ادبي لیکني

اوف بېلتونه !

رحمت الله حکیمي

دزړه مراندې مې سستېدلې ، خبر نه وم ، چې د دریالسمې خونې دګلونو
استاذانو له ډلې څخه یو ګل د دریو میاشتو دپاره دګلونو له کتاره بېلتون
له ځانه سره وړی و.

یوازې یې په خونه کې راته دمېنې ، صمیمت اوملګرۍ خوږ
وږم پرېښی ؤ ، چې شېبه پر شېبه یې سترګو راته داستاد محمد غني راغب هغه
معصومه زړه بوږنوونکې څېره دروله ، چې دفکري انانیت پرمټ یې دبلواکۍ په
ګرم اور اوبه شېندلې.

دراغب صاحب د( الله ولي ) تکیه کلام دکوټې ټول
ملګري ښکلول ، دهر یوه څنګ ته به یاده جمله غلې غلې کېدله په ډکه اوخندا
وره خوله به دا خیالي جملې ترې راوتلې :
بېلتونه ! دا ځل دې دا عمر دومره لنډه شه چې زه
په لمــن اوښکې پاکوم اوجانان بېرته راشي

استاد سعید صاحب ، حینفي صاحب اویوسفزي صاحب دملګري په نشتون سره دمینې
اوصمیمیت په هغه سیند کې ځانونه لاهو کړي ، چې له ډېره چوپتیا سره یې
دتوتکیو ، زآڼو اوهیلیوشورماشورته غېږه خلاصه کړي وي اوپه خپله پراخه
سینه ورته دالوتلو ځای ورکوي.

کله وارې به خواږه استادان غوږ غوږ شول چې
کوندې بیا داستاد راغب صاحب تکیه کلام ( دالله ولي ) دبڼو په څوکو زموږ
دزړه دروازې راوټکوي ، ناڅاپه دښاغلي راغب صاحب تلیفون راغی ، چې دګوشۍ
له سپېکرو نه یې د خپل خوږ اوجذاب غږ په څپو کې د دیارلسمې خونې ټولو
استاذانو ته هغه برندې سترګې راواړوې چې تل دسبیل الله ګردونه پرې پراته
وي په اشاره یې پوه کړو چې :

نه په ځمکه باوري نه په آســمان یم
زه که ځان یم په یارانو باندې ځان یم

زړونو دالله پامان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x