نړۍ

امريکا ته دې د مسلمانانو په راتلو بنديز ولګول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۴ ل): امريکا کې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، چې امريکا ته دې د مسلمانانو په ورتګ بنديز ولګول شي.

نوموړی وايي، چې د وروستيو سروې ګانو له مخې مسلمانان امريکا خپل دښمن بولي او کرکه ترې کوي.

ډونلډ له امريکايي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د امريکا ټول سرحدونه دې تر هغو وتړل شي، تر څو هېواد کې د روانو بريدونو او چاودنو لامل نه وي په ګوته شوی.

د ولسمشرۍ نوماند دا خبرې تېره اونۍ کې کليفورنيا کې د شوي خونړي بريد په غبرګون کې کړي دي.

په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د مهاجرت په اړه سخت غبرګون د ډونلډ ټرمپ شعار دی او تېره مياشت يې ميکسيکو سره هم په اوږده پوله د ديوال جوړولو غوښتنه کړې وه.

سپينې ماڼۍ د ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې له قانونه او د امريکايي اصولو خلاف بللي دي.

د جمهوري پلوو دغه کانديد د پاريس له بريدونو وروسته امريکا کې د مسلمانانو د جوماتونو او اسلامي مرکزونو د جدي څار او د هغوی د راجستر کولو غوښتنه کړې ده.

ډونلډ تېره ورځ ناوخته واشنګټن کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، له وروستيو سروې ګانو ښکاري، چې مسلمانان له امريکا کرکه کوي او دا فکر يې ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی.

«موږ باديد پر دې خبره ځانونه پوه کړو، چې مسلمانان ولې له امريکا کرکه کوي او ورپسې د دې لپاره اړين ګامونه هم پورته کړو.»

يو شمېر نورو جمهوري پلوو، د ډونلډ ټرمپ څرګندونې غندلي او له خپلو ګونديانو يې غوښتي، چې د نوموړي څرګندونې رد کړي. د پخواني ولسمشر ورور او د فلوريډا پخواني والي جېب بوش، ډونلډ ټرمپ «حواس بايللی» بللی دی.

جمهوري پلوه کانديد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ امريکايي ولسمشر بارک اوباما د داعش پر ضد په خپل پاليسۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې اسلام او مسلمانانو سره د دوی هېڅ بدي نه شته او مسلمانان يې د نړۍ امن خوښوونکي خلک وبلل.

د څارونکو په اند ډيموکراتان او جمهوري پلوه دا ډول څرګندونې د دې لپاره کوي، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپلې رايې زياتې کړي.

اوباما هڅه کوي، چې د خپلو څرګندونو له لارې د امريکا مېشتو مسلمانانو خواخوږي ورخپله کړي او بل پلو جمهوري پلوه نوماند بيا د خپلو احساساتي څرګندونو له لارې هڅه کوي، چې د سخت دريځو امريکايانو رايې خپلې کړي.

دا چې د بخت مارغه به د چا پر سر کيني، دا پرېکړه د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو کې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x