افغانستان

طالبانو د هلمند د خانشین ولسوالۍ پر مرکز سخته جګړه پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې یوځل بیا د افغان او طالب ځواکونو ترمنځ سختي جګړې پيل شوي او درنه مرګ ژوبله له ځانه سره لري.

د خانشین ولسوالۍ څخه په تازه ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي چې طالب ځواکونو د خانشین ولسوالۍ پر مرکز سخت بریدونه پيل کړي او درنه جګړه دوام لري.

ځینو سرچېنو د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی خو ازادو سرچېنو تراوسه دا خبره نه ده تایید کړي.

د خانشین ولسوالۍ چې د هلمند ولایت په سویل کې پرته ده د همدې ولایت د شمالي ولسوالیو په نسبت ارامه او له جګړو خلاصه ولسوالي وه خو په دې وروستیو کې جنګ جګړې پکې ډیري شوي دي.

طالبانو د خپلو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې تېره او وړمه شپه د ولسوالۍ مرکز ته نژدې په پنځه کیلومتری کې یوه قرارګاه او څلور پوستې د پولیسو او ملي اردو د عسکرو څخه نیولي وي او هغوی یې شاتګ ته اړ کړي وه.

په تېرو جګړو کې شاوخوا ۲۰ تنه عسکر وژل شوي چې د ۱۹ تنو جسدونه یې نن د لښکرګاه بوست روغتون ته راوړل شوي او تراوسه خپلو خپلوانو او کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

طالبان د وروستیو جګړییزو تکتیکونو سره توانیدلي چې د هیواد د شمال څخه بیا تر جنوبه وخت په وخت مختلف سنګرونه ګرم وساتي، چې له کبله یې د ګډحکومت پوځي قیادت د ستونزو سره مخ کړی دی.

د طالبانو بریدونه د هلمند ولایت د شمالي ولسوالیو څخه پيل شول اوس د لښکرګاه تر دروازو رسېدلي او په باباجي سیمه کې طالب ځواکونو خپل سنګرونه ټینګ ساتلي او همدارنګه یې په مارجه او نادعلي ولسوالیو کې هم جګړي پراخي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشارت

الحمدلله ډير خوند يې کړی دی .
الله د د مجاهدينو نصرت وکړي ، ان شاءالله د دې خبيثانو او شيطانانو د ظلم ټغير به نور ټوليږي. له دوی څخه به د وردګو ولایت د سيدآباد ولسوالۍ د معصومو او تنکيو نازکو ګلانو پوښتنه کيږي. دوی به حساب ورکوي او ان شاءالله د عدالت پنجې يې نور د مشرانو (اشرف غني او عبدالله ) تر مريو هم رسيدلې دي.
او له الله نه د داسې ورځې غوښتونکي يو چې دا ټول خبيثان يو ځل د عدالت په محکمه کې لاس تړلي ووينو. ان شاءالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x