اشرف غني د سعدي له نامه سره «علیه السلام» وايي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د بوستان او ګلستان کتابونو د شاعر (سعدي شیرازي) له نامه سره د «علیه السلام» کلمه وویله.

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د ولس او حکومت ترمینځ د اړیکو په اهمیت غږېد، چې د خپلې وینا په ترڅ کې یې زیاته کړه:

«سعدي علیه السلام او رحمان بابا وايي چې حکومت لکه ونه غوندې ده، اما ولس ریښه ده، که ریښه قوي نه وي، ونه هرڅومره اوچته وي خرابیږي».

سعدي شیرازي د مغولو امپراتورۍ په زمانه کې د پخواني فارس په شیراز سیمه کې زیږیدلی چې د خپل وخت مشهور صوفي شاعر و. خو د ولسمشر اشرف غني له څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی یې د پیغمبرانو او یا لږ تر لږه د صحابه وو له ډلې څخه بولي.

دا لومړی ځل نه دی چې اشرف غني د دیني معلوماتو اړوند موضوع ګانو کې تیروتنه کوي. نوموړي د ولسمشرۍ د تحلیف پر مهال په خپلې لومړۍ وینا کې د اسلام لومړي خلیفه حضرت ابو بکر الصدیق له نامه سره د (رضي الله عنه) جمله په ډېر لکنت تلفظ کړای شوه چې له دیني نصوصو سره د نوموړي نابلدتیا ښيي.

همدا راز یې د روان کال د اکتوبر په ۲۴مه د شیعه ګانو د عاشورا په غونډه کې حضرت حسین (رضي الله عنه) د «خدای لمسی» وباله. خو په خواله رسنیو کې د سختو نیوکو وروسته یې د دې سترې لفظي اشتباه له امله د یوې اعلامیې په خپرولو سره بښنه وغوښته.

ولسمشر اشرف غني تېر کال په تاجکستان کې د محصلینو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی». بخاري شریف د رسول الله صلی الله علیه د احادیثو تر ټولو معتبر او له قرآن کریم وروسته تر ټولو صحیح کتاب بلل کیږي.

نوموړی همدا رنګه په اسلام کې د لومړۍ شهیدې حضرت سمیه بنت خیاط (رضي الله عنها) په نامه کې هم تیروتی و ، چې نوموړې یې «بي بي نسیمه» بللې وه.

د اشرف غني په اړه داسې باورونه شته چې دیني معلومات یې کمزوري دي، نوموړي د ژوند ډیری برخه په غربي نړۍ کې تیره کړې او له یوې عیسايي ښځي سره یې واده کړی. په مذهبي او دیني الفاظو او مفاهمو کې د ولسمشر مکرره اشتباه د نوموړي مذهبي او عقیدوي څرنګوالی هم تر کلکې پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان علماوو ټولنې رئیس مولانا عبد الصبور وايي چې د یو مسلمان امت د ولسمشر په حیث باید د اشرف غني دیني معلومات تر ډېره حده بشپړ وي. نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه چې ولسمشر د لمانځه د امامت کولو جوګه هم نه دی، هغه امامت چې ورته وړوکی (صغرا) امامت وايي، خو قبضه يې بیا په ستر (کبرا) امامت کړېده».

مولانا عبد الصبور د اشرف غني وروستیو څرګندونو ته په اشارې په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي: «دا بیچاره به دا ګڼي چې سعدي (رح) خلک ډیر یادوي نو کيدای شي چې کوم پیغمبر وي، زمونږ د ولسمشر چې دا حال وي نو الله (ج) دې افغانستان او اسلام ته خیر پېښ کړي».

د ولسمشر اشرف غني په اړه یو شمېر خلک په دې باور دي چې په نړۍ کې دوهم لوی مفکر دی، او د بي بي سي د یو راپور پر اساس، اشرف غني د پاکستان په کراچۍ ښار کې دیني زده کړې کړي دي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Kefayat
میلمه
Kefayat

بعضي بعضي خودی ژونالستان هم ورک شي خلک چي ژورنالیستي کوی دسولحی دتآمین لپاره کوي لکن دبعضي یی دتخریب لپاره کوی داڅه شۍ دی دا

زین الله
میلمه
زین الله

زه داشرف غنی په اړه لګ معلومات غواړم چی دا دکوم مذهب سره تعلوق ساتی منن

khalid
میلمه
khalid

ههههه دا خو لا دی موپکیر صاحب ډبل دولا ته د انتخاباتی کمپاین پر مهال ددینی مناظری بلنه ورکوله ښه ده چی ډبل دولا ورسره قبوله نه کړه کنی د خپلو غوړمالانو پوزه به یی پری پري کړی وه ګرچی ډبل دولا هم عینا د همده په شان عقیده لری خوفرق له ده سره صرف پدی کی ده چی هغه ژبور او مسلکی منافق ده لکه ده غوندی یی هر وار ژبه نه خطاوځی او که سړی غواړی چی په صحیح شکل یی وپیژنی نو د هغه اعمالو او ځینو رازونو ته چی تراوسه مطبوعاتی شوی نه دی ته دی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

دغه پوښتنه چه (غنی د کوم مذهب سره اړیکی یا پلویت لری ؟) !!! مذهب یوه عربی کلمه ده ، لیاری ته وایی ، مګر دا چه اسلام کی د مذاهبو تعدد رامنځته شو ، یهودیت مسلمانان لمړی په شیعه وو او سنیانو تر دی کچی وویشل چه هر یو ته شیعه توب او سنی توب تر اسلام ډیر وزن او اهمیت لری ، له هغه وروسته یی شیعه او سنیاتو دننه په نورو بیلا بیلو مذاهبو وویشل یعنی اسلام یی ټوټه ټوټه کړو وویشه حکومت وکړه د مسلمانانو ښکار ورته اسان شو ، په هر صورت مذهب لکه د… نور لوستل »

محمد داود ترین
میلمه
محمد داود ترین

زه اشرف غنی په اره معلومات غوارم چی دی مسلمان دی که کافر زکه د صحابی او پیغمبر په لمنز کی فرق نه شی کولی او زمونژ خلق پری فخر کوی