په افغانستان کې د امریکې ناکامې هلې ځلې!

انعام الله احمدزی

کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ هغه وخت دوی ډیر لوی خوبونه لیدل. هغه مهال د افغانستان او نړی حالاتو ته په کتو داسې معلومیده چې کیدای شي امریکا په خپلو پلانونو کې بریالی شي. لاکن دوی له ډیر زیات تشدد، غرور، تکبر او سرزورۍ څخه کار واخست. د افغانستان تاریخ، کلتور، عنعناتو او اسلامي تشخص ته یی درناوی ونه کړ. همدا لامل شو چې د ۱۴ کاله جنګ وروسته اوس لالهانده او سرګردانه په څلور لارۍ کې قرار لري.

په افغانستان باندې د امریکا یرغل د څو اهدافو لپاره و. لومړی هدف د اسلامي نظام له مینځه وړل و ځکه چې امریکا او غرب په هیڅ صورت په نړی کې یو واقعي اسلامي نظام نه غواړي. تش په نامه ډیر اسلامي دولتونه په نړې کې وجود لري لاکن د دوی قضايي، اقتصادي او نړیوالۍ اړیکې په غیر اسلامي اصولو ولاړي دي. امریکا او غرب پوهیږي چې که یو ځل په نړی کې کوم ځاي اسلامي نظام قایم شو نو دا به د نړې نورو مسلمانانو لپاره نمونه وګرځي. بیا به ټول اسلامي ملکونه اولأ او ورپسې به حتی غیر اسلامي ملکونه پدی نظام کي خپل عزت او اقتصادي خونديتوب ویني. که څه هم د اسلامي نظام هر یو اړخ انسان ته ډاډ، امنیت او سکون ور په برخه کوي لاکن هغه څه چې غرب ورڅخه ډیر خطر لري هغه اسلامي اقتصادي نظام دي. اسلامي اقتصادي نظام په هیڅ صورت غرب ته د منلو وړ ندی. همدا لامل و چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ ترڅو اسلامي نظام او د الله تعالي قانون د انساني ژوند پر ټولو برخو منګولي خښې نه کړي. ددي پخاطر یی دا نظام د ارتقا په لومړی مرحله کې له مینځه یووړ. دا چې ددی نظام د له مینځه وړلو لپاره دوی له کومو شعارونو او تکتیکونو کار واخست دا یو جلا بحث دی.

دوهم: امریکا او غرب غواړي چې لوی اسلامي هیوادونه په وړو هیوادونو تقسیم کړي. د پاکستان، سعودي، ایران او افغانستان تجزیه کول ددوی له لومړیتوبونو څخه دي. که څه هم دوی لا تر اوسه پورې په خپل دغه پروګرام کې سل فیصده ندي کامیاب شوی لاکن تر یو څه حده پورې یی خپل اهدف تر لاسه کړي دی. مثلا افغانستان کې یې ژبني، سمتي او قومي تعصبات راپورته کړي. داسې فکر هم شته چې په افغانستان کې موجودو سیاستوالو له لوري چې کله د قومونو او ژبو پر خلاف کوم اظهارات او ویناوي کیږي پدی کې بهرنې کړی مستقیمأ لاس لري. بل لور ته کوښښ کوی چې د امریکا په خلاف پیل شوی جنګ بین الافغاني کړي. د عسکرو له لوري له مخالیفینو سره ناوړه چلن او بیا د هغوی ویډیوګانې خپرول ټول د یو منظم پروګرام حصه ښکاري ترڅو د افغانانو ترمینځ بد بیني هغه اوج ته ورسوي ترڅو د سولي لارې وتړي.
څوک سترګې نشي پټولي چې پاکستان اوس په داخلي جنګ کې ښکلیل دي. له بل لوري که څه هم تر اوسه پاکستان په ځمکني لحاظ ندې ویشل شوی لاکن په نظریاتي لحاظ تقسیم دي. داسې هڅې کیږي چې هره مدرسه او هلته موجود علمأ د ترهګرو په توګه معرفي کړي او یا غواړي چې داسې تاثر ورکړي چې ګویا دوی د سبا تروریستان دي. که دا حالت دوام وکړي نو دا پخپله په ائنده کې د پاکستان تقسیم ته لاره هوار وي.

دریم: که څه هم افغانستان ډیرې طبعې زیرمي لري لاکن د امریکا اصلي هدف د منځنې اسیا د تیلو او غازو زیرمې دي. په مینځني اسیا کې د سعودي او خلیجې ملکونو څخه د تیلو ډیرې زیرمې موجودي دي. امریکا غواړي چې دغه زیرمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. د افغانستان په نسبت امریکا ته عراق په اقتصادي ډول ښه تمام شو ځکه چې هلته د تیلو د استخراج دستګاوي فعالې وې او دوی تر ډیره حده ورځنې خپل اقتصادي ضرورتونه پوره کړل. د نفتو لوی قراردادونه اوس هم د دوی په لاس کې دي. لاکن بل لور ته کومې پیسې چې افغانستان ته راغلې هغه هم بیرته په یوه نامه او بله نامه بیرته د بهرنیانو جیبونو ته لاړې.

څلورم: امریکا تر ډیره بریده هڅه وکړه چې په عراق او افغانستان کې مذهبي جنګ ته لمن ووهي. په عراق کې خو پدي برخه کي کامیابه شوه لاکن په افغانستان کې یې دغه فارموله نده کامیابه شوي. وجه دا ده چې د افغانستان مجاهدین دغې نقطي ته متوجه دي او عراق یی مخې ته یوه ښه بیلګه ده. مخکې امریکا او غرب یوازي د سنیانو ملاتړ کاوه تر څو ایران په خپل کنټرول کې وساتې لاکن اوس داسې ښکاري چي دوی یا خو غواړي چې د سنې هیوادونو په خاصه توګه د خلیجې هیوادونو او ایران ترمینځ یو توازن وساتي او یا کیدای شي په ائنده کې په مکمله توګه د ایران طرف ونیسي.

پنځم: امریکا غواړي چې په افغانستان کې د خپل حضور له امله د چین او روسيې د نفوذ مخه ونیسي. لاکن اوس حالات چین او روسېې هم درک کړي او امریکا ته به دا مشکله وي چې د دوی مخه ونیسي.

امریکا، روسیه او غرب پدې متفق دي:

امریکا، ناټو او روسیه ټول پدې متفق دي چې باید عراق او سوریه د پهلوانې د میدان په توګه وکاروي او په همدې خاوره کې له یوه او بل څخه انتقام واخلي. دوی نه غواړي چې خپل ملکونه تباه کړي. دوي به خپلې ټولې نوې وسلې او ټیکنالوژی دلته ازمايي او خپلو عسکرو ته به دلته نظامي روزنه ورکوي. اوس داسې ښکاري چې د جنګ لومړې میدان عراق او سوریه ده او دویم میدان افغانستان دي.

همداشان دوی پدې هم متفق دي چې د جنګ قربانیان به مسلمانان وي. دوی پدی هم خوشحاله دي چې داعش سخت ظلمونه تر سره کړي او بیا یی نړی ته وروښايي چې موږ حق لرو چې د دوی په خلاف اقدام تر سره کړو. داعش چې په کوم ډول ظلمونه تر سره کړل او هغو په رښتیا هم د مسلمانانو څخه د ګوانتانامو د زندان قیصې هیرې کړي. که څه هم ډیر مسلمانان دغه مظالم غندي لاکن دغه داغ له خپلې ټنډې لیري کول ډیر وخت ته اړتیا لري.

د حل لاره:

له دغه بحراني حالت څخه د افغانانو د راوتلو یوازنې لار د افغانانو ترمینځ اتحاد او اتفاق پیدا کول دي. چا چې تیر ۱۴ کلونو په اقتدار کې تیر کړل او په سلګونو ملیونه ډالر یی ټول کړل، بس پر همدی د قناعت وکړي او نور د واقعي سولۍ لپاره مټې راپورته کړي. باید افغانان په خپله یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او پدې پوه شي چې بهرنۍ کړي هیڅ کله هم دوی سره د اخلاص او صداقت چلن نه کوي. دوی به د یو موقت وخت لپاره استعمالوي او بیا به یی غورځوي. په افغانستان کې د دسیسو جوړولو او له پردیو څخه د کومکونو غوښتلو فارمولو هیڅ نتیجه نده ورکړې. همدا افغانان دي چې باید یو بل تحمل کړي او د خپلو اسلامي او ملي ګټو په خاطر له خپلو شخصي ګټو تیر شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د