abu khalil

اختلاف دشرعي لارښوونو په رڼا کي

الله تعالی په قرانکرېم کي خپلو بندګانو ته لارښوونه کوي فرمايي:

إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمْ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ

بېشکه چي شیطان غواړي چي ستاسو مسلمانانو ترمنځ کرکه او دښمني واچوي .

په هروخت کي په تېره بیا په اوسني وخت کي زمونږ لویه اړتیا دېته ده چي مسلمانان سره نژدې کړو، دیووالي او هماهنګي فضا ایجاد کړو، په ولس کي دوحدت روحیه راژوندۍ کړو او ټولي هغه هڅي وستایو چي افغانان یووالي،

پیوستون او لانجمني خواوي تفاهم ته راغواړي په تېره بیا چي داډول هڅي دداسي یو چا لخوا وي چي هغه په ښه نیت، حسن سېرت اوسالم،کردار سره پېژندل شوي وي او پدې لاره کي يې عملا قربانیوي ورکړي وي او دا دوخت اړتیا ده.

دالله تعالی په نزد او په اسلامي شریعت کي دیو چا دپېژندلو معیار دهغه ګفتار او کردار دی په نیتونو او ارادو یواځي الله تعالی علم لري  دزړونو مالک هغه دی او مونږ پدې مکلف نه يو چي دچا نیتونه وسپړو، که ديوچا په وینا او عمل کي داسي څه ترسترګو شي چي هغه داسلام له روح سره مخالف وي  او دمسلمانو عامه مصلحتونو اوګټو ته ګواښ متوجه کوي هغه باید په مستند ډول په ډاګه شي او مسلمانانو ته وروپېژندل شي ترڅو يې هغوی له ضرره ځان وساتي او مخه يې ونیسي .

او که بالمقابل دیوچا وینا او عمل داسلام له روح څخه سرشار وي دده شخصیت په اسلامیت سره پېژندل شوی وي سابقه يې اسلام او ولس ته داغداره نه وي او خوځښت يې دمسلمانانو په ګټه وي باید ملاتړ يې وشي او دفاع ورڅخه وشي.

داهم  ضرروري نده چي دیوچا له وینا او عمل څخه دي مطلق حمایت وشي او هېڅ مخالف  دي ونلري اختلاف او دنظرونو بېلوالي  دانسان له پیدایښته دهغه په خټه کي اېښودل شوی او لکه چي په عربي ژبه کي یومتل دی وايي :

رضا الناس غایة لا تدرک.

دټولو خلګو خوشاله ساتل  یوه داسي موخه ده چي لاس ته راوړل يې ناشونی دی .

خو داختلاف په صورت کي بایدیو مسلمان ځېني نورمونه چي اسلام مونږ ته راښوولي په پام کي ونیسي :

لومړی-  دمخالف لوري معلومات موثوق اواسستدلال يې بایدځواکمن، مستند او په دلایلو پوښل شوی وي نه داچي په افواهاتو او شایعاتو مبني وي په تېره بیا په اوسني وخت کي چي نه یواځي نړۍ واله مېډیا ټوله ددښمن په لاس کي ده او د مسلمانانو تر منځ دبدګمانیو او کرکي اچولو په لار کي يې په اغېزمنه او دقیقه توګه کاروي بلکه ددې لپاره يې دمسلمانانو په کړیوکي په مرموزه توګه خپل اجېر جاسوسان  او روزل شوي عناصر ګمارلي دي چي واړه اختلافونه په لویو شخړو واړوي  .

الله تعالی فرمايي :

يا أيها الذين آمنوا إن جاءكم فاسق بنبأ فتبينوا أن تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين .

اې دایمان خاوندانو که تاسو ته یو فاسق  یوه خبره راوړي نو تاسو يې پلټنه کوﺉ داسي نه چي په ناخبري کي يوچاته ضرر ورسوﺉ بیا به تاسي په هغه څه چي سرته مو رسولي وي پښېمانه یاست.

که يوڅوک دقیق او موثوق معلومات چي په دلایلو او اسنادو مبني وي وړاندي کړي لومړی ګټه به يې داوي چي داسړی به دذکر شوي ایت کریمه په اساس دفاسقانو له ډلي ووزي، دوهمه ګټه به يې داوي چي مقابل لوری او نور کتونکي به قانع کړي، درېیم داچي عام مسلمانان به ددې شخص له ضرر ، فریب او دوکې څخه وساتل شي، او په مجموع کي به يې دمسلمانانو لپاره دخیر خواهي فریضه (الدین نصیحة)  چي خپل دین ورباندي مکلف ګرزولی دی په سمه توګه سرته رسولي وي .

دوهم: که یوڅوک له  یومسلمان ورور سره هرڅومره ژور اختلاف ولري خو په وینا او یالیکنه کي داسي ژبه اویا قلم ونه کاروي چي په هغه کي له اخلاقي معیاره لوېدلي عبارات او یا سپک توري کارول شوي ، داډول څرګندوني دوه ضررونه لري یوداچي خپله دمخالف رویه او چلند بدناموي دهغه شخصیت داغداره کوي ، دوهم ضرر يې دمقابل لوري توهین اوبې موجبه دلازاري ده چي اسلام ستره ګناه ګڼلي ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

حسب امرئ من الشر أن يحقر أخاه المسلم (رواه ابوداود)

دیوه انسان لپاره  همدا ګناه بس ده چي خپل مسلمان ورور توهین کړي .

درېیم: داختلاف په صورت کي مخالف لوری باید له افراط څخه ډډه وکړي په دومره اندازه باید څه ووايي چي دخپل نظر ګټي اومثبت اړخونه جوته کړي او دمقابل لوري هغه دضعف نقاط وڅېړي چي ضرر يې عام وي  نه داچي له هغه نه کالي وکاږي او يايې بربنډ کړي  اسلام هغه چاته چي بل مسلمان ورور بربنډوي  ددې ګواښ کوي چي که هغه پخپل کورکي هم وي خو الله تعالی به پرده لېري کوي او بربنډوي به يې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
لا تتبعوا عورات المؤمنين ، فإنه من تتبع عورات المؤمنين تتبع الله عورته ، ومن تتبع الله عورته فضحه ولو في جوف بيته.

تاسو دمسلمانانو عیبونه مه لوڅوﺉ څوک چي دمسلمانانو عیبونه پلټي نو الله تعالی به دهغه انسان عیبونه پلتي  او دچا عیبونه چي الله تعالی وپلټل بیا يې شرموي ولوکه دخپل کور په انګړ کي هم وي.

تفرقه او بېلوالی نه داسلام اونه دمسلمانانو په ګټه ده، هرهغه څه  چي مسلمانان سره بېلوي او یا يې ترمنځ کرکه اودښمني راپاروي شیطاني عمل دی چي نه خو الله تعالی پې خوشاله کېږي او نه يې مسلمانانو ته مجموع کي ګټه رسېږي.
الله تعالی فرمايي :

وقل لعبادي يقولوا التي هي أحسن إن الشيطان ينزغ بينهم إن الشيطان كان للإنسان عدوا مبینا

مسلمانانوته ووایه چي هغه څه دي وايي چي ښه او ښایسته وي بېشکه چي شیطان يې ترمنځ  کرکه اچوي رښتنیاهم چي شیطان دانسان ښکاره دښمن دی

دمرورو وروڼو پخلا کول  او دمسلمانانو ترمنځ سوله  راوستل داحادیثو له مخي تر نفلي لمونزونو، روژو ، عمرو اوحجونو زیات ثواب لري او هر هغه عمل چي دمسلمانانو ترمنځ کرکه نفرت او دښمني ایجادوي نه یواځي دا چي اسلام  غېندلی بلکه دمرتکب دنېکو عملونو اوعبادتونو اجر اوثواب هم له منځه وړي.

ښې خبري هغه دي چي الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم  مونږ ته پکي لارښوونه کړي ده  پدې مورد کي لاندي حدیثونه چي مخکي مو ژباړلي دي دتاسي لوستونکیو مخي ته ږدو .

عن معاذ بن جبل قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا أنبئكم ما هو أملك بالناس من ذلك ثم أخرج لسانه فأمسكه بين أصبعيه فقلت يا رسول الله أكل ما نتكلم به يكتب علينا قال ثكلتك أمك وهل يكب الناس على مناخرهم في النار إلا حصائد ألسنتهم إنك لن تزال سالما ما أمسكت فإذا تكلمت كتب عليك أو لك (الترمذي وابن ماجة والنسائي)

له معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : آیاتاسو ته هغه څه در وښیم کوم چې ترهرڅه زیات په انسان واکمني کوي اوبیا یې خپله ژبه راواېستله اوپه دوو ګوتو یې ونېوله ، ماورته وویل چې یا رسول الله آیا هغه څه ټول لېکل کېږي کوم چې مونږ يې په ژبه وايو؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : مورد درباندې بوره شي آیا د ژبي له محصوله پرته بل شی شته چې خلګ به دجهنم په اورکي پړمخي ېا سرڅېړۍ غورځوي ؟ اوته به ترهغه وخته روغ پاته یې چې خپله ژبه دبنده ساتلي وي خو چې کله خبري پیل کړې هغه ضرورستا په ګټه او یا په نقصان کي لېکلي کېږي .

که مقابل لوری مسلمان وي بيا لاندې حدیث مونږ ته داسي لارښوونه کوي :

عن عبد الله بن عمرو قال خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقام رجل فقال يا رسول الله أي الإسلام أفضل قال أن يسلم المسلمون من لسانك ويدك (المستدرك على الصحيحين)

له عبد الله بن عمرو رضي الله تعالى عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خطبه فرمایله یو سړې ولاړ شو او پوښتنه یې وکړه چې یارسول الله کوم عمل په اسلام کي غوره اوبهتر دی؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : داچې مسلمانان ستا دژبي او لاس له ضررڅخه روغ پاته شي .

قال أسودبن اصرم المحاربي يا رسول الله أوصني قال هل تملك لسانك قال فما أملك إذا لم أملكه قال أفتملك يدك قال فماذا أملك إذا لم أملك يدي قال فلا تقل بلسانك إلا معروفا ولا تبسط يدك إلا إلى خير(الأحاديث المختارة )

اسود المحاربي رضي الله تعالى عنه وایي چې ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وویل: یارسول الله ماته نصېحت وکړه رسول الله صلى الله عليه وسلم را څخه وپوښتل چې آیا دخپلي ژبي واک لرې؟ ما وویل : چې د ژبي واک ونلرم نو د څه شي واک به لرم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم بیا راڅخه وپوښتل چې آیا دخپل لاس واک لرې؟ ما وویل چې دخپل لاس واک ونلرم نو دڅه شي واک به ولرم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: په ژبه له ښو خبرو پرته بل څه مه وایه او لاس دخیر له کارڅخه پرته بل څه ته مه غزوه.

عن عُقْبَةَ بن عَامِرٍ قال قلت يا رَسُولَ اللَّهِ ما النَّجَاةُ قال أَمْسِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ وَابْكِ على خَطِيئَتِكَ (سنن الترمذي )

له عقبه بن عامر رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یارسول الله نجات اوخلاصون په څه کي دی؟ هغه راته وفرمایل: خپله ژبه تړلي وساته او په خپل کورکي کېنه او په خپلوګناهونو ژاړه.

عن أنس أَنَّهُ سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عن أَفْضَلِ الإِيمَانِ قال أَفْضَلُ الإِيمَانِ أَنْ تُحِبَّ لِلَّهِ وَتُبْغِضَ لِلَّهِ وَتُعْمِلَ لِسَانَكَ في ذِكْرِ اللَّهِ قال وَمَاذَا يا رَسُولَ اللَّهِ قال وَأَنْ تُحِبَّ لِلنَّاسِ ما تُحِبُّ لِنَفْسِكَ وَتَكْرَهَ لهم ما تَكْرَهُ لِنَفْسِكَ وَأَنْ تَقُولَ خَيْرًا أو تَصْمُتَ (المعجم الكبير)

له انس رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې غوره ایمان کوم دی ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: غوره اوبهتره ایمان دا دی چې دوستي اودښمني د الله تعالی لپاره وکړې خپله ژبه دالله تعالی په یادکي وکاروې ماورته وویل بل څه یارسول الله؟ هغه وفرمایل : دخلګو لپاره هغه څه خوښ کړې چې دځان لپاره یې خوښوې اودخلګو لپاره هغه څه بد وګڼې چې دخپل ځان لپاره یې بدګڼې اوداچې یاخودخیرخبري وکړې اویا تړلي ژبه واوسې .

ښکنځلي او بدي خبري د مسلمان نېک عملونه سوځوي .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله تعالى عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: “أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ” قَالُوا الْمُفْلِسُ فِينَا مَنْ لَا دِرْهَمَ لَهُ وَلَا مَتَاعَ، فَقَالَ: “إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلَاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وَأَكَلَ مَالَ هَذَا وَسَفَكَ دَمَ هَذَا وَضَرَبَ هَذَا فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ (أخرجه أحمد ومسلم والترمذي)

له أبوهریره رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو أصحابو ته وفرمايل : آیا تاسو خبریاست چې نېستمن څوک دی؟ هغوی په ځواب کي ورته وويل : نېستمن خومونږ هغه چاته وايو چې درهمونه او دېنارونه ونلري، بیا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : بېشکه زما دامت نېستمن هغه څوک دی چې دقیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه، روژې اوزکاتونه راوړي، دېته به يې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به يې تورلګولی وي، دبل به يې مال خوړلی وي، ددې بل به يې ويني تويې کړي وي اودابل به يې وهلی وي، دې کسانوته به دده نېک عملونه ورکړل شي، نو که يې دپورونو له اداکولو مخکې نېکيوي ختمي شي بيابه دهغوی ګناهونه راوړل کېږي او په ده به اچول کېږي اوبيابه په جهنم کي وغورزول شي .

دابه دهغه چاحال وي چې قبول شوي لمونځونه، روژې، زکاتونه اوخیراتونه يې له ځان سره وړي وي الله تعالی دي فضل اومهرباني راباندې وکړي چې زمونږبه څه حال وي له دې نېمګړي عبادت اوپه پراخه پېمانه سرغړونو سره .

کېدای شي يوڅوک په داسې موقف کي راشي چې ښکنځلي اوسپک ویل ورته وشي، په دې وخت کي غوره تګلاره داده چې مسلمان سکوت غوره کړي، دا ضروري نده چې ځواب يې وويل شي اويا ځان په بېغیرتي اوبزدلي تورن کړي کېدای شي هغه ددې توان لري چې ځواکمن ځواب ورکړي خو داډېر ستر اخلاق دي چې ځواب ورنکړې اوبیا دوګوري چې څومره ښې پایلي لري. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

ما تعدون الصرعة فيكم قالوا: الذي لا يصرعه الرجال، قال ليس كذلك، ولكن الذي يملك نفسه عند الغضب (سنن أبي داؤد)

تاسو پهلوان چاته واياست؟ اصحابو وفرمایل : هغه سړی چې څوک په غېږه نه ورځي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : نه داسي نه ده، بلکه پهلوان هغه څوک دی چې دغصې په وخت کي ځان کنترول کړي.

سعید بن العاص رضي الله تعالى عنه فرمايي :

ما شاتمت رجلا مذ كنت رجلا لأني لم أجادل إلا أحد رجلين إما كريم فأنا أحق أن أجله وإما لئيم فأنا أحق أن أرفع نفسي عنه .(المستطرف)

چې کله په ښه اوبد پوه شوی یم اوچاښکنځل راته کړي ده خوماورته ښکنځله نده کړي ځکه چې هغه سړی به يا ښه سړی وو اویابد که ښه وونوماځان ددې وړګڼلو چې قدر يې وکړم اوکه به سپک سړی وو نوځان مي په تول کي نه ورسره اچاوه .

په عربي کي يومتل دی وايي :

من سکت عن جاهل فقد أوسعه جوابا وأوجعه عتابا

څوک دناپوه انسان په وړاندي سکوت غوره کړي دايې غوره ځواب اودردوونکي سزا ورکړي ده .

خوکه بيا ضروري وه چې دښکنځلي ځواب ورکړل شي په کارده داسي ځواب يې وويل شي چې سپکه وينا اوښکنځل پکې نوي .

وايي په عربو کي يوه سړي بل ته وويل چې که مي په څپېړه ووهلې مدينې ته به دي ورسوم هغه بل په ځواب کي ورته وويل چې يوه مي بله هم ووهه کېدای شي مکې ته ورسېږم اوالله تعالی مي بې لګښته حج یا عمره نصېب کړي .

عن أبي هريرة‏ رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏قال قال ‏ ‏انظروا كيف يصرف الله عني شتم ‏ ‏قريش ‏ ‏ولعنهم إنهم يشتمون مذمما ويلعنون مذمما وأنا ‏ ‏محمد (سنن النسائي) ‏

له أبوهریره رضي الله تعالى عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسي وګورﺉ چې الله تعالی څه ډول دقریشو ښکنځلي او ښېرې له ماچپوي ، هغوی ښکنځلي او ښېرې ددوی په ګمان یوه بدخویه انسان ته کوي خو زه محمد (ستایلی شوی) يم

عائشې رضي الله تعالى عنها ته جابر بن عبدالله رضي الله تعالى عنه وويل : ځېني کسان درسول الله صلى الله عليه وسلم په اصحابو کي سپک ويل کوي حتی چې أبوبکر او عمر رضي الله تعالی عنهما هم پکې يادوي هغې په ځواب کي ورته وويل :

وما تعجبون من هذا أولئك قوم انقطع عنهم العمل، فأحب الله ان لا يقطع عنهم الأجر (شرح الطحاوية لابن أبى العز الحنيفي)

دا څه دحیرانتیا خبره ده دا اصحاب خوهغه څوک دي چې دنېکوعملونو لړۍ يې غوڅه شوې ده اوس الله تعالی داخوښوي چې ( ددې سپکوويلو په وسېله) دهغوی دثوابونولړۍ تلپاته وساتي .

څومره معقول ځواب دی رېښتيا هم چې دټول اسلامي أمت موراودنبوت له کورنۍ څخه ده تاسي فکر وکړﺉ که دهغې په ځای بل څوک وای ددې خبرتيا په ترلاسه کولوبه يې څه ډول غبرګون ښودلی وای؟

ښکنځلي کول، سپکه لهجه کارول، تورلګول اسلامي شرېعت تر دې حده حرام ګرزولي دي چې د ځېنو لپاره يې حد ټاکلی دی چې داسلامي حکومت قاضي به يې اتیا دُرې وهي اوداعلماوو ته جوته ده اوشرعي نصوص پکې موجود دي له ذکرشويونصوصوڅخه داحقیقت جوته شوچې ښکنځلي اوسپک ويل نا مشروع عمل دی، هغه څوک چې سپکه ژبه کاروي که په خبروکي وي اوکه په لېکنوکي دلېدونکیواولوستونکیو په سترګوکي يې احترام اودرنښت راپرېوزي، هغه په پوچ خولي، سپک اوداسي انسان سره پېژندل کېږي چې دنورو داحساساتوپام نه ساتي چې دادهغه لپاره يو لړزوونکی تکان دی. يو هوښيار مسلمان مخکې لدې چې څه ووايي اويا يې وليکي بایدخپلي خبري وسنجوي ترڅو لېدونکي اولوستونکي دده په هکله داسي انګېرنه وکړي چې هوښیار، مهذب اوپوه شخصیت دی، دهغه داډول حکېمانه چلنددهغه نورخواخوږي اوملګري هم زياتوي اوددعوت اومبارزې په ډګر کي يې داډول تګلاره زياته اغېزمنه ثابتېږي

عن أبي هريرةرضي الله تعالى عنه أن رجلاً شتم أبا بكر والنبي صلى الله عليه وسلم جالس، فجعل النبي صلى الله عليه وسلم يعجب ويتبسم، و أبو بكر ساكت، فلما أكثر رد عليه بعض قوله، فغضب النبي صلى الله عليه وسلم وقام، فلحقه أبو بكر فقال: يا رسول الله! كان يشتمني وأنت جالس، فلما رددت عليه بعض قوله غضبت وقمت! قال: (إنه كان معك ملك يرد عنك، فلما رددت عليه بعض قوله، وقع الشيطان، فلم أكن لأقعد مع الشيطان (رواه الإمام أحمد)

أبوهریره رضي الله تعالى عنه روايت کوي چې يوه سړي أبوبکر ته ښکنځلي پیل کړې اورسول الله صلى الله عليه وسلم ناست دی تعجب کوي اوخاندي، اوأبوبکر پټه خوله ووخوچې ډېري يې ورته واورولې أبوبکر رضي الله تعالى عنه يې هم دځېنوځواب ورکړ، رسول الله صلى الله عليه وسلم په غسه کي شو اولاړ، أبوبکر پسي ورغی او ورته ويې ويل چې يارسول الله کله چې هغه ماته پرله پسې ښکنځلي کولې ته ناست وې اوچې ما يوڅوورته وکړې ته په غسه شوې اولاړې ! رسول الله ورته وفرمايل: له تاسره يوه فرشته وه هغې يې ځواب وايه خوچې کله تا ځیني وربیاکړې شیطان راغی او ما نه غوښتل چې له شيطان سره کېنم .

###### یادونه: د لیکوال په غوښتنه د لیکني د پای څو کرښي لیری شوې #######

الله تعالی دي مونږ ته صحېح دېني پوهنه اودعمل کولو توفېق راکړي

لیکوال: ابو خلیل قدوسي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د