ټولنیزه برخه

د ښو بدل ښه وي

HowardـAtwoodـKellyهوردکیلي (Howard Atwood Kelly) یو مسکین ماشوم و . په کورونوبه یې سامان خرڅاوه څو د درس لګښت برابر کړې ، یوه ورځ یې دخپل کارپه مهال جیب ته لاس کړ ایله لس سینټه یې په جیب کې وو ، په دي یې ګیډه نشوی مړولی نو له ځانه سره یې کړه چې له کوم کورنه به د خوړو څه وغواړم ، یوه کورته یې دروازه ور وټکوله یوه تنکۍ پیغله ورته راووتله ، کیلي وشرمیدی او د خوراک غوښتنه یې ونشوی کړی ، دڅښلو اوبه یې ورنه وغوښتلې ، نجلۍ یې له څیرې نه لوږه وپتېیله او یو ګیلاس شیدې ورته را وایستلي ، کیلي په خوند خوند شیدې وڅښلې او نجلۍ ته یې وویل : ګیلاس په څوده ؟ هغې ورته وویل : موږ ته مور ویلې دي چې دښه کارپه بدل کې له چا نه پیسې مه اخلﺉ ،

کیلي ډیر خوشاله شو او له نجلی نه یې د زړه له کومې مننه وکړه .

څو کاله وروسته دا نجلۍ په خطرناکه ناروغې اخته شوه ،دسیمې ډاکټران یې له درملنې عاجز شول اودښار روغتون ته یې ولیږله ، د دي دعلاج له پاره ځانګړې متخصصین راوبلل شوو او ډاکټر هورډ کیلي هم راغوښتل شوی و څو د دي میرني په نادر اوخطرناکه ناروغي مشوري وکړې اودرملنه یې وکړې . ډاکټر کیلي چې دناروغ دسمیې نوم واوریده په زړه کې یې څه تیرشول ، سمدستې دناروغي خونې ته ورغی ، هغې که څه هم دروغتون جامې اغوستې وې خو ډاکټر کیلې سمدستې وپیژندله چې داهماغه نجلۍ ده چې ده ته یې یوګیلاس شیدې ورکړې وي ،

ډا کټر کیلي له خوني ووت او له ځانه سره یې غوټه کړه چې په درملنه کې به یې خپل ټول وس لګوې ، لنډه داچې ډاکټر کیلي د ناروغ په درملنه کې هیڅ هم ونه سپمول او له زیات علاج او ډیرو شپو وروسته ناروغه ښه شوه او دکیلي خواري ضایع نشوه ،

په ناروغ باندي دشوې لګښت بیل د روغتون اداري تیار کړ او ناروغه میرمني ته له ورکولو مخکي کیلي ور واخیست ، ویې کوت او د بیل په یوه څنډه یې څو کرښې ولیکلې . او د ناروغي خوني ته یې ور ولیږه ، ناروغه د روغتون بیل ته ډیره په اندیښنه کې وه او ویریدله چې پاته ژوند به یې د دې بیل په پریکولو کې ولګیږې ، کله یې چې بیل ورته راوړ . هغه یې په لوستلو بوخته وه . طبعا په بیل کې ډیرې زیات لګښت لیکلی و او د ناروغي اندیښنه بیځایه نه وه ، خو دلیک ځنډې ته یې چې پام شو هلته دالاندې کلمات لیکل شوې وو :

د یوه ګیلاس شیدوپه بدل کې ټول بیل پریکړل شوی ده !!
لاسلیک : هورډ کیلي .

ایا دښو بدل له ښوپرته بل څه وې ؟. دا دقرانکریم یو ایت دی : هل جزاء الاحسان الا حسان . کوم انسان چې  سلیم او روغ عقل لرې او له غوره اخلاقو برخمن وي

هغه د یوچا ښیګڼه هیڅکله نه هیروي اود ښو بدل خامخا په ښو سره ورکوي ، متاسفانه موږ ډیرۍ انسانان د ښېګڼه کونکو ښېګڼه ډیر ژر هیروو، هیرول خو لاپریږده

ډیرځله له خپل محسن سره بدچلند هم کیږي ،اخرښیګڼه کوونکی په خپلو ښو پښیمانه شې او ځکه خو وایې : ښه مکړه بدنشته . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x