نړۍ

پاکستان: اسيا زړه کنفرانس افغانستان کې د اوږدمهاله امنيت په موخه جوړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د «اسيا زړه» کنفرانس سيمه کې د اوږد مهالي امنيت د ټينګولو په موخه جوړ شوی دی.

سرتاج عزيز پلازمېنه اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس ته په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل، چې د اسيا زړه هېوادونو غړي د سيمې امنيت لپاره جدي کارونه کوي، چې له امله به يې د سيمې او افغانستان امنيت د اوږدې مودې لپاره ټيڼګ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي هم اسیا زړه کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د سيمې امنيت له افغانستان سره تړلی او بې ثباته افغانستان هېڅکله د اسيا په ګټه نه شي کېدای.

د اسيا زړه پنځم کنفرانس نن سه شنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې پيل شوی، چې د پاکستان، افغانستان، هند، چين، روسيې، ايران، ترکيې، سعودي عربستان، محتده عربي اماراتو، کرغزيستان، قازاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيران يا نور لوړپوړي چارواکي په کې ګډون کوي.

د افغانستان له لوري د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن دې کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته رسېدلی او سبا د غونډې په دويمه به د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.

د اسيا زړه کنفرانس څه شی

دغه کنفرانس ۲۰۱۱م کال کې د افغانستان او ترکيې په هڅو پيل شو، چې موخه يې د مرکزي، سويلي او منځنۍ اسيا هېوادونو په مرسته او همکارۍ افغانستان کې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره عملي کارونه او هڅې دي.
اسيا زړه کنفرانس کې د هند د بهرنيو چارو د وزيرې او افغان ولسمشر ګډون د نورو په پرتله ډېر پام وړ بلل کيږي.
په لومړيو کې هندي چارواکو د پاکستان په کوربه‌توب دغه کنفرانس کې له ګډونه انکار کړی و، مګر وروسته د پاکستان په ډيپلوماتيکو هڅو د هند بهرنيو چارو وزيرې شمسا سوراج دغه کنفرانس کې د ګډون اعلان وکړ.

په عين حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پاکستان سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې ځنډولې وې او اعلان يې کړی و، چې له دې وروسته به پاکستان سره د سولې په اړه هېڅ ډول خبرې اترې ونه کړي.

د څارونکو په اند دوه اوونۍ وړاندې د پاکستاني ملتپالو ګوندونو سياسي مشرانو کابل ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر غني راضي کړی و، چې پاريس کې د پاکستان صدر اعظم نواز شريف سره وګوري.

سره له دې، چې اشرف غني پاريس کې د چاپيريال ساتنې په نړيواله غونډه کې له نواز شريف سره کتلي و، مګر اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په اړه يې د نواز شريف بلنه نه وه منلې.

ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې اشرف غني دغه کنفرانس کې د امريکا او چين په غوښتنه ګډون کوي او دغو هېوادونو ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې اسلام اباد سره د اړيکو د بيا پيلولو او اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون له لارې به افغانستان کې سولې ته زمينه برابره شي.

د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې هند يې ګاونډی هېواد دی، هر کلی ورته وايي او له هنده يې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان سولې او پرمختګ پاکستان سره په ګډه همکاري وکړي.

د څارونکو په اند هند او پاکستان خپلې سيالۍ او رقابتونه په افغانستان کې پالي او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره، رسنۍ او ولس د خپلو ګټو لپاره وکاروي، چې دا کار د افغان ولس د اوږد مهالي راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x