افغانستان

د امنيتي مسوولینو د احصايي له مخې طالبان نشته؛ جګړه شته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د امنيتي مسوولینو د وروستۍ احصايې له مخې په روان کال کې وسله وال طالبان بشپړ ختم شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال قدیم شاه شهیم وايي چې د جنګېدونکو طالبانو ۴۰ سلنه هغه څوک دي چې له زندانونو خوشي شوي دي.

نوموړي د مشرانو جرګې له غړو سره په خبرو کې وویل چې نوموړي پخپله د ولسمشر په فرمان يو زر او څو سوه تنه طالب جنګيالي له زندانه خوشي کړي دي.

په ورته وخت کې د امنيتي چارو ارشد معين ایوب سالنګي په تازه څرګندونو کې ويلي چې په روان کال کې يې ۳ زره طالب جنګيالي وژلي، ۲ زره نور يې ټپیان کړي او ۲۴۴ تنه يې ژوندي نیولي دي.

د ماليې وزارت پخوانی مشاور او د ملي امنیت شورا اوسنی کارکوونکی نجيب منلی د دې دواړو امنیتي مسوولینو د څرګندونو پرتله کړې، او وايي چې هره ورځ ۳۰-۴۰تنه امنيتي ځواکونه د ارواګانو له لاسه «شهيدانېږي.»

نجيب منلی لیکي: «اوس که یو زر او څو سوه، یو زر او نهه سوه فرض کړو او دغه کسان ټول بېرته د وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي وي او دا د جګړه مارو په سلو کې څلوېښت وي نو ټول جګړماران به یو زره او نهه سوه تقسیم په څلوېښتو ضرب په سلو کې 4750 تنه وي.»

په ورته توګه د ایوب سالنګي د څرګندونو له مخې په ټول کال کې امنیتي ځواکونو ۵۳۴۴ تنه طالب جنګيالي د جګړې له کرښې لرې کړي دي، چې په دې ډول سره د ۴۷۵۰ تنو طالبانو له ډلې ۵۳۴۴ تنه وژل شوي، زنداني شوي او ټپيان شوي دي، چې د نجيب منلي په وينا «تیجه به دا شي چې اوس د طالبانو د جګړه مارو شمېره د منفي ارقامو خوا ته چکر وهي او زموږ زړه ور سر تېري یوازې د اشباحو له لاسه د ورځې دېرش او څلوېښت شهیدان کېږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م ص

څومره خوندور خبر دی!!!!!!!!!!!!!!!!!!

الحاج استا ذ بیانزی

که تاسی د زور اور او کمزور ی جنګ ته پام کړی وی ، زوراور وهل او ټکول او کمزوری چیغی ، ښیری او کنځل کوی ، دغه غلامی ، بی کفایتی او فاسدی اداری غړی چه د دوه خرو اوربشی یی نه شوی بیلولی ، اوس یی په هغه کرسیو کینول چه هلته د زر ، زور او زیور دری واړو کمی نشته ، لکه ماشومانو یا لیونیانو ته چه پیسی او وسلی ورکړی هغوی پری تل بی ګناه او بی دفاع خلک د مزو د پاره وژنی او کله پری حتی ځان هم وژنی ، خو د دشمن… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x