افغانستان

نور پر جاوید کوهستاني د ناشوي برید غندنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ والي او د شمالي ټلوالې پخواني جنګسالار عطامحمد نور تېره شپه د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره پر جاوید کوهستاني نا شوی برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي دي چې دغه پيښه یو ځل بیا دا جوتوي چې د افغانستان د مشهورو څیرو د وژلو هڅه کیږي.

نوموړي پر حکومت نیوکه کړې چې د دومره لوی وسلوال پوځ په لرلو سره په کابل کې د ننه هم دغه شخصیتونه خوندي نه دي چې له کبله یې د حکومت پر چوپتیا سوالونه را پورته کړي.

نوموړی سوال کړی چې ایا حکومت د دې منتظر دی چې ولس یې پر وړاندي پاڅون وکړي؟

باید وویل شي جاوید کوهستاني تیره شپه ادعا وکړه چې د ده پر کور د یوه پلان شوي برید مخه ونیول شوه.

نوموړي ادعا کړې چې یو وسلوال کس د ده پر کور د برید لپاره سیمي ته ورغلی وو، چې خلکو لیدلی او وسلوال کس تر بريد وړاندې په تیښته بریالی شوی.

کوهستاني وړاندې د احمد سعیدي د ټپي کیدو وروسته هم ادعا کړې وه چې د ځینو نورو کسانو په شمول د ده نوم هم د وسلوالو په تور لیسټ کې دی چې هر وخت یې د وژل کیدو هڅه کیدلای شي.

باید وویل شي چې څه موده وړاندي د ګډحکومت سرسخت مخالف او د ډاکټر عبدالله په ضد تبصره کونکی د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په یوه وسلوال برید کې ټپی شوی وو.

نوموړي تر ټپي کیدو مخکي ګډحکومت او په خاصه توګه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله باندي کلکي نیوکي کړي وې.

په کابل کې میشت د سیاسي او رسنیزو چارو یوه کارپوه نن ټکی آسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل د احمد سعیدي د ټپي کیدو وروسته جاوید کوهستاني په داسي افواهاتو خپرولو سره د ځان مشهوره کولو او مطرح کولو په لټه کې دی، چې په دې کار کې د ځینو رسنیو په شمول د شمالي ټلوالي وسلوال او کابل میشتي بدمعاشان هم ورسره مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ما د سعید په اړه مخکی هم دا تبصره لیکلی وه چه د عبدالله او کرزی تر منځ نوی رقابت د سعید د ښکار کیدلو سبب شو ، زه نه پوهیږم چه سعید د التحریر سره څرنګه نزدی اړیکی لری د سعید دریز د التحریر سره ډیر توپیر لری مګر دا چه د افغانستان التحریر هم د داعشیانو په شان د کاسی لاندی نیم کاسه وی . د سعید اصلی دشمنی د کرزی د خاطره چه ده ته یی لوړپوړی جوکی ورنکړه کرزی ته یی پناه یووړه او له هغه ځایه یی د عبدالله په مقابل کی د التحریر د… نور لوستل »

ساپی

ساپی
زه نه پوهیږم ځینی کسان دشخصیت کیش په ناروغئ مبتلاءدی اودمحتلفولاروچاروغواړی چی ځان په ټولنه کی دیوی لاری مشهورکړی داکوهستانۍ دی که ریگستاني دی ولله که یی دپوهی اوملک خواخوږی کسان دئ دخروچلونکو په صف کی هم حساب کړی بس یوجانی اوخاین بل جانی اوخاین تعریفوی اوملاتړ اوخواخوږی ورسره ښئ اودشهرت پوړوته یی پورته کوی خووس دافغانستان ملت ښه اوبد ترپخواء ښه پیژنی زماداند دازادئ دلاری لارویان دهرکدوکریړه سره کارنه لری داکارپخپله دشراوفساد دډلي ټپلی لخواء سرته رسول کیږی ځکه چی ددوو سره یی رارونه وی چی رسواء نه شی.

یاسر

سلام گرانوورونوداسی کسان لکه کوهستانی چی په دوراوغوکی ده دیروته ماته ورکری زکه دیرشه دوراغ اوپه شه دول سوک چی نه پیژنی وای دغه به نوتوله دورشتیاوایه اوده ده دورواغ داسی دیردی چی دورشتیایه دیرکم پرخوله رازی اوطالبانومعلومات داسی وایه چی بیا خپل په خبروشرمیژی هم نه چی دین نه وی شرم چیری دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x