fbpx

کندهار: ترافيکي پېښه کې پنځه تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي چې پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې د ميوند ولسوالۍ تورې پوستې سیمې ته څېرمه رامنځ ته شوه.

د هغه په خبره پېښه د ټيلر موټر او ډاټسن موټر منځ شوې ده، چې پکې پنځه تنه سپرلي وژل شوي دي.

د امنیه قومندان د وياند په قول پېښه د کندهار ـ هرات په سړک شوې ده، چې له پېښې وروسته د ټيلر موټروان د پېښې له ځآیه تښتېدلی دی.

د هغه په خبره د پېښې د ښې پلټنې لپاره يې سیمې ته ډله لېږلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د