د کندهار بريد: چارواکي د دوه بريدګرو او طالبان د ۳۵ پوليسو دمرګ ژوبلې ادعا کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷، ۱۳۹۴ ل): د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت د نهمې ناحيې د پوليسو پر اوولسم ماموريت بريد د دوه تنه وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

دغه بريد تېره ورځ د شپې شاوخوا اووه بجې هغه مهال پيل شو چې د پوليسو ياد ماموريت ته دوه تنه وسله وال طالبان ننوتل او له پوليسو سره يې جګړه پیل کړه.

بريد ګر چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وو وتوانيدل چې تر دوه ساعتونو له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړي چې له دوه ساعته جګړې وروسوته د چارواکو په وينا وسله وال ووژل شول.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضياء درانی وايي چې په دغه بريد کې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

د پېښې مسؤليت طالبانو په غاړه اخيستی او تېره شپه نهه بجې چې د جګړې دوه ساعتونه وتلي طالبانو وويل چې جګړه لا دوام لري چې له امله يې ۳۵ تنه پوليس وژلي او ټپيان کړی دي.

طالبانو په خبر پاڼه کې دا هم ويلي چې د بريد سيمې ته د تازه دمو کوماندويي عسکرو له ورتګ سره سم يې ورسره جګړه پيل کړې خو تر دا مهاله يې د بريد په اړه وروستي معلومات نه دي خپاره کړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د