افغانستان

لغمان: ۹۰۰۰ کورنیو ته به د برېښنا اسانتيا برابره شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د لغمان ځايي چارواکي وايي چې د برېښنا د امریت پر دريو ټولګټو پروژو يې کار پیل کړ، ټولې يې ۲۲۳ ميليونه افغانۍ ارزښت لري.

په دې پروژو کې د لغمان اوسېدونکو ته د برېښنا رسول چې ټول به ۹۰۰۰ کورنو ته برېښنا ورسېږي او د برېښنا د امریت لپاره د درې پوړيزې ودانۍ جوړول شامل دي.

د دې پروژوې د پیل په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني، د برېښنا شرکت عمومي رییس احمد شاه ساحل، د سیمې مخورو او د ولایتي شورا استازیو ګډون کړی و.

د دې پروژو له ډلې يې لومړۍ مرکز او قرغيو ولسوالۍ ته ځانګړې شوې چې د ۱۵۴ ميليونو افغانيو پر ارزښت به ۴۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورسول شي، چې چارې به يې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

دویمه پروژه کې به هم مرکز او شاوخوا کلي شامل وي چې په شپږو میاشتو کې به بشپړ او ۵۰۰۰ کورونو ته به د ۶۰ ميليونو افغانيو پر ارزښت برېښنا برابره کړي.

درېيمه پروژه کې به د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي کې د لغمان د برېښنا امریت لپاره درې پوړیزه ودانۍ جوړه شي، چې چارې به يې په نهه ماشتې کې بشپړې او ټول ټال به پرې ۹،۴ ميليونه افغانۍ لګښت وشي.

د لغمان والي، د شورا استازيو، قومي مخورو او د سيمو اوسېدونکو د دې پروژو پر پیل خوښي ښوده او ټينګار يې وکړ چې کار بايد په ژمنه کړی شوي وخت کې بشپړ او پروسه يې بايد شفافه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x