نړۍ

مصر: ولس مشر مرسي په درو ښارونو کي بیړنۍ حالت اعلان کړ

نن ټکی آسیا: د مصر ولس مشر نن شپه ناوخته د رسمي تلویزون له لاري ولس ته په وینا کي وویل چي پریکړه یې کړی چي د نن شپې څخه به د مصر په دریو ښارونو کي چيری چي د حکومت په خلاف په پراخه پیمانه مظاهرات او احتجاجونه پیل شوي، بیړنی حالت اعلان کړي چي له کبله به یې د شپي له خوا هیڅ یو وګړی اجازه ونه لري چي په ښار کي دباندي وګرځي.

دغه درې ښارونه : بور سعید، سویس، او اسماعیلیه دي، چي په دې وروستیو کي د مصر د انقلاب د کامیابېدو ددوه کاله پوره کیدو سره په کښي په پراخه کچه مظاهرې شروع شوي،

او د رواني میاشتي د ۲۵ څخه په کښي په سلګونو کسان ټپيان شوي، او تر پنځوس زیات مړه شوي دي، او حکومتي او تنظیمي دفترونو ته په کښي اورونه بل شوي دي، او سوځول شوي دي.

مرسي په خپله وینا کي وویل چي دی به د خپل هیواد د ساتني لپاره چي هر رنګه قدم لازم وي، پورته کړي، او هیواد به هغو کسانو ته نه پریږدي چي فساد جوړوي، او د مصر حکومت او ولس ته زیان رسوي.

نومړي په خپل بیان کی د د حکومت د مخالفینو پر تنظیمونو غږ وکړ چي باید خپل هر اختلاف د خبرو اترو له لاري حل کړي.

باید وویل شي چي له کله نه د اخوان المسلمین ګوند په مصر کی حکومت ته رسیدلی، د هغه راهیسي په هیواد کي د اسلامپالو ضد ډلو لاس سره یو کړی، او تر اوسه یې خپل ټول وس کړی چي دغه حکومت ړنګ کړي، او په دې ورستیو کی خپل هڅي تر پخوا زیاتي ګړندی کړی دی، او داسی ویل کیږي چي د اسرائیلو په شمول ګڼ شمېر غربي او عربي هیوادونه ددغه مظاهرو تر شاه ولاړ دي.

{youtube}MikqwYRprhM{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x