغه ته د الله له لوري څه شي نه سوای ورکول کېدای؟ مګر خبره داده چي د الله تعالی په نظر د دې دنیا دا وسایل، د کوم لپاره چي موږ نن دومره لالهانده يو، تر دې کچي بې قدره وه چي نه يې غوښتل خپل نږدې او محبوب بنده ګان په ککړ کړي.

لوی څښتن جل جلاله ځينو پیغمبرانو ته ټولواکمنۍ (سلطنتونه)هم ورکړي وې، خو په دې سره د هغو په زهد، قناعت او له دنیا څخه په بې زاري کي څه توپیر نه ليدل کېدی. د هغو سره چي هر څه وه د نورو لپاره وه، نه د دوی د خپلو ځانونو لپاره.

لنډه داچي دغه دی ”د ګېډي د فتنې“ سم او صحيح علاج چي پیغمبرانو علیهم السلام او په ځانګړې توګه سید کائنات صلی الله علیه وسلم تجويز کړی دی. که انسان د ” نس د شهوت “ له فتنې څخه وژغورل سو، نو که خدای کول د ”فرج د شهوت “ له فتنې څخه هم ژغورل کيږي. ځکه دغه خرمستي له ماړه نسه کيږي. وږی کله د ” فرج“ په سړېدو پسي ګرځي؟ له دغو دووشهوتونو څخه د ژغورني نوم د اسلام د سپېڅلي دين په اصطلاح کي ” تقوا“ ده. چي څښتن ته يې لوی لوی زېري ورکړه سوي دي. په پای کي : څنګه چي کمزورو ناروغانو ته د ژوند د پایښت لپاره د سپکو او معمولي خوړو مشوره ورکول کيږي، څو ډېر ښه ” صحت“ ور په برخه سي، بس د اسلام په نظر د دنیا همدغه حيثيت دی.
=======================
( ۱)  د رسول الله دغه خبري کومي چي په (غبرګو لېنديو) کي راغلي دي د  بخاري د  کتاب الجزية والموادعة، باب الجزية والموادعة مع أهل الذمة والحرب، ۳۱۵۸ شمېره حديث، او د مسلم، کتاب الزهد والرقاق، باب الدنيا سجن المؤمن وجنة الكافر۷۳۱۹ / ۲۹۶۱ شمېره حديث دغه وروستۍ برخه ده: «فَوَاللَّهِ لاَ الْفَقْرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ ، وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ عَلَيْكُمُ الدُّنْيَا كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ، فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ ». ژباړن

( ۲)  د دغو آيتونو متن دادی:﴿ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (16) وَالْآَخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (17)﴾.

( ۳) په دې اړه د حضرت رحمان بابا رحمة الله علیه اند او فلسفه داده: د دلبرو صدقې لره يې غواړم    هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم.

(۴ )  د ابوهريره رضي الله عنه د دغو خبرو عربي متن دادی: عَنْ سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ مَرَّ بِقَوْمٍ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ شَاةٌ مَصْلِيَّةٌ فَدَعَوْهُ فَأَبَى أَنْ يَأْكُلَ وَقَالَ خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ الدُّنْيَا وَلَمْ يَشْبَعْ مِنْ خُبْزِ الشَّعِيرِ. بخاري، کتاب الاطعمة، باب ما كان النبي صلى الله عليه و سلم وأصحابه يأكلون، ۵۴۱۴ شمېره حدیث.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د