داعش په يوه مياشت کې ۸۰ ميليونه ډالر لاس ته راوړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۴ ل):داعش ډله چې عراق او سوريه يې د زيات فعاليت هيوادونه دي د انګلستان يوه مالي شرکت ددوی د عوايدو په اړه راپور خپور کړی .

د انګلستان مالي شرکت په خپل خپور شوي راپور کې ليکي چې داعش ډله په يوه مياشت کې ۸۰ ميليونه ډالرعوايد تر لاسه کوي .

د يادو عوايدو نيمه برخه يې هغه دي چې تر خپل لاس لاندي سيموکې يې له خلګو ټولوي .

راپور څرګندوي سربيره پر دې چې داعش ډله په جګړو کې هم مالي لاسته راوړني لري خو ۴۳٪ عايد د نفتو او نورو موادو د پلورلو له لاري تر لاسه کوي .

څه وخت وړاندي يو راپور څرګنده کړې وه چې داعش هره ورځ د دريو ميليونو ډالرو نفت پلوري .

پاته دي نه وي چې داعش ډله دا عوايد د بريښنا او تاريخي اثارو د خرڅولو نه هم تر لاسه کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د