نظــر

د طالبانو په ضد پيل شوې نوې او همغږې تبليغاتي جګړه

بدرالافکار
د طالبانو بېلابيلو دښمنانو لکه امريکا او د امريکا لويديځ او سيمه ايز ملګري ، د کابل ګډ حکومت ، شمالي ټلواله او په مجموع کې د امريکايانو افغاني دوستان او د طالبانو نورو زړو او نوو دښمنانو د طالبانو په ضد پراخه تبليغاتي جګړه پيل کړې ده.

په دغه جګړه کې د دغو بېلابيلو لورو تر منځ يو ډول نا اعلان شوې همغږي له ورايه څرګنديږي. مثلاً کوم تبليغات چې د طالبانو په ضد امريکايان کوي هغه تبليغات ګډ حکومت ، شمالي ټلواله ،او د طالبانو نور زاړه او نوي دښمنان هم کوي.

کوم تبليغات چې د ګډ حکومت د استخباراتي سازمان له لوري په لاره اچول کيږي ، همغه تبليغاتو ته د طالبانو نور زاړه او نوي دښمنان هم هوا ورکوي.

د بېلګې په توګه : ګډ حکومت وايي چې طالبان د سيمې له استخبارتو سره ارتباط لري ، او د طالبانو زاړه او نوي دښمنان هم دغه ادعا او تورونه تکراروي.

د ګډ حکومت چارواکي وايي طالبان او امريکايان سره جوړ دي ، د قطر دفتر او د طالبانو او امريکايانو تر منځ د بنديانو تبادله يې يو مثال وړاندې کوي ،د طالبانو زاړه او نوي دښمنان هم کټ مټ دغه تور تکراروي.

همدغه راز کوم تورونه چې د امريکايانو ، د سيمې د استخباراتو او د ګډ حکومت د چارواکو او استخباراتو له لوري د طالبانو په نوي زعامت پورې کيږي ، ورته تورونه د طالبانو نور زاړه او نوي دښمنان هم پورې کوي.

د شنونکو له آنده اوس په دغه حقيقت د نړۍ جهادي حرکتونه ، د طالبانو د تحريک مسؤلين او افراد او عام افغانان تر ډيره بريده پوه شوي او د طالبانو ټولو دښمنانو ته په يوه سترګه ګوري او داسې فکر کوي چې د دوی ټولو هدف او مقصد يو دی او هغه د طالبانو کمزوري کول او له منځه وړل .

دوی يو بل ته لاس ورکړی ، له يو بل سره پټه همکاري او همغږي لري او دغه ټکی د طالبانو د دريځ له پياوړتيا سره مرسته کوي او د دغه بېلابيلو اړخونو همغږي تبليغاتي جګړه يې د طالبانو په ضد تر ډیره بريده بې اغيزې کړې او ورځ تر بلې بې اغيزې کيږي.

دغه شنونکي زياتوي چې طالبان له دوه ډوله تبليغاتو څخه په استفادې کولای شي چې د خپلو دښمنانو د دغه پراخ تبليغاتي يرغل مخه ونيسي :

اول ـ دفاعي :

په دغه تبليغاتو کې بايد طالبان د خپلو دښمنانو ټولو نيوکو ته په خپل وخت مدلل ځوابونه ووايي او د تورونو د ناسم ثابتولو لپاره يې پياوړی استدلال او شواهد وړاندې کړي.

دوهم ـ هجومي :

په دغه تبليغاتو کې بايد د دښمنانو کمزورۍ ، له اسلامي شريعت او ملي اصيلو ارزښتونو سره په ټکر کې د دوی له دريځونو ، اقوالو او افعالو څخه پرده پورته او خلکو ته څرګند کړای شي . په دغه تبليغاتو کې بايد له ټولنيزو شبکو ، ويډيو ګانو ، راډيويي خپرونو ، صوتي پيغامونو ، ترانو او چاپي موادو څخه کار واخيستل شي، په چاپي موادو کې بايد کتابونه ، د اسلامي شريعت له مخې ليکل شوې فتوی ګانې او داسې دعوتي او تبليغاتي پاڼې وي چې هم ساده وي او هم تصويري او په کومو سيمو کې چې خلک انټرنيټ ته لاسرسۍ نلري هلته بايد دعوتي او تبليغاتي مواد په پراخه پيمانه توزيع شي.

طالبان بايد د پنډو پنډو رسمي جريدو او مجلو پر ځای چې ډير لګښت هم لري او په لږ تيراژ کې چاپيږي ، داسې دعوتي پاڼې ترتيب کړي چې هم شرعي فتوی ګانې پکې وي او هم نورې ګټورې ليکنې او هم داسې تصويرونه پکې وي چې د دوی د دښمنانو له اسلام ضد او بشر ضد کړنو څخه حکايت کوي.

لنډه دا چې طالبان بايد هڅه وکړي چې خپل تبليغاتي مواد په هيواد کې دننه ډير زيات توزيع او د هر چا تر کوره يې ورسوي. زياتره افغانانو ته د طالبانو د نوو جرياناتو په اړه د تلويزيونونو او راډيوګانو له لوري ډير تحريف شوي او ناسم معلومات ورکول کيږي ، دغه ناسمو او تحريف شوو معلوماتو د طالبانو هغو خواخوږو او پلويانو ته چې انټرنيټ ، ټولنيزو شبکو او د طالبانو نورو دعوتي موادو ته لاسرسۍ نلري او په سيمه کې د طالبانو فعاليتونه هم کم دي ، ډير زيات تشويش او شکونه پيدا کړيدي.

سره له دې چې دغه ناسم تبليغات به د اوس لپاره ونشي کولای چې د خلکو ذهنيت د طالبانو په اړه بدل کړي خو که طالبان يې په وړاندې اغيزمن او جدي اقدامات ونکړي شونې ده چې کرار کرار د ولس ذهنيت د طالبانو په اړه د دوی دې دښمنانو د تبليغاتو تر بشپړې اغيزې لاندې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x