fbpx

حضرت عبدالله بن ابوبکر رضی الله عنهُما

لیکوال: احمد لله  عاطفي

حضرت عبدالله رضی الله عنهُ او بي بي اسما رضی الله تعالی عنها ، ته درسول الله صلی الله علیه وسلم دتم کیدو ځای( دثور غار) معلوم و،خو په ځانګریو حکمتونو  په دی دری ورځو کې ، حضرت عبد الله رضی الله عنهُ دمکې او څیرمه سیمو حالات او واقعات څارل او بشپړ خبرونه يې راټولول او دشپې په یوه برخه کې چې ټول خلک بیده شول ،د ثور غار ته ورته او ، ټوله شپه هلته اوسیده، دسهار سفیدو له چاودیدو وړاندی به مکی ته ستنیده ،او مشرکینو به ګمان کاوه چې عبدالله شپه په مکه کي تیره کړې ، او همداراز به حضرت عامر بن فهیره رضی الله عنهُ ،چې دابوبکر صدیق رضی الله عنهُ ازاد کړی شوی غلام و او دابوبکر صدیق  دڅاروو پالنه يې کوله ،  څاروي په ورته سیمی کې سرول،چې کله ترګمی خوره شوه میږی به يې دثور تر غاره ورسول ، سیدنا حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ  په مړه خیټه شیدی چښلۍ،شپه به په هوسا توګه تیریده.

عامر بن فهیره دسهار په ترګمی کې خپلی میږي په هغه لار ستنولی په کوم لار چې حضرت عبدالله تګ راتګ کاوه تر څو دپښیې نښي له مینځه ولاړی شي.

حضرت عبدالله رضی الله عنهُ له زیاتو پلټنو وروسته دسیمی په بیلا بیلو لارو او سفرونو کی ځانګړ تیا در لودونکی شخص(حریقت) ته ورغی او هغه يې دراز ساتلو په تعهد وهڅوو چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دکوچنی قافلی دهجرت دسفر په غیر معروف لیاری دمالی پانګې په بدل کې ملګر تیا وکړي.

دفتح الباری دسند په اساس:رسول الله صلی الله علیه وسلم دجمعی، پیلنۍ او یوني درې شپې په غار کې تیرې کړي.

دثور غار نه دهجرت سفر په روانیدو سره لمړی شخص حضرت عبد الله بن ابوبکر و چې وړاندی روان شو او لاره يې څارله، وروسته درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کوچنی قافله  روانه شوه،چې حریقت سره یوځای شول سیدنا حضرت عبد الله رضی الله عنهُ بیرته مکې ته ستون شو.

دصحیح البخاری او طبری  په قول : دحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دهجرت  دغه کوچنی قافله مدیني ته ورسیده اوحضرت عبدالله بن ابو بکر صدیق رضی الله عنهما څوورځی وروسته دخپلی کورني غړي( حضرت اُم رومان، بي بي عایشه صدیقه، بي بي اسما  رضی الله عنهم ) واخستل دطلحه بن عبیدالله په ملګرتیا مدیني ته مهاجر شول .

حضرت عبدالله بن أبي بكر – رضي الله عنهما – په مدینه کې صحابیه عاتكة بنت زيد بن عمرو بن نفيل سره واده وکړ، حضرت بي بي عاتکه درسول ا لله صلی الله علیه وسلم دمبارکو صحابیه وو څخه او مهاجره  وه ، دا بي بي ښایسته او هوښیاره او په حضرت عبدالله  باندی له حده زیاته ګرانه وه .

حضرت عبد الله له هجرت نه وړاندی  په مکه اوله هجرت نه وروسته مدینه کې درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمتونه کړی او په سفر او غزاګانو کې برخه اخستی .

ابن عبد البر رحمه الله دحضرت عبد الله دسیرت په ترڅ کې لیکلي: حضرت عبد الله بن ابوبکر صدیق رضی الله عنهما سر بیره پر دې چې هر وخت درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې اوسیده خو ده مبارک  دمکې فتحي، حنین او طایف په غزاګانو کې دسرخندونکې په توګه ونډه در لوده .

حضرت عبد الله دطایف په غزا کې درسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری و او همدی غزاکې ددښمن لخوا په غشې ولګید، ټپ يې ژور او دڅو ورځو درملنو وروسته په نسبی ډول روغ شو ،خو درسول الله صلی الله علیه وسلم له فانی دنیانه دسفر۴۰ ورځې وروسته دلګیدلې غشې پرهر لامله دهجرت په  ۱۱ کال دشوال په میاشت کې په شهادت ورسید .انا لله وانا الیه راجعون.

دحضرت عبدالله دجنازی لمونځ وروسته له زواله  دمسلمانانو خلیفه سیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ ادا ، او سیدنا حضرت عمر بن الخطاب، طلحه بن عبیدالله او عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهم  قبر کې کیښود!

حضرت عبد الله رضی الله عنهُ یو زوی   داسمعیل په نوم یتیم پریښود چې هغه مبارک هم څه موده وروسته وفات شو او په دی تر تیب حضرت عبد الله نه وروسته اولاد نه دی پاتې!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د