د کابل پوهنتونو استادانو اعتصاب پنځمې ورځې ته وغځېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۴ ل): د کابل د څلورګونو پوهنتونو استادانو د لوړو زده کړو په قانون کې د بدلونونو له امله کاري اعتصاب پنځمې ورځې ته هم وغځېد.

دغو ښوونکو د لوړو زده کړو په قانون کې د يولړ تغيراتو د رامنځته کولو له امله چې د ولسمشر له لوري هم د اجراء وړ ګرځېدلی خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړی

استادانو د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره ويلي چې دغه قانون د ښوونکو پر وړاندې يوه توطيه ده او په ډېره وارخطايۍ او بې پامۍ تصويب شوی دی چې دوی ته د منلو وړ نه دی.

په هغه خبر پاڼه کې چې د يادو استادانو له لوري رسنيو ته لېږل شوې ويل شوي چې د ددې موضوع په اړه تر اوسه د کابل څلورګونو پوهنتونو(کابل پوهنتون، طب پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنتون، پوليتخنيک پوهنتون) ته تر اوسه کره او قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی او ترڅو چې د څلور ګونو پوهنتونو ښوونکو ته قانع کوونکی ځواب ورنه کړل شي ددوی اعتصاب به دوام ولري.

د استادانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دوی په دې اړه د لوړو زده کړو له وزيرې فريده مومند، د ارګ له يو شمير مسؤلينو او د پارلمان له غړو او اړوندو ادارو سره کتلي دي خو له هيڅ کوم لوري ورته د قناعت ځواب نه دی ورکړل شوی.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې«که څه هم اوس مهال د پوهنتونو د ازموینو وخت دی خو تر هغې چې زمونږ دغه ازموينې نه اخلو او اعتصاب به مو تر هغې دوام وکړي ترڅو زمونږ غوښتنو ته ځواب ورکړل شي او د نوي قانون په اړه راته قناعت راکړل شي.»

تر دا مهاله د پوهنتون د استادانو داعتصاب په اړه دولتي چارواکو او مسؤلينو څه نه دي ويلي خو د لوړو زده کړو د وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي چې دپوهنتونونو مسؤلين دي په خپل وخت د مني د سمستر ازموينې په خپل وخت ترسره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د