افغانستان

د وردګو قومي مشرانو حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو قومي مخورو د یوې اعتراضيه ناستې په ترڅ کې ګډ حکومت ته د سید اباد د پېښې د عاملینو د محاکمې لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړ.

په دې ناسته کې چې د وژل شويو وارثينو، قومي مخورو او په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازیو ګډون کړی و، په پلازمېنه کابل کې د تېرې جمعې د پېښې په تړاو جوړه شوه وه.

تېره جمعه – لېندۍ ۱۳مه – د ميدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو له لوري پر یو مسجد توغنديز بريد وشو، چې پکې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي وګړي شهیدان او څلور نور ټپيان شول.

تېره ورځ د ودرګو قومي مخورو په ګډ حکومت غږ وکړ چې په ۱۵ ورځې د ننه کې دې د دوی د اولادونو قاتلین پیدا او علني محاکمه کړي.

په ولسي جرګه کې د ميدان ودرګو استازی شېرولي وردګ مني چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د ملي اردو ځواکونو په ياد ولایت کې ورته ډېرې کړنې ترسره کړې دي، چې هغه يې علت ژبنی او قومي تعصب ګڼي.

ودرګ وويل چې په ميدان ودرګو کې د ملي اردو دویم کنډک له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې فعالیت کوي چې د ژبني او قومي تعصب له امله يې خلک پر حکومت بې باورۍ ته اړ کړي دي او د ظلمونو او وحشتونو له امله يې ولس زړه توری کړی دی.

د غونډې ګډونوالو ګواښ کړی چې که په ټاکلې موده کې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي چې د کابل ـ کندهار لاره به مطلقه وتړي.

وړاندې تر دې هم د وژل شویو وارثینو او د سیمې اوسېدونکو ګواښ کړی و، چې که دولت د اردو په لیکو کې د دوی د زامنو قاتلین محاکمه نه کړي، دوی به دغچ لپاره وسلې ته لاس کړي.

ياده دې وي تېر کال هم په همدې وخت کې د سید اباد په شنیز سیمه کې د ملي اردو عسکرو یو تن ۷۰ کلن سپين ږېري له طالبانو سره د همکارۍ په تور په ډزو وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x