نظــر

د ابوخلیل قدوسي معنی داره لیکنه

همدا نن مي په نن ټکی اسیا ویب پاڼه کي د بین الافغاني تفاهم ترعنوان لاندي یوه لیکنه  ولیدله ، چې دابوخلیل قدوسي په نامه دکوم لیکوال لخوا نه لیکل شوي وه .
دلیکنې عنوان ډیر ستر او مهم وو ، خو محتوا یې راته   تشه او تریوه حده غرضي او فرمایشي ښکاره شوه ، ابوخلیل قدوسي د طالبانو دتحریک دیوه عزل شوي  چارواکي اغاجان معتصم په هغه  لیکنه باندي تبصره کړې وه چې ډيره موده مخکي یي دطالبانو دخلاصون په اړه په تاند ویب پاڼه کي خپره کړي وه ، تاند ویب پاڼه چې دامریکایانو دازادۍ راډیو تحت الحمایه ویب پاڼه ده ، هر هغه څه چي طالبانو او مجاهدینو ته یي تاوان رسیږي په ډیر شداومد خپروي

نوځکه اغاجان معتصم هم ددي لپاره لوړ لوړ کوي چې ګوندي په طالبانو کي به یي دتفرق په سمبول بدل کړي دهمدې لپاره یي دده لیکنه  په مهمو لیکنو کي اچولي چي همیشه دتاند په لومړي مخ پرته وي  .

ابوخلیل قدوسي چي په خټه حزبی او طالبانو سره ورانه ده   داچي په خپله بیوخته  لیکنه کي په بیا بیا اغاجان مشر مشر او محترم مشر یادوي ، معلومیږي چې دی هم غواړي  په دې بخش کي له رخنه ګرۍ څخه ناسمه استفاده وکړي او خپل امارت ضد خمار په کي مات کړي ،که داسي نوي نواسلامي امارت خودمشر ملا صاحب په شمول  خورا ډیر او ښه با استعداده مشر او نور مشران لري  قدوسي تراوسه دبل یوه یې ولي دا سي صفت ونه کړ یا چي اغاجان په امارت کې کار کاوه هلته ولي قدوسي صاحب دده په اړه دا سي دخواخو ږئ نظر نه در لود؟

نه پوهیږو قدوسي  ملااغاجان په کوم لحاظ مشر بولي آیا له ده نه په عمر مشر دی ؟  دا خوسمه نه ده ځکه قدوسي له تصویر نه په عمر سپین ږیری معلومیږي ، او اغاجان معتصم ډیر ترې کشر دی ، آیا دده رهبر پاته شوی ؟ دا هم ناسمه ده ځکه دقدوسي رهبر خو حکمتیار وو ، دی  او وي به ، ملااغاجان تراوسه کله هم داسي مشر نه دی پاته شوی ، چي ملګري دي ورته دمشر اصطلاح وکاروي ، خو له دي سره سره چي قدوسي مکررا  نوموړی  مشر بولي معلومیږي چې  دتاند دغیرمعمولي حرکت غوندی دی هم یو مطلب  لري .

په پښتو کې متل دی  وایي پیر نه الوزي   مریدان یي والوزوي ،  ماته هم دا ګومان دایمان زیان بریښي چې دملامحمدعمر پخوانی ملګری ملااغاجان معتصم به  دطالبانو دامارت په مقابل کې یوه بله سیاسي ډله رامنځته کړي او داکبر اغا دجیش المسلمین  یا ملابخت محمد د ډلې غوندې به لاره ترې بیله کړي ، ځکه اغاصاحب دهغوی په نسبت  هوښیار ، ملتزم  او تریوه حده له سیاسي تجربې برخمن شخص دی .

مګر داچي دکابل دسولې شورا دده په استازیتوب  مقالې او اعلامیې خپروي ، یاقدوسي ته ورته  مریدان یې  دا وړ چکې ورته وهي خودی یې په مقابل کې هیڅ هم نه وایي ، لرې نه ده  چې دده په استازیتوب  همدا مریدان یي دانشعاب او جلا سیاسي ډلي غږ هم پورته کړي ، چې بیا به یي ترټولو ستر زیان ملااغاجان ته رسیدلی وي .

تیره ورځ مې په افغان پیپر سایټ کي یوه مقاله لوسته چي په کي لیکلي وو ملا اغاجان ته دکابل دسولې شورا لخوا هره میاشت لس زره ډالر  اعاشه  او نوري پیسي ورکول کیږي ترڅو دی ورباندي ځانته ملګري پیدا کړي ، دغه راز یوه بل لیکوال نظرمحمد مطمئن تر دي وړاندي په یوه مقاله کي لیکلي وو چي په ملااغاجان باندي دکابل حکومت سخت کار شروع کړی ، دترکیي دسفارت یو استخباراتي کارکوونکی یي د خادم په حیث ورسره ګومارلی ، او دده په نمایندګۍ اعلامیي خپروي ، دا ټولي خبرې تراوسه دنوموړي په رابطه شوي دی خو ده رد کړي نه دي ، که چیري واقعا همداسي نه وی نو ملااغاجان معتصم  باید رسما داخبرې رد کړي .

که راشو په دي رابطه دابوخلیل قدوسي مداخلې ته ، نوموړي ته باید وویل شي ، چي لطفا دي نور له داسي مردارو هګیو جنګولو لاس واخلي ، چي په شیطانت یي حتی ماشومان هم پوهیږي .

د نوموړي لپاره دا بس ده ، چې طالبان په عامه مجالسو کي احمقان بولي ، خو طالبان یي بیا هم دسپیني ږیري خیال ساتي او تراوسه یي په طرف کومه ډبره نه ده ورویشتلي ، که چیري نوموړی دسوله ایز سیاسي حرکت په ارمان وي  نو دا ډول حرکت خو دارغندیوال او خالد فاروقي لخوا تیار پیل شوی دی ، بل حرکت ته څه اړتیا ده ، ور دي شي په هغه کي دي داخله واخلي .

قدوسي چي دخپلې لیکنې په لومړۍ لیکه کې جګړه  ترټولو ستر ناورین او بدمرغي بولي باید په دې پوه شي چې دیرغل په مقابل کې روان خوځښت  دکابل دتنظیمي لړایي  غوندې جګړه نه بلکې في سبیل الله جهاد دی ، چې نه ناورین دی او نه هم بدمرغي ، بلکې داعلاء کلمة الله لپاره  ترټولو ستر دیني عبادت دی .

په پای کې باید قدوسي صاحب ته ووایم چې دافغانستان اسلامي امارت  دزرګونو سپیڅلو شهیدانو په وینو پالل شوی او ساتل شوی ، یو افغان شموله  جهادي بنیاد دی ، چې د څو تنو  افرادو په پس پسي باندي خبریږي لانه ، څه داچې استحکام ته یي زیان ورسوي ، او ورسره دا مشوره هم ورکوم چې داغاجان یاځینو نورو غوندې له امارت نه په عزل شویو یا مرورو کسانو پسې دي ډیر ځان نه سریښوي ، که دی دا خیال کوي چې دحکمتیاردحزب  په ګټه څه به څه شی شعوري یا غیرشعوري ترې بود کړی نو داخیال دي اوبو ته ووایي ، قدوسي چي په عربو کې دشاتو ښه غوړ کاروبار لري ، شاید دملااغاجان د آیفون مبایل تحفې یا کوم بل امتیاز ته ضرورت ونلري ، نوځکه یي دسکایپ بنډارونه دکوم بل غرض لپاره ښکاري .

که قدوسي غواړي دخپل محترم پلار غوندې پاک او سپیڅلی ژوند تیر کړی نو باید  په داسې لارو کې خپل ځان، اهل او موټرګی ستړی نه کړي ، چې دکعبې په ځای ترکستان ته تللي وي .

فضل ربي  سهیلي

{jacomment off}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x