نړۍ

طبی ماهرین: د امریکا وزیر خارجه هیلاري کلنټون هر شی دوه ویني

نن ټکی آسیا: د غربي او عربي نړی خبري شبکو په خپلو ورستیو راپورونو کي د هیلاري کلنټون د صحت په اړه ویلي چي هغې ته په دې ورستیو کی د اوباما په ګډون هر شی دوه ښکاریږي، او که یې د سترګو علاج نه وشو، کیدای شي خپله چپه سترګه وبایلي.

تیره چهار شنبه د امریکا د پارلمان د بهرنۍ تګلاري کمیسون ته په لیبیا کي د امریکايي سفیر دقتل په اړه آغلي هیلاري کلنټون وینا کوله، په داسي حال کي چي درنې او پنډي عینکي یې په سترګو اچولي وي، چي له کبله یې د امریکايي او نړیوال میډیا د څیړنو او تحقیقاتو کولو قوه وپاریده،

او په دې اړه د ډاکټرانو او طبی ماهرینو سره د مرکو او پوښتنو یو سلسله شروع شوه، تر څو معلوم کړي چي څه وجه کیدای شی چي هیلاري کلنټون دغه عینکي په سترګو کړي وی، او پر هغه سربیره یې بیا هم سترګو کي کمزورتیا ښکارېده.

طبي ماهرینو ویلي چي دغه نوعه عینکي خاص هغه خلک استعماله وي چي ورته هر شی دوه ښکاریږي، او ویلي که مثلا مونږ دداسي مریض مخته یو سیب کښيږدو، نو هغه ته د یو سیب پر ځای دوه سیبان ښکاریږي، او د کلینټون په مسله کی د هغې مخي ته یو اوباما کښيږدې، نو هغې ته اوباما هم دوه ښکاریږي.

په بلجیک کي یو مشهور لبناني ډاکټر د العربیه تلویزون سره په مرکه کي ویلي چي داسي مالومیږی هیلاري کلینټون په دغه مرض اخته شوی ولي تر اوسه داسي ګمان نه کیږي چي هغې دي بیخي چپه سترګه بایللي وي، خو زیاته کړې چي آغلې کلنتون کیدای شي سترګه وبایلي که چیري عام علاج ورته ګټه ونه رسوله.

نومړي ویلي چي دا مرض د عمر د زیاتوالي او هم په وینه کي د شوګر د زیاتوالي له کبله انسان ته پيښېدای شي.

باید وویل شي چي د تیري میاشتي په ورستیو کي د امریکا وزیري خارجه هیلاري کلنټون د یوې دماغې دورې سره مخ شول ، چي له کبله یې تر روغتونه ورسیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x