نړۍ

امریکايي ژورنالست د سوريې د ازاد فوځ د قومندان سره تر مرکې وروسته اسلام راوړ

نن ټکی آسیا: د سوریې ازادي غوښتونکو مجاهدینو په دې وروستیو کی د امریکايي ورځپاڼي نیویارک ټایمز د خبریال انځورونه نشر کړی، او ویلي چي د یو قمندان سره یې تر یوه ساعت مرکې وروسته اسلام قبول کړی.

د مفکرة الاسلام په نامه عربي ویب پاڼي په خاص خبر کی راغلی چي د سوریې د ازادی لپاره جنګېدونکی دغه مجاهد عبد القادر صالح نومیږی، او لواء التوحید په نامه د یوې غټي ډلي مشر دی.

د عبد القادر صالح په اړه ویل شوي چي د پخوا څخه یی تجارت کي کار کوو، او په خپله سیمه کی د یو محترم او باصلاحیته تاجر په توګه ورته کتل کیده،

خو په سوریا کي د بشار الاسد د ظالم او دیکتاتوري نظام په ضد د پاڅون وروسته د عبد القادر نوم د یو باصلاحیته او وطن دوست په قومندان په توګه په سیمه کي وځلید، او ورسره د لواء التوحید په نامه د یوې غټي ډلي مشري ور له غاړي سول، چی اوس د حلب او شاوخوا سیمو یی پراخ کنټرول لري، او هم یې په سیمه کي د پاڅون کونکو مختلفي وړې ډلي سره یو ځای کړی، او ټولي ډلي د لواء التوحید په نامه تر یوې ډلي لاندي اوس کار کوي.

د نومړي عکس د امریکايي ژورنالست سره په فیس بوک کي د سوری د ازادي غوښتونکو له خوا د خبر سره نشر سوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x