نظــر

رسنۍ باید خپل ژورنالیستک رسالت درک کړي!

شاهد غزنيوال

له تیرو پنځو ورځو راهیسي په کلیوالو او نړیوالو رسنیو کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد (منصور ) د وژل کیدو هنګامه ډیره ګرمه وه.

دا شائعه چې د ګډ حکومت د یوشمیر لوړ پوړو چارواکو له لوري په دستوري ډول ځینو رسنیوته په خوله ورکړل شوه وه هغوی يي وکالتا خپرولو او ګرمولو ته ملا وتړله .

یادې رسنۍ د دې وهمي شائعې په خپراوي کې دومره مخته ولاړې چې د ښاغلي منصور د وژل کیدو د متیقن کولو ترڅنګ یې د طالبانو لپاره نوی امیر هم وټاکه او د هغه ټاکنه يي د طالبانو د ویاند له مطلق تردید سره سره د طالبانو د مخابرو له لارې هغوی ته ابلاغ کړې اعلان کړه.

دا شائعه په داسې مهال کې رسنیو ته په خوله کې ورکړل شوه چې د داعش د ملاتړ په اړه د ارګ او ولسي جرګي د مرستیال ترمنځ ناندرۍ خپل اوج ته رسیدلې او د ولسمشر او اجرائیه رئیس د ټیمونو ترمنځ بي اعتمادي مخ پر زیاتیدو ده.

د هیواد په دغسي بحراني شرائطو کې رسنۍ باید د مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره د وخت حساسیت درک کړي او د خپل هیواد هغه واقعیتونه چې اجنبي جهات يي د پټولو کوښښ کوي خپل ولس ته په واقعي ډول منعکس کړي. نه داچې رسنۍ هم په پټو سترګو او یا د هیواد د قضیې د ښکیلو لورو د مادي تطمیع په مقابل کې یو د بل په ګټه یاتاوان بي بنیاده شائعات خپاره کړي.

دا سمه ده چې دا ډول خیالي شائعې به په حکومت پوري تړلیو رسنیو لپاره په آني ډول یو ډول بوختیا وي چې د خلګو اذهان ورباندې مصروف کړي ، مګر شائعه خو هسي د یوه مصنوعی غبار په حیث د حقیقت په فضاء کې هیڅ ډول ثبوتي وجود نه لري چې د تل لپاره ورباندې د خلګو قناعت تر لاسه کړي.

له بده مرغه نن زمونږ هیواد په داسې بدو شرائطو کې قرار لري چې ولس د هیواد په ټولو سیاسیونو باندې خپل باور له لاسه ورکړي ، یواځې هغه رسنۍ چې له دولتي تقرب نه لیري په مسلکي ډول د هیواد ځمکنۍ حقائق منعکسوي د ولس په منځ کې خپل اعتبار تر یوې اندازې ساتلی دی.

دا چې ځینۍ رسنۍ له یوې خوا په شعاري ډول ځان د پیښو ریښتیني هنداره معرفي کوي او له بلې خوا د حاکمو لورو د مادي تطمیع په مقابل کې داسې بي سنده شائعات خپروي چې په واقعیت يي تر بل هرچا له مخه دوي بي باوره وي واقعا چې د صحافت او ژور نالیږم له مهني رسالت سره ستره جفا کوي.

هرڅوک او هره رسنۍ که غواړي پر خپل ځان د خلګو او ولس باور تر لاسه کړي هغه باید د زر او زور له فشار پرته خپل رسالت او مسؤلیت پوره کا … بي اساسه شائعات له خجالت او ناکامي پرته هیڅ ګټه نه لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x