افغانستاننړۍ

د ترکيې په ساحل کې ۶ افغان کډوال ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): د استانبول څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د ازمیر ولایت په یوه ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله د یوه تي‌خور ماشوم په شمول ۶ افغان کډوال ماشومان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې یوې بادي بېړۍ چې کډوال يې لېږدول، ترکيې لویدیځ ساحل کې تېزو بادونو چپه کړه.

چارواکي وايي چې د یوه ۱۲ کلن ماشوم په شمول ۵ کډوال په پېښه کې ژغورل شوي دي خو د ژغورنې ټيمونو اوس د هغه دوو کسانو چې د کښتۍ ډوبېدو له کبله ورک دي، د موندلو په لټه کې دي.

تر پنځه لکه پورته کډوال چې ډيری یې د سوریې، افغانستان او پاکستان دي، د ترکيې له لارې د ډیرو سختو او مرګ له ګواښونو څخه د ډکو بحرونو او ځنګلونو له لارې اروپا ته ځي.

د ترکیې حکومت له اروپايي ټولنې سره موافقه کړې چې د هغو کډوالو مخه به ونیسي چې د دغه هېواد له لارې اروپا ته ځي.

اروپا د دغه په بدل کې ژمنه کړې چې ترکيې ته به ۳ میلیارده یورو ورکوي، څو په دغه هېواد کې د مېشتو ۲.۲ میلیونه کډوالو مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x