نړۍ

سوریه: د امریکا او ایتلافي ځواکونو بمباریو د سوريې عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې د بشارالاسد رژیم پوځ ویلي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو الوتکو ددوی یوه پوځي اډه په نښه کړي او په هغې کې یې ددوی څلور عسکر وژلي او ۱۳ نور یې ټپيان کړي دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي ویلي چې د ایتلافي ځواکونو څلورو الوتکو تېره ورځ د هیواد د ختیځ په دیرالزور ولایت کې د اسد رژیم د پوځ پر یوه معسکر ۹ توغندي توغولي چې په ترڅ کې یې د سوري پوځ درې عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د ایتلافي ځواکونو ویاند سټيف وارن بیا پېښه نه مني او زیاتوي، موږ د سوریې د پوځ له خولي خبر شوي یو چې په دیرالزور کې هوایې بریدونه شوي، زموږ هوایې ځواکونو تېره ورځ په دیرالزور کې هیڅ بمباري نه ده کړي.

په یوه بل تازه راپور کې امریکایې چارواکو په پېښه کې روسان ګرم بللي او وایې چې په دیرالزور ولایت کې د سوریې د پوځ معسکر روسي الوتکو بمبار کړی او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړي ده.

روسانو تر دې دمه د پېښي په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x