نظــر

ولس مشرغني ته دالحاج ظاهرجان مشوره!

بسم الله اکبري-

حاجي صاحب ظاهر د خوست ولایت د یعقوبیو ولسوالۍ اوسیدونکی دیوه بي ساري استعداد، سرشار نوښتګر ذکاوت او د یارانه بنډارونو، ځلیدونکي بلینډه او د مجلس نقل دی .

هغه وایې دپاکستان د درغلیو، ټګیو بره ګیو او شیطانیو ډک چارواکي، پولیس او ملیشه مې ډیر ژور او ښه پیژندلي دي هر ځلې به چې پاکستان ته تلم په پاټکونو کې د پولیسو او ملیشو د پلټنو، پوښتنو ګرویږنو د رشوت د اخیستلو په موخه د واسکټ د جیبونو د لټولو او په لوی لاس دهغه په جیبونو کې دمخدره توکو د اچونې له کبله به یې سخت ګواښلم او بې رحمه زورولم.

وروسته پوه شوم چې د دغه ظالم بچیو کار د واسکټ له جیبونو سره دی او تل یې سترګې په جیبونو کې خښې کړي وي. نو بل ځلې پاکستان ته دروانیدو د مخه مې ښه سوچ وواهه او ومې پتییله چې باید دخپل واسکټ دواړو لورو ته جیبونه سوري کړم همداسې مې وکړل دخپل نوي فیشني واسکټ دواړه جیبونه مې په بیخ کې څیري اوسوري کړل او د پاکستان په لورپه بې غمه زړه وخوزیدم کوهاټ ته نیږدې په یوه ښارګوتې کې زموږ د سپارلی موټر ودرول شو او د تلاشی په غرض یې ټول له موټره کښته کړو تلاشي پیل شوه دوه تنو ملیشو په غوسه ناکه لهجه راته غږ کړ مهاجره! دې خوا ته په څنګ کې ودریږه. سملاسي یې راته وویل واسکټ دې دهیرویینو کاروباري ته ورته دی پیسې وباسه پیسې. ورته ومې ویل بې وزلی مهاجر پیسې له کومه کړي یوه پیسه به هم درنه کړم. ویې ویل سلګون خو را کړه او کنه سخته سزا به ووینې. په زغرده مې ورته وویل سلګون څه چې لسګون به هم ونه ګوری. زما ستغ او ځیږ ځواب پرې ښه ونه لګیده دواړو له موټره یوي ډ ډې ته ټیل وهلم او راته ویې ویل د هیرویېنو او پوډرو سوداګره دخپل عمل جزا به ووینې.

دڅنګ تاڼې ته په کشولو، کشولو یې په خورا چل او ځیره کی زما دواسکټ په جیب کې دهیروینو یوه کوچنی ګنډه د ننه کړه اودواړو په غوسه ناکو ټیلو تاڼې ته ورسولم تاڼه دار زما په لیدو چې د زیړ ام پوټکي ته ورته خولۍ یې کږه په سر ایښي وه سترګې راباندې سرې کړې اوپه غوسه یې وویل: دمهاجر بچیه ښه اسان تجارت دې پیدا کړی دا دی زموږ منګولو ته راغلې را وړاندې شه چې جیبونه دې وګورم. دواړو ملیشو مخې ته ورټیل وهلم او تاڼه دار زما دواسکټ په جیب کې لاس دننه کړ د هغه لاس دجیبه دلاندې ووت بې له ځنډه یې په بل جیب لاس ننه ایسته له هغه څخه یې هم لاس خوی ووت . سم له واره یې د خپلو ملیشو په وهلو او ډبولو پیل وکړ او ورته ویې ویل د احمق بچیو واسکټ نه ګوری او د قیمتي هیریویېنو ګنډې پکې اچوی ، هله ځغلی چې د قیمتي هیرویینو ګنډه ورکه نه شي .
دتاڼې افسرپه غوسه راته وویل چې د واسکټ جیبونه دې ولې سوري دي؟ .

ورته ومې ویل جي. دملیشود ډیرو تلاشیو له لاسه سوري شوي دې. ولې یې نه ګنډې؟ ورته ومې ویل څه شی نه لرم چې په جیبونو کې یې وساتم.

یوه شیبه غلی شوله مخې مې ورک شه ستاسو وطن هم ستا د واسکټ په څیر واسکټ، واسکټ دی.

په بیړه مې دښار ګوټي په لور مخه کړه خو د لیرې مې لیدل چې ملیشه یانو په خورا وارخطایې دخپلي ګنډې په لټولو هره خوا منډې وهلې او د خپلې سزا په فکر کې وو.

نو ولس مشر غني ته مې وړاندیز دا دی مخکې له دې چې په اسلام ابادکې د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي دخپلې کورتۍ دواړه جیبونه دې سوري او څیري کړه ځکه ښایې نوازشریف او راحیل شریف دا ټګمار او درغلګر ناشریفین دې دکومي خطرناکې توطیې لاسلیک شوي کاغذونه په جیب کې ګوزار نه کړي ځکه دازمویل شوي بیا ازمویل نه بښونکي تیروتنه ده.

په کنفرانس کې ستا د سپینو او درنو خبرو په هیله.

بسم الله اکبري
۸/۱۲/۲۰۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته . محترم قابل قدر واجب الاجترام ناظرین تبصره. زه صرف دومره وایم چی تر دی حده پوری چی ده افغانستان ده ۲۵۰ کلونو اردو ای ماته او ټوټی. کړله او خپلو اهدافو ته ای ځانونه ورسول او ده افغانستان ده مظلوم ملت په مال او جان ای هیڅ صرفه ونه کړله او لالګیا دی نوره هم خون ریزی روانه ده څومره شهدا څومره یتیمان څومره کونډی چه دامظلوم ملت لری دومره هیڅوک نه لری ولسمشر که په صادقانه توګه ده دی مظلومو افغانانو ده سر پرستی او ده رهبری دعوه کوی نو هغه دی مهربانی… نور لوستل »

همدي

محترم حاجي صاحب مشورہ شه مناسبه مشوره ده
خوبي ادبي معاف ددي دوه سري حكومت د بعضی حركاتو له وجي
خو كه خشتگ هم ورته سوري كي سه فايدة به ونكي
اشنا بيحده زيات زوبل ده

jamil

Da urdu ba sok sa kawi chi da kofaro pa khedmat ki wi
Pakir ghani ta na khaii chi wolasmasher warta wawayal shi da pa hagha tohmat di hagha bechara kho pa arg ki ham mashari nashi kawalai

امان

محترمو مشرانو او مخورو تاسی باید به غنی هیڅ اعتبار ونکړی. لکه څنګه چۍ په اسلام کی هیچ پوهه نلری همداراز دی وطن او ناموس په قدر هم نه پوهیږی نو کوشش وکړی چی دا بی عقل دی وطن دی نماینده په توګه چیری ونه لیژی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x