نړۍ او د ترافیکي نظام فلجېدل – انځورونه

کابل، هرات، مزارشریف او جلال اباد ښارونه خو هسې هم د ترافیکي فلجوالي او ګڼې ګوڼې له کبله مشهور دي، خو که نېږدې هند، بنګلادیش، چین، تایوان او تایلنډ سره يې پرتله کړو، نو دغه ولایتونو کې ترافیکي فلجوالی د نشت برابر دی.

نن ټکی اسیا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ترافیکي فلجوالي ځينې انځورونه راټول کړي دي، په دې هیله چې د پاموړ مو وګرځي.

افغانستانرائٹرز فوٹو

پلازمېنه کابل هم تر نورو هېوادونو کمه نه ده. دلته د ترافیکي نظام فلجېدلو سره خلک عادي شوي او ډیر وخت ترافیکي نظام فلج وی.

چینرائٹرز فوٹو

دا د چین پلازمېنه بیجینګ دی او موټر دې ته ولاړ دي چې «ټول پلازه» کې مالیه تحویل کړي.

رائٹرز فوٹودا د چین ژیامین یو څلور لاری دی. ویل کیږي چې دغه سیمه کې همېشه د ترافیکي فلجوالي دغسې مناظر لیدل کیږي.

برازیلرائٹرز فوٹو

د برازیل ساوپاولو ښار کې زرګونه کسان یواځې دې ته انتظار وي چې ریل ګاډی راشي او دوی دفترونو او کورونو ته ولاړ شي. رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس لاندې انځور کې د ساوپاولو ښار اوسیدونکو د ۹ میله مزل کولو لپاره ۳ ساعته انتظار وکړ.

تایوانرائٹرز فوٹو

دا د تایوان یو سرک دی، چېرې چې زرګونه خلک تر موټرو موټرسایکلونو ته ډیر اهمیت ورکوي. خلک وايي، موټر سایکل هم ارزانه دی، هم یې بیه کمه ده او هم ځای ته په ژر رسېدلو کې اهم رول لوبوي.

بنګلادیشرائٹرز فوٹو

ډاکا ښار کې خلک دفترونو او یا نورو اړوندو ځایونو ته د ځان رسولو لپاره د ریل ګاډي له پاسه سپریږي.رائٹرز فوٹو

بنګلادیش کې ریکشې/سایکلونه هم له اندازې زیات چلول کیږی. یواځې په پلازمېنه ډاکا کې ۳۰ لکه سایکلونه/ریکشې د ورځې ګرځي.

ترکيکریٹیو کامنز فوٹو

د استانبول باسفورس برج باندې هم کله کله د موټرو سیلاب لیدل کیږي.

ویتنامکریٹیو کامنز فوٹو

د ویتنام په پلازمېنه هوچي من سټي کې موټر، بسونه او موټرسایکلونه ټول د ترافیکو په فلجوالي کې خپل رول لوبوي. دلته یواځې په کوڅو کې لکونه موټر سایکلونو ګرځي، د موټرو او بسونو شمېر یې هم تر دې کم نه دی.

اندونیزیارائٹرز فوٹو

پلازمېنه جکارته کې د ترافیکو د فلج کېدو تر ټولو بدحال دی. یوې څېړنې ښودلې چې جکارته کې موټر چلوونکی د نړۍ د بل هر ښار په پرتله موټر ډير دروي او روانوي. دغه ښار کې د یوه کال دننه هر موټر چلوونکي په اوسط ډول ۳۳زره ځلې په سرک خپل موټر دروي او بیا یې روانوي.

جنوبي افریقااے پی فوٹو

د جنوبي افریقا په سوویټو ښار کې د ریل ګاډو دننه ځان نه پیدا کیږي نو ځايي خلک بیا دننه کیناستو پر ځای څنډو ته نښتو ته ډیر لومړیتوب ورکوي.

جاپانکریٹیو کامنز فوٹو

جاپان کې د موټرو پر ځای د انسانانو ترافیک فلج کیږي. دغه انځور د شیبیویا ریل ګاډي سټيشن دی چې په یوه وخت تر ۲۵۰۰ کسانو پورې خلک له سړک څخه یو و بل خوا اوړي.

روسیهکریٹیو کامنز فوٹو

پلازمېنه مسکو بیا په نړۍ کې د ترافیکو په فلجوالي کې څلورم مقام لري.

تایلنډکریٹیو کامنز فوٹو

بینکاک که د سیاحانو لپاره لومړی درجه ښار دی، خو پر دې سربېره د ترافیکو فلجوالي کې هم تر بل کوم ښار کم نه دی. دلته د ترافیکي پولیسو څخه د ترانسپورت کنترول له وسه وتلي دی.

هنداے پی فوٹو

د ممبۍ ښار د ریل ګاډي یو سټیشن دی. خلک ځانته په ریل ګاډي کې د پښې ځای پيدا کوي.

رومانیاکریٹیو کامنز فوٹو

د رومانیې بخارسټ ښار هم په اروپا کې د ترافیکي نظام فلجېدو کې نوم لري.

مصررائٹرز فوٹو

د مصر مشهور تحریر څلور لاري کې هم همېشه ترافیک فلج وي او خلک چې تر څو خپل مطلوب ځای ته رسیږي، نو څو ساعته پرې تېر وي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د