دیني، سیرت او تاریخ

سل تحفې – څلورمه برخه

جمع کونکی: صابر(غزنوي)

صَلاةُ التَّسْبِيحِ – د تسبيح لمونځ

د تسبيح لمونځ په نفلي لمنځونو کې يو له هغو لمنځو څخه ده چې ډير فضائل يې په حديثو کې راغلي دي او مخکې علماؤ د هغه په اداء کولو کې ډير ترغيب ورکول او هم يې خپله اداء کول لکه امام بيهقي رحمه الله چې ويلي :

(كان عبد الله بن المبارك يصليها وتداولها الصالحون بعضهم عن بعض، و في ذلك تقوية للحديث. و قال عبد العزيز ابن أبي داود و هو أقدم من ابن المبارك: من أراد الجنة فعليه بصلاة التسبيح).

ژباړه : عبدالله بن مبارک رحمه الله به هر وخت د تسبيح لمونځ کول، او نيکانو يو له بل څخه همدغه لمونځ نقل کول او اداء کول يې، چې په دې خبره د صلوة تسبيح د حديث قوت هم ثابتيږي (مطلب بعضي علماؤ چې حديث د صلوة تسبيح ته ضعيف ويلی هغه د ضعف خبره هم د سلفو په عمل دفع سوه ځکه عام سلف په ضعيف حديث عمل نکوي) او عبدالعزيز د ابي داود زوی چې هغه تر عبدالله بن مبارک صاحب مخکنی ده هغه ويلی: څوک چې جنت ته ورتګ غواړي نو هر وخت دې د تسبيح لمونځ کوي، د صلوة په هکله د حديثو په کتابونو کې داسې روايت راغلی :

(عَنْ ابنِ عبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ:  قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ للعبَّاسِ ابنِ عَبْدِ المُطَّلِبِ: يَا عبَّاسُ يَا عَمَّاهُ! أَلا أُعْطيكَ، أَلا أَمْنَحُكَ، أَلا أَحْبُوكَ، أَلا أَفْعَلُ بِكَ عَشْرَ خِصَالٍ؟ إِذَا أَنْتَ فَعَلْتَ ذَلِكَ غَفَرَ اللهُ لَكَ ذَنْبَكَ: أَوَّلَهُ وَآخِرَهُ، قَدِيمَهُ وَ حَديِثَهُ خَطَأَهُ وَ عَمْدَهُ، صَغِيرَهُ وَ كَبِيَرهُ، سِرَّهُ وَ عَلانِيَتَهُ، عَشْرَ خِصَالٍ: أَنْ تُصَلِّيَ أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ تَقْرَأُ في كُلِّ رَكْعَةٍ فَاتِحَةَ الْكِتَابِ وَ سُورَةً، فَإِذَا فَرَغْتَ مِنَ الْقِرَاءَةِ في أَوَّلِ رَكْعَةٍ فَقُلْ وَ أَنْتَ قَائِمٌ: سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ للهِ وَ لا إِلهً إِلَّا اللهُ وَ اللهُ أَكْبَرُ خَمْسَ عَشَرَةَ مَرَّةً، ثُمَّ تَرْكَعُ فَتَقُولُهَا وَ أَنْتَ رَاكِعٌ عَشَراً، ثُمَّ تَرْفَعُ رَأْسَكَ مِنَ الرُّكُوعِ فَتَقُولُهَا عَشْراً، ثُّمَ تَهْوِي سَاجِدَاً فَتَقُولُهَا وَ أَنْتَ سَاجِدٌ عَشْراً، ثُمَّ تَرْفَعُ رَأْسَكَ مِنَ السُّجُودِ فَتَقُولُهَا عَشْراً، ثُمَّ تَسْجُدُ وَ تُقُولُهَا عَشْراً، ثُمَّ تَرْفَعُ رَأْسَكَ فَتَقُولُهَا عَشْراً ، فَذلِكَ خَمْسٌ وَ سَبْعُونَ في كُلِّ رَكْعَةٍ، تَفْعَلُ ذلِكَ في أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ ، إِنْ اسْتَطَعْتَ أَنْ تُصَلِّيَهَا في كُلِّ يَوْمٍ مَرَّةً فَافْعَلْ، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَفِي كُلِّ جُمُعَةٍ مَرَّةً ، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَفِي كُلِّ شَهْرٍ مَرَّةً ، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَفِي كُلِّ سَنَةٍ مَرَّةً، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَفِي عُمُرِكَ مَرَّةً) (أخرجه أبو داود و ابن ماجه و ابن خزيمة في صحيحه).

ژباړه : له عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روايت دي: چې پيغمبر صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ د عبد المطلب زوی عباس رضي الله تعالی عنه ته وويل : اې عباسه اې زما تره زه تا ته تحفه در نکړم، له تا سره احسان ونکړم، تا ته بې عوضه څه شی درنکړم، تا ته د لس قسمه ګناهونو د بخښنې لپاره يو کار درزده نکړم، کله چې ته هغه کار وکړي الله تعالی به تا ته ګناهونه دروبخښي: اوله او آخيره ګناه، مخکنی او نوې ګناه، خطاءً او قصداً ګناه، وړه او لويه ګناه، پټه او ښکاره ګناه دا لس قسمه ګناهونه به دروبخښل شي، هغه دا ده څلور رکعته لمونځ به اداء کړي په هر رکعت کې به سورة فاتحه او ورسره يو بل سورت ووايې، چې کله له قرائته فارغ شوې:

۱- پنځلس ځلې به په ولاړه دا تسبیح ووایي :

(سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ للهِ وَ لا إِلهً إِلَّا اللهُ وَ اللهُ أَكْبَرُ)

۲- بیا به رکوع وکړي په رکوع کې به لس واره همدغه تسبیح ووایي (د رکوع له تسبیحاتو وروسته)

۳- بیا به له رکوع را ولاړ شې او په قومه کې به یې لس واره ووایې.

۴- بیا به سجده وکړي په سجده کې به یې لس واره ووایې (د سجدې له تسبیحاتو وروسته)

۵- بیا به سر له سجدې را پورته کړې او په جلسه کې به يې لس واره ووایې.

۶- بیا به دويمې سجدې ته ښکته شي او په دوهمه سجده کې به يې لس واره ووایې.

۷- بیا به سر را پورته کړي او لس واره به یې ووایې (په ناسته به یې وايې مخکې له دې چې ولاړ شې)، چې دا به جمله پنځه اویا واره تسبیح شي، دا عمل به په څلورو رکعتونو کې وکړې، (ټول به دری سوه ځله تسبیح شي) که هره ورځ دې په وس کې وو دا کار په هره ورځ کې یو ځل کوه، که هره ورځ دې نه وو په وس کې په هفته کې یې یو وار کوه، که په هفته کې دې نه وو په وس کې په میاشت کې یې یو وار کوه، که په میاست کې دې نه وو په وس کې په کال کې یو وار کوه، که په کال کې دې هم په وس کې نه وو په خپل عمر کې یې یو وار وکړه.

یو بل ترتیب یې له عبدالله ابن مبارک رحمه الله څخه روایت شویدی چې له همدغه ترتیب سره یې په دوه ځایونو کې فرق دی اول دا چې له سبحان وروسته او له اعوذ بالله مخکې به پنځلس واره ویل کیږي او بیا له قرائته وروسته به لس واره ویل کیږي او له دویمې سجدې چې راپورته شي نه به یې وايي بلکه قیام ته به ځي چې تفصیل یې داسې دی :

۱- پنځلس واره له سبحانک اللهم وروسته او له قرائته مخکې.

۲- لس واره له قرائته وروسته له رکوع مخکې.

۳- لس واره په رکوع کې.

۴- لس وراه په قومه کې (له ربنا لک الحمد څخه  وروسته).

۵- لس واره په اوله سجده کې.

۶- لس وراه په جلسه کې د دواړو سجدو تر منځ.

۷- لس واره په دوهمه سجده کې.

ابن عابدین رحمه الله په رد محتار کې لیکلي چې په همدغو دواړو ترتیبونو کې که هر یو وکړي صحیح ده، نو پکار داسي ده چې کله دا ترتیب وکړي او کله هغه ترتيب.

دا لمونځ په یو سلام څلور رکعته هم اداء کیدای شي او په دوو سلامونو دوه دوه رکعته هم کیدلای شي، که په دي لمانځه کې سړی سهوه شي سجده سهو به کوي خو په سجدو د سهوي کې به دا اضافي تسبیحات نه وايي، او که په کوم ځای کې دا اضافي تسبیح ورڅخه پاته شي په بل رکن به یي پوره کوي مثلا که په قیام کې پاته شي په رکوع کې یي پوره کولای شي، او دا تسبیحات که یي په زړه شمارلای شول ډیره ښه ده او که په زړه يي نشوای شمارلای په ګوتو به د تسبیحاتو د شمارلو لپاره زور کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x