شعـــــرونه

بې با ك شاعره!

بې با ك شاعـره! انځــــــــــورونه لــه سنګاره اخلي
شيطان دي مل دى اوخـوندونه لــه دې کاره اخلې

بهــانه داكـــوې چي ستـــايمـــه تخـــليـــق دخـــالــق
اصلا په  شعــــر كي  حيـــــــا لـــه  حيــــــا داره  اخلې

كله ســرې شــونډې نرئ مـــلاكلـــه باړخــــو يادوې
كلــــــه خــالـــونه يادوې شـــال لـــه رخســاره اخـــلې

دا اوس ادب دى ته اوخداى په اسلامي حـريم كي
چي په سندره كي لګـــيـــايې خـــولـــه لـه ياره اخلې

ستـــاپه فاســـدوتشبيــهــاتـوماشــوم څـه پوهيږي
چي مـــحــبـــوبه ترســـره پالنګـــه په نهـــاره اخـــلې

مست   شـــرابونه   ډك   جـــامــــونه   اود ډمې نـــڅا
درست حـلال بــــولې او مـــزې هـــم له سيـتاره اخلې

دپايزيبـــوشرنګي ته ځـــانګې الله هــو دي هير دي
دحــرام عشـــق دپــاره تــوان له كـــردګاره اره اخلې

چيرته دي خيـــال كي شهيدان او غـــازيان درنغـلو
ميــنــه ده ته يې انتـــظـــاردى پـــل تــــرداره اخـــلې

والله غـــريب   يې چي خـــفـــه دي لتـــــا لــلى الهـام
دالـوڅ  شعـــرونه  لـــوڅ   رازونه  لـــه  بازاره اخــلې

سيداحسان الله الهام  2013/03/27

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x