افغانستان

پکتيکا: طالبانو د ۴۲ تنو امنیتي ځواکونو د مرګ ـ ژوبلې دعوه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا د وړممۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې خونړۍ جګړه کې درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

وسله وال طالبان وايي چې دوی پر هغه مرستندویه کتار بريد کړی، چې وازېخوا ولسوالۍ ته په لاره وو.

طالبانو وړاندې ويلي چې دې مرستندوی کتار غوښتل د وازې خوا ولسوالۍ ته ځان ورسوي، کومه چې له تېرو ۴۰ ورځو راهیسې د طالب ځواکونو له لوري تر محاصرې لاندې ده.

جګړه تېر مازيګر پیل او تر تياره ماسختنه يې دوام وکړ، چې د عیني شاهدانو له قوله کتار د درنو تلفاتو په لیدلو سره شاتګ ته اړ شو.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي چې په دې جګړه کې يې ۳۰عسکر وژلي او ۱۲ نور يې مرګوني ټپيان کړي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د وژل شويو عسکرو جسدونه اوس هم د هندي په کلي پاتې دي او پر دې سربېره يې «د بریدونو په دوام کې ۵ ټانکونه، له خوراکي توکو او مهماتو بار۲ ټيلر موټر او ۳ رینجر موټر په انفجارونو او مخامخ بریدونو کې له منځه لاړل چې په سیمه کې سوزیدلي پراته دي.»

د پکتیکا امنيتي مسوولینو په وړ ممۍ کې د جګړې تاييد کړی خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x