
ولسمشر غني اسلام اباد ته ورسېد
نن ټکی اسیا (چهارشنبه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): ولسمشر اشرف غني شېبه مخکې اسيا زړه هېوادونو کنفرانس کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.
د پاکستان صدر اعظم نواز شريف، لوی درستيز جنرال راحيل شريف، دفاع وزير خواجه اصف او نورو لوړ پوړو چارواکي د ولسمشر غني د ښه راغلاست لپاره د اسلام اباد چکلالا هوايي ډګر ته ورغلي وو.
اشرف غني به نن د پاکستان صدر اعظم سره په ګډه اسيازړه کنفرانس پيلوي. ولسمشر غني به پاکستان سره په دوه اړخيزو اړيکو، طالبانو سره د سولې پروسې د بيا پيلېدو او نورو سياسي او ستراتيژيکو مسئلو په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه د اسيايي او ناټو غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران، يا نور استازي په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.