نظــر

دلته انسان؟ که ډالر؟

تېره پنجشنبه ننګرهار ته پر لاره سروبي کې لږ ساعت تم شوو، هلته د څړک پر غاړه ډېر خلک را ټول و او ټولو د ډنډ ولاړو اوبو ته کتل، چې ورښکته شوو ټول خلک حيران ولاړ و له پوښتنې وروسته راته وويل شول چې نږدې نيم ساعت وړاندې يو کرولا ډوله موټر چې له تورخم څخه کابل ته روان و له څړک نه واوښت او له سپرلۍ سره په دغه ځای کې ډوب شو، له ډوبېدو سره سم ټولې (څلور) سپرلۍ وتوانېدې چې له موټر څخه د اوبو سر ته ځانونه را وباسي، خو دا چې دوه وو يې لامبو وهلای شوه وتوانېدل چې ځانونه وچې ته وباسي او هغه دوه نورو بېچاره ګانو څو دقيقې لاسونه ووهل خو هيڅوک نه و چې د مرستې لاس ورکړي،

هماغه و چې له څو دقيقې لاس وهلو وروسته دواړه نږدې لس متره وچې ته نږدې ډوب شول، هلته مې له يو بل تن څخه پوښتنه وکړه چې دولتي چارواکي را خبر کړي هغه په خندا کې راته وويل: هغوی راغلي و خو ويل يې چې دلته نه ډالر شته او نه کلدارې، څو دقيقې د عامو خلکو غوندې ولاړ و او بېرته ولاړل.

په سبا مې له يو ځايي دکاندار څخه په تيلفون پوښتنه وکړه ويل يو مړی يې څلور ويشت ساعته وروسته را ويوست او په بل پسې عام خلک ګرځي.

ويل بېګا شپه يې وارثانو د اوبو پر غاړه په داسې حال کې ورته تېره کړه چې د زړونو درد يې يوازې الله حس کولای شو.

دلته د مادياتو په مقابل کې د انسان ژوند هيڅ ارزښت نه لري، که هلته د دغو دوو تنکيو ځوانانو پرځای په يوه کڅوړه کې يو بنډل ډالر وو، کيدای شي ډېرو پرې سرونه مات کړي و خو دا چې هغه کم قيمته توکی و؛ ځکه چارواکي او هغه خلک چې په وس يې پوره وه ټولو يې يو ډول ننداره کوله.

همدا لامل دی چې له دې برخې څخه کدرونه د کرې بلې برخې ته کډه کوي او يوازې ماده پرستان او داړه ماران را پاتې دي.

عبد الحق حماد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x