نړۍ

نایټ کلب کي د اور لګېدني له کبله ۲۴۵ تنه سوځېدلې، او ۲۰۰ ټپيان دی

نن ټکی آسیا: د اسوشیتد پریس خبري اژانس راپور وايي چي د یکشنبې په شپه د برازیل په یوه نایټ کلب کي د شپې ناوخته په دوه بجو اور ولګېدی، چي له کبله یې لږ تر لږه ۲۴۵ تنه مړه شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي. ویل کیږي چي د پيښي په وخت په کلب کي تر ۹۰۰ زیات کسان موجود وه.

تر اوسه هم پولیس او ځايي خلګ د مړو په را ایستلو او د سوځېدلي نایټ کلب په ایرو کي د ټپيانو او انساني اعضاوو په لټه کی دی، او د سیمي خلګ وايي چي په فضا کي د سوځیدلو انساني اعضاو بوی خپور دی.

برازیل په نړی کی په خپلو ازادو نایټ کلبونو مشهور دی، چي په کښي د شرابو تر څنګ نور هر رنګه فحش په عامه او د خلګو په مخ کي کیږي.

{youtube}BDpX2nKPcFc{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x