نړۍ

ترکيه: د «شيعه‌ييزم» په موخه د ايران روان سياست د ټولې سيمې لپاره ګواښ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۴ ل): د «شيعه‌ييزم» په موخه د ايران روان سياست د ټولې سيمې لپاره ګواښ دی.

د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود جاوېش اوغلو وايي، چې هېواد يې سوريې او عراق کې د ايران د مذهبي سياست سره کلک مخالفت لري او زياتوي، چې د ايران دغه سياست د ټولې سيمې لپاره ګواښ دی.

ښاغلي اوغلو د ترکیې «۲۴» تلويزوني کانال سره په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد يې ايران سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او تل يې ايران سره دوستانه اړيکې لرلي دي.

د ترکيې بهرنيو چارو وزير له تهرانه وغوښتل، چې بې ځايه شخړو او تورونو ته لمن ونه وهي.
وړمه ورځ ايران پر ترکيې تور لګولی و، چې اسلامي دولت ډلې سره اړيکې لري، عراق او سوريه ترې تېل او غاز پېري.

ترکيې د ايران دا ډول تورونه هېښوونکي بللي او ټينګار کوي، چې ايران بايد له دغه ډول نا مسووله تورونو ځان لرې وساتي.

د ترکيې بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايراني چارواکو له لوري لګېدلي تورونه دومره «بې بنسټه» دي، چې هېڅ په ځواب نه ارزي.

همدا رنګه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان خپل ايراني سيال حسن روحاني ته ګواښ کړی، چې ايراني رسنۍ دې د ده کورنۍ په اړه له هغو تورونو راوګرځوي، چې دی او کورنۍ يې له داعش سره د تېلو او غازو تجارت کوي.
ايران تر اوسه په رسمي توګه د ترکي چارواکو په څرګندونو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x