ادبي لیکني

د حمدالله حلميار درې کيسه ګۍ

حمدالله حلميار

نعمت:
د سترګو له جراحي عملیاتو وروسته ډاکټر دعملیاتو بِل ناروغ ته ونیو…
ناروغ دبِل په لیلدو سره په ژړا شو
ډاکټر: اکا ژاړه مه په پیسو کي به څه نور مراعت هم درسره وکړم…
ناروغ : دې ته نه ژاړم چي د عملیاتو بِل ډیر ده…ژاړم دې ته چي الله جل جلاله پنځه اویا کاله راته دلیدلو نعمت راکړی وو خو بِل یي نه وو را لیږلی…

سړیتوب:

یوه ځوان پر سړک یوه سپین سرې په سایکل ووهله، ځوان ددې پر ځای چي هغه راپورته کړي او یا بخښنه ترې وغواړي، ورباندي ویي خندل او روان شو، خو سپین سرې ښځې له شا ورپسې غږ کړ: وا ځوانه! څه شی درنه ولویدل…
ځوان راوګرځیدی او شاوخوا یي کتل تر څو هغه څه ومومي چي ورنه لویدلي وو، سپین سرې ترخه موسکا وکړه او ورته کړه یې: له تانه سړیتوب لویدلی، اوس ورپسي مه ګرځه نه یي شي موندلای…

ماشومتوب:
پینسل یې پر منځ دوه ځایه کړ،نیم یې ورور ته ورکړ د دوهم پینسل په پیسو یې هم ایسکریم واخیستل.
په فخر یې به مجلس کې وویل: دا ښځې لکه د پښو پایزار، چي زاړه شي بدلوه یې…
ما ورته کړل: ته سم وایې!
چاته چي ځان پښه ښکاري… او موږ ته چي د سر تاج ښکاري!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x