افغانستان

کندهار: طالبانو په شپني برید کې ۱۴ پولیس وژلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې په غورک ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه د یوې پوستې ۱۴ پولیس وژلي او ۲ نور یې ژوندي له ځانه سره وړي دي.

پېښه د غورک ولسوالۍ په ده سبزي سیمه کې رامنځته شوي، طالبانو نېمه شپه د پولیسو پر پوسته برید کړی او ۱۴ پولیس یې وژلي، همدارنګه ویل کیږي طالبانو دوه پولیس ژوندي له ځانه سره وړي دي.

ها خوا بیا په سیمه کې یوې امنیتي سرچېني رسنیو ته ویلي چې دوو پولیسو خپل ۱۲ تنه پولیس ملګري وژلي او بیا د ټولو وسلو او پوځي توکو سره طالبانو ته تللي دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر بیا د پېښي څخه انکار کوي او زیاتوي چې په غورک ولسوالۍ کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوي او نه هم دوی ته امنیتي ځواکونو په دې اړه راپور ورکړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x