
ولسمشر غني په اسلام اباد کې د اسیا زړه کانفرانس کې ګډون کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): ولسمشر اشرف غني د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسیا زړه کانفرانس د دوهمي ورځي په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کوي.
د اسیا زړه کانفرانس سبا په اسلام اباد کې پیلیږي او په دویمه ورځ ولسمشر غني هم ګډون پکې کوي.
ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې د یوې خبري غونډي په ترڅ کې وویل چې دی غواړي په دغه کانفراس کې ځکه ګډون وکړي چې د یوې خوا د افغانستان په اړه دی او له بلي خوا په دې کانفرانس کې د سیمي او نړۍ مهم چارواکي برخه اخلي.
د اسیا زړه هیوادونو کانفرانس کې د افغانستان په شمول ۱۴ هیوادونه غړیتوب لري او د ۱۷ نورو هیوادونو او ۱۲ سازمانونو له خوا یې ملاتړ کیږي.
افغان چارواکي به د کانفرانس په جریان کې او همدارنګه د پاکستاني چارواکو سره بیل د سولي په اړه خبري وکړي.
پاریس کې غني له نواز سره نه شو قانع چې د اسیا زړه کانفرانس ته به اسلام اباد ته ورځي، کله چې د اوباما استازي له غني سره کابل کې ولیدل اوس د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې هغه به اسلام اباد ته کانفرانس کې د ګډون له پاره ځي. تر دي نو دا ښه وه چې له نواز سره یې خبره منلي وای. اوس به نواز هم ورته وایې چې اخر راغلي. تر څو چې افغان حکومت په سېمه کې د پاکستان له نفوذ څخه ځان خلاص نه کړي، امریکا او نړۍ ته من حیث افغانستان دغه هیواد ورونه پېژندل شي همدا حالت به وي، کله به زموږ په خاور کې د ګاونډیو دروازې جوړیږي خو چارواکې به له ویرې ږغ نه شي کولای او کله به مجبوره کیږي که زړه یې غواړي که نه، که خوشاله وي که نه همدې هیواد ته به د امریکا په غوښتنه ورځي..
Posted by Nazar Mohammad Mutmaeen on Monday, December 7, 2015