ټولنیزه برخه

پنځوس مخکښ سیاست پوهان او عالمان

ژباړه : عبدالحمید امین زی 

ژباړن: عبدالحميد امين زی
ژباړن: عبدالحميد امين زی

1. سقراط: Socrate

سقراط: ( ۳۹۹-۴۶۹ ق-م ) او یا د ۳۹۲-۴۷۰ ق-م ) پیدا شویدی قبل المیلاد چې هیڅکله یې د ځان نه ورسته کوم لیکل پرینښودل خو په تاریخ کې هغه تل د خپل زده کوونکي افلاطون په وسیله پیژندل کیږي سقراط د ځانګړې پوهې، نطق، منطق، سمو او اغیزلرونکو خبرو د فلسفې پلار ګڼل کیږي.

2. افلاطون: Aflaton

افلاطون: ( ۳۴۸/۳۴۷ ) مخکې له زیږدیزه تر ( ۴۲۸/۴۲۷ د سقراط زده کوونکې او د جمهور د مشهورې رسالې لیکوال او د نړۍ د دریو سترو پوهانو ( سقراط، افلاطون او ارسطو د ډلې څخه دوهم ستر فیلسوف چې اندونو او انګیرونو یې په مسیحي او نورو مذهبي او دیني خبرو اغیز پریښی دی.

3. آرسطو: Aristotle

آرسطو: ( ۳۲۲-۳۸۴ ) زیږدیز کال مخکې د سیاست، فلسفې، منطق، نجوم، د ژوند چاپیریال او ارواپوهنې نامتو یوناني فیلیسوف ؤ.

4. ماکیاولي: Niccolo di Bernardo dei Machiavelli

ماکیاولي: ۱۵۲۷-۱۴۶۹ میلادی کې پیدا او ومړ دا ایټالوی فیلسوف، شاغر، لیکوال، د سیاست او فوځي چارو کارپوه، نامتو سیاستمدار، ریرک دیپلوماټ، ارواپوه، انسان پیژیندونکې، دعصری علومو او سیاسي اخلاقو بنسټګر چې د شهزاده په نو کتاب يې د مشهورو لیکنو څخه شمیرل کیږي. د ایټالیه په مشهور ښار فلورانس یا فیرینزی کې زیږیدلی او هملته ومړ.

5. ژان بودن یا جان بودن: John Bodin

ژان بودن: ( ۱۵۹۶-۱۵۸۸ ) میلادی کال کې تیر شویدی، فرانسوی سیاسی فیلسوف، حقوقپوه، اراوپوه، لیکوال او د حاکمیت د اند پلار.

6. توماس هوبس: Thomse Hobbes

توماس هوبس: ( ۱۶۷۹-۱۵۸۸) میلادی کې تیرشویدی. انګریز فیلسوف، د عصری سیاسی فلسفې او سیاسی علومو نامتو عالم، چې د سیاسی فلسفې د چارو او د لوایتا ( Leviathan ) کتاب د لیکلو لکبله چې په ۱۶۵۱م ککال کې خپور شو، ځاګړی شهرت لري، هغه په دژ کتاب کې په سیاسي فلسفې کې د ټولنیز تړون د ډیرو نویو نظریو ړ رامینځ ته کولو بنسټګر بلل کیږي.

7. مونتیسکیو: Montesquieu

مونتیسکیو: ( ۱۶۸۹-۱۷۵۵ ) میلادی کال کې تیر شویدی، د روڼ اندۍ په عصر کې نامتو فرانسوی سیاسي ا ټولنیز مفسر، متفکراو لیکوال و. د علمي، تاریخي او حقوقي څیړنو په برخه کې مشهوره څیره وه، د قوې د تفکیک د نظريې له امله پیژندل شوی شخصیت دی چې دغه نظر یه اوسمحال د نړۍ په ډیرو اساسي قوانینو کې عملي شوې ده هغه د انقلاب او بلواو په خلاف و او د هغو پر ځای یې په ټولنه کې قانون غوره باله په سیاست کې د منځلاریتوب د تګلارې پلوی و.

8. جان لاک: John Locke

جان لاک: ( ۱۶۳۲-۱۷۰۴ ) میلادي کال کې تیر شویدی انګریز فیلسوف، ډاکټر، د کلاسیک لیبرالیزم پلاز، د تجربې، ذهن، اسانپیژندنې د اندونو تیوریسن، لیکوال او د روڼ اندی پر عصر اغیز ښیندونکی و.

9. ژان ژاک روسو: Jean-Jacques Rousseau

ژان ژاک روسو: ( ۱۷۱۲-۱۷۷۸ ) میلادی کې تیر شویدی، سویسی فیلسوف، لیلکوال، دسیاسي فلسفې، ټولنپوهنې نوموتی عالم، سندره جوړونکې او د ښوونې د عصري اندونو نامتو پوه او تیوریسن و.

10. جان ایسټون یا توماس ایسټون: John Eston

جان ایسـټون: ( ۱۵۶۵-۱۴۹۷ ) میلادي کال کې تیر شویدی. نامتو انګریز سیاستپوهه دی.

11. آدم سمیت: Adam Smith

آدم سمیت: ( ۱۷۹۰-۱۷۲۳ ) میلادي کې تیر شویدی، دسیاسي اقتصاد او اخلاقي فلسفې سکالینډی پوه او دعصري اقتصاد پلار دی.

12. بیر تراند ارتور ویلیام روسل: Bertrand Arthur

بیرتراند: ( ۱۹۷۰-۱۸۷۲ ) میلادي کې تیرشویدی انګریز فیلسوف، ریاضی پوه، ټولنیز نیوکه کونکی، منطق پوه او نامتو لیکوال و.

13. جرمي بینتام: Jeremy Bentham

جرمي بینتام: ( ۱۸۳۲-۱۷۴۸ ) میلادي کې تیر شویدی انګریز فیلسوف، حقوقټوه، تولنیز اصلاح غوښتونکی او د ګټو د اصل د اند یا فکر بنسټګر و.

14. آلدوس لیونارد هکسلی: Aldos Leonard Huxley

آلدوس لیونارد هکسلی: ( ۱۹۶۳-۱۸۹۴ ) میلادي کې تیر شویدی. انګریز نړۍ پاله او روڼ انده مشهور شاعر او لیکوال و.

15. ویلیام توماس سټیډ: William Thomase Stead

ویلیام توماس سټیډ: ( ۱۹۱۲-۱۸۴۹ ) میلادي کې تیرشویدی. انګریز مشهو ژورنالیست، تحقیقي ورځپاڼه لیکونکی او نیوکه کونکی و.

16. کلود هنری دی روری: Claude Henri di Rouroy

کلود هنری: ( ۱۸۲۵-۱۷۶۰) میلادي کې تیر شویدی د فرانسوي سوسیالیزم لومړنی تیوریسن، ټولنپوه، او مثبت پاله فرانسوی پوهه و.

17. ایډوارډ هالت ټیډکار: Edward Hallett Ted Carr

ایډوارډ هالت ټیډ کار: ( ۱۹۸۲-۱۸۹۲ ) میلادي کې تیر شویدی. نامتو انګریز مورخ، ډیپلوماټ، ورځپاڼه لیکونکی او د نړيوالو اړیکو تیوریسن و.

18. فریدریشن انګس: Friedrich Engels

فریدریشن انګلس: ( ۱۸۹۵-۱۸۲۰ ) میلادي کال کې تیر شویدی، دسیاسي او ټولنیزو موضوعاتو جرمنی تیوریسن، فیلسوف او د کارل مارکس هم عصر د مارکسیستي اند پلارو.

19. ریچارډ کوبډن: Richard Cobden

ریچارډ کوبډن: ( ۱۸۶۵-۱۸۰۴ ) میلادي کال کې تیر شویدی. انګریز لیبرال ا راډیکال سیاستمدار او سوداګر و.

20. جان سټوارټ میل: John Stuart Mill

جان سټوارټ میل: ( ۱۸۷۳-۱۸۰۶ ) میلادي کې تیر شویدی. انګریز فیلسوف، د سیاسي اقتصاد پوه، د سیاست، ټولنې او اقتصاد پوهنو د اندونو مخکښ و.

21. مارکس، کارل هینریش مارکی: Karl Marx

کارل مارکس: ( 1883-1818 ) میلادی کي تیر شویدی په خټه جرمنی او په مذهب یهود انقلابي متفکر، فیلسوف، ټولنپیژندونکی، تاریخ پوه، ورځپاڼه لیکونکی، اقتصاد پوه او د مارکسیزم د ایډیالوژۍ بنسټګر و.

22. توماس ویډرو ویلسن: Thomas Woodrow Wilson

توماس ويډرو ویلسن: ( ۱۹۲۴- ۱۸۵۶ ) میلادي کې تیر شویدی. د امریکې د متحده ایالاتو ۲۸ اته ویشتم ریس جمهور ( ۱۹۲۱-۱۹۱۳ ) پیاوړی سیاست پوه، ټولنپیژندونکی چې دسیاست د ټولنې، ادارې او مدیریت په برخو کې یې د پام وز آثار هم لیکلي دي.

23. هیربرټ سپینسر: Herbert Spencer

هیربرټ سپینسر: ( ۱۹۰۳-۱۸۲۰ ) میلادي کې تیرشویدی انګریز فیلسوف، بیولوژي پوه، انسان پیژندونکی، ټولنپوه او د کلاسیک لیبرال سیاست تیوریسن و.

24. ویلیام فیلډینګ ابرن: William Fielding Orgburn

ویلیام فیلډینګ ابرن: ( ۱۹۵۹-۱۸۸۶ ) میلادي کې تیر شویدی نامتو امریکایی ټولنپوه، ژورنالیست او د مجلو ایډیټر و. هغه د وروسته پاتې فرهنګ پرځای د عصري تخنیک او ټیکنالوژی د ځای پر ځای کولو د مډرنو نظریو او اندونو له امله پیژندل شوې څیره وه.

25. فلیپ کوینسی رایټ: Philip Quincy Wright

فیلپ کوینسی رایټ: ( ۱۹۷۰-۱۸۹۰ ) میلادي کې تیر شویدی. امریکایی سیاستپوه چې د نړیوال قانون او نړیوالو اړیکو په برخه کې نامتو څیره شمیرل کیږي.

26. هارولډ جوزیف لاسکي: Harold Joseph Laski

هارولډ جوزیف لاسکي: ( ۱۹۵۰-۱۸۹۳ ) میلادي کې تیر شویدی. انګریز سیاي تیوریسن، اقتصادپوه، لیکوال او لیکچرر و.

27. هانس جویشم مارګینتا:Hans Joachim

هانس جوشییم مارګینتا: ( ۱۹۸۰-۱۹۰۴ ) میلادي کې تیر شویدی. د نړیوال سیاست، نړیوالواړیکو او نړیوال قانون نامتو امریکایی پوه او د مشهورو کتابونو ( دنړیوالو اړیکو نظریه ) ( نړیوال قانون ) ( سیاست د ملتونو په مینځ کې ) لیکوال و.

28. مارټین ویټ، روبیرټ جمیز: Robert Jamse M

مارټین ویټ: ( ۱۹۷۲-۱۹۱۳ ) میلادي کې تیر شویدی په شلمې پیړۍ کې د نړیوالو اړیکو د څیړونکو له ډلې نامتو انګریز سیاستپوه، استاد او دقدرت سیاست (Power Politics ) د مشهور کتاب لیکوال دی.

29. جورج سچوارزن برجر: George Schwarznbrgr

جورج سچوارزن برجر: ( ۱۹۱۹-۱۹۰۸ ) میلادی کې تیر شویدی. په خټه انګریز جرمنی چې ځان په مذهب یهود ګڼي- دسیاست، نړیوالو اړیکو، نړیوال حقوقو پوه، استاد او د انګلیسۍ قانون او د زور سیاست په برخه کې مشهور لیکلي آثار لري.

30. ریمونډ فردیناد آرون: Raymond-Ferdinand Aron

ريمونډ: ( ۱۹۸۳-۱۹۰۵ ) فرانسوی فیلسوف، ټولنپوه، ورځپاڼه لیکونکی او د سیاسي علومو پوه و.

31. فرانسیس فوکویاما: Frances Fukuyama

فرانسیس فوکویاما: ( ۲۰۱۴-۱۹۵۲ ) میلادي کې تیر شویدی. د سیاسي علومواو سیاسي اقتصاد امریکایی نامتو پوه او د ( تاریخ پای ) د مشهور کتاب لیکونکی چې وروسته یې اعتراف وکړ ( زه ناسم وم )

32. جورج واشنګټن: George Washington

جورج واشنګټن: ( ۱۷۹۹-۱۷۳۲ ) میلادي کې تیر شویدی د امریکې لوړپوړی او شتمن شخصیت، د انقلاب لارښونکی، ددی هیواد لومړنی ولس مشر ( ۱۷۹۷-۱۷۸۹ ) پوری له انګریزانو څخه د خپلواکۍ په ترلاسه کولو او د امریکې د فیډرالي حکومت تر بیرغ لاندې د امریکایی مستعمراتو په یو موټی کولو کې د هغه رول د پام وړ دی.

هغه د فرانسی او هسپانیې دولتونو په مرسته د خپلو وسله والو وګړو څخه ستر بوځّ جوړ چې بیا یې له دې لارې څخه انګریزانو ته د امریکې د انقلاب په جګړې ( ۱۷۸۳-۱۷۷۵ ) کې ماتې ورکړه.

33. عبد الصمد خان اڅکړی ( خان شهید )

عبد الصمد خان: ( ۱۹۰۷-۱۹۷۳ ) میلادي کې تیر شویدی د جنوبي پښتونخوا یو مخور ولسي مبارز، سیاسي مشر او نامتو ادبي شخصیت ؤ. هغه د خپلو سیاسي فعالیتونو او په سیاست د ښکیل پاتې کیدو په سبب د برتانیوي نهد د واکمن حکومت لخوا او بیا وروسته د پاکستان حکومت له اړخه په وار وار زنداني شوی دی.

نوموړی د انجمن وطن په نامه د یو ولسي غورځنګ مشر او بنسټګر ؤ چې بیا دغه ولسي غورځنګ دهند د کانګریس او خدایې خدمتګارو له خوا په رسمیت وپیژندل شو، هغه په ۱۹۷۳ کال د کوېټې په ښار کې دخپل کور په میلمستو کې د لاسي بم په برید کې شهید شو.

34. ډاکټر احمد سوکارنو:

ډاکتر احمد سوکارنو: ( ۱۹۷۰-۱۹۰۱ ) میلادي کې تیر شویدی په ۱۹۲۷م کال کې د امپریالیزم او پانګوالۍ په ضد له خپلو ملګرو سره د ( اندونیزیا د ملت پالو ټولنه ) جوړه او هغه یې مشر وټاکل شو، وروسته له ۱۳ کلونو بند تیرولو کله چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده.

سوکارنو دخپلواک هیواد په توګه د اندونیزیا جمهوریت اعلان کړ، بیا له هالنډیانو سره له پنځه کلنې جګړې وروسته په ۱۹۵۰م کال کې اندونیزیا په بشپړ دول خپلواکي تر لاسه او سوکارنو دملت د پلار لقب وګاټه، خو وروسته د مسلمانانو او کمونستانو تر مینځ کړکیچونه او ناخوالې چې د هغه دولت یې ډیر ضعیف کړ د دې لامل شوې چې د ډاکټر سوکارنو څلویښت کلن سیاسي فعالیت ته دپای تکی کیږدي.

نوموړی له درې کالونو کورني نظر بند وروسته په ۱۹۷۰ کال کې په خپل کور جکارتا کې ومړ.

35. خان عبد الغفار خان ( پاچا خان )

عبد الغفار خان: (۱۹۸۸-۱۸۹۰ ) میلادي کې تیر شویدی داسیا د سیاست پلار او د هند د خپلواکۍ په غورځنګ کې د مهاتماګاندي د نیږدي ملاتړو او ملګرو څخه ؤ چې د انګریز د ښکیلاک په وړاندې د عدم تشدد ( نه زوز زیاتی یا نه تاو تریخوالي ) د نظریی او فعالیتونو له کبله یې شهرت درلود.

نوموړی د پښتنو د حقونو او خپلواکۍ د ګټلو او تر لاسه کولو له غورځنګ له مخکښانو څخه و او د یوه سیاسي او معنوی مشر په توګه پیژندل کیږی. هغه ټول عمر سوله غوښتونکی و، مګر د وخت انګریز ښکیلاک په بیلابیلو پلمو او دسیسو سره هغه بیا بیا بندي کړ چې په دې توګه د نړۍ د سیاسي بندیانو د تر ټولو د ډیر عمر ( ۴۵ ) کاله بند د خپل ولس د حقونو د ګټلو او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره په بندیخانې کې تیر کړ.

هغه د سیاسي مبارزې تر څنګ د پښتنو د خیر ښیګڼې، زده کړو او اصلاحاتو په موخه ښونځي، جوماتونه او د ( انجمن اصلاح افغان ) په نوم ټولنه جوړه کړه، کله چې په ۱۹۲۸م کال کې د حج له مراسمو راستون شو، د (پشتون) په نوم میاشتنۍ مجله یې پیل او خپره کړه.

په ۱۹۲۹م کال کې یې د اخدایې خدمتګارانو غورځنګ یا تنظیم جوړ کړ چې وروسته په ډیره بی رحمۍ سره د انګریزانو له خوا وټکول شو او له غړو یې بینیخانې ډکې کړې، هغه یو پښتون ملت پاله، ژبپاله او آزادي خوښونکی ملي اتل او د هندوستان د ویشلو سخت مخالف و.

کله چې د هند ملۍ کنګرې د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ له مشرانو سره د مشورې او سلا پرته د هند د ویشلو طرحه اعلان کړه، هغه د هندی مشرانو څخه ډیر خواشینی شو او ویې ویل ( تاشو په لوی لاس مونږه لیوانو ته ورپریښودو ) پاچاخان په ۱۹۸۸م کال کې ومړو د هغه له وصیت سره سم یې جنازه په جلااباد کې خاورو ته وسپارول شوه.

36. نیلسن منډیلا: Nelson Mandela

نیلسن منډیلا: ( ۱۹۱۸-۲۰۱۳ ) میلادی کال کې ومړ د جنوبی افریقې لومړنۍ ولس مشر، لوی پلار او د آپارټایډ په وړاندې د مبارزې بنسټګر او نړیواله څیره وه، آپارټايډ افریقايي کلمه ده چې د حنوبې افریقې د لږه کیو نژادپالو له خوا د اکثریت تورپوستو او بومي هندیانو په وړاندې د نژاد تبعیض څخه عبارت ده.

منډیلا د افریقې د ملي کنګرې مشر هم پاتې شویدی منډیلا هیڅکله زور زیاتی او تاوتریخوالی نه غوښت، خو په پای کې هغه ته د وسله والې مبارزې او مقاومت څخه پرته بله هیڅ لاره نه وه پاتې.

په تیرو څلورو لسیزو کې مانډیلا بیلابیلې نړیوالې جایزې تر لاسه کړي او په یوه نړیوال سیاسي شخصیت واوښت.

37. اعلیحضرت امان الله خان Amanullah Khan:

عازی امان الله خان: ( ۱۸۹۲-۱۹۶۰ ) نومړی د ۱۹۱۹م کال نه تر ۱۹۲۹م کال پورې د افغانستان پاچا و، امان الله خان په ۱۹۱۹م کال د خپل ملت په ملاتړ انګریزان له هیواد څخه وشړل او یو خپلواک او سر لوړی حکومت یې جوړ کړه او په همدی توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټیالی بلل کیږي، هغه یو ځوان هیواد پال او ملت پال شخصیت و.

د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاریځ کې د بې ساري ولسواکۍ او ټولنیز بدلونونو دوران و، غازا امان الله خان د هیواد پرمختګ ته لیواله او غوښتل یې چې هیواد يې د پرمختللو هیوادنو سره سیال شي.

له خپل هیواد او ولس سره یې بې کچې مینه وه. پدې توګه د څه کم یوې پیړۍ نن په هیواد کې د مدني ام عصري قوانینو رامینځ ته کول، په لومړی ځل د اساسي قانون تصویب، د مرمنو حقونه، د هلکانو او انجنو د ښونځیو جوړول او نورو ډیرو پرمختګونو او لاس ته راوړونو ټول امتیازد غازی امان الله خان هغو اصلاحاتو او کړنو ته ورکول کیږي، چې هغه په خپله دوره کې ترسره کړل.

غازی امان الله خان ډیر زعم درلود، هوښیار او مدبر سړی و، په ډیره صریحه او څرګنده لهچه یې خبرې کولې او کله به یې چې وینا کوله مقابل لوری به یې ډیر زیات تر خپل اعیز لاندې راووست. هغه په ۱۹۶۰م کال په ایټالیا کې ومړ او دوصیت سره سم یې جنازه په جلال اباد کې د خپل پلار د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شوو.

38. امام ابن حزم ابو محمد علی بن احمد بن سعید:

امام ابن حزم رحمه الله: په ( ۱۰۶۴ـ ۹۹۴ ) کې تیر شویدی دا فقیه، محدث، فیلسوف، د ادیانو او مذهبونو عالم، ادیب، شاعر او پیژندل شوی اسلامی فرهنګې څهره وه په اوندلس کې.

39. افغان سید جمال الدین:

افغانسید جمال الدین: ( ۱۸۳۸/۱۸۳۹ـ ۱۸۹۷ ) په صفدر ګټ کونړ کې تیر شویدی دا یو نابعه او متبحر عالم، فقیه او ریاضی پوهه و، او په سیاسي لحاظ نړیوال شخصیت او ټوله دنیا یې علم او دانش ته غاړه ایښې وه.

40. مهانداس کارا مچاندګاندي: مهاتما ګاندي:

مهانداس کارا مچاندګاندي: ( ۱۹۴۸-۱۸۶۹ ) په هند کې تیر شویدی. د نهدوانو سیاسي او معنوي لارښود، ستر مشر او د ملت پلار و چې د هند ملت یې د انګلستان د امپراتورۍ له ښکیلاک څخه آزاد کړ.

41. مصطفی کمال اتاترک، کما پاشا:

مصطفی کمال اتاترک: ( ۱۹۳۸-۱۸۸۱ ) په دی کال کې تیرشویدی. اتاترک یعنې د ترکانو پلار په اوسني یونان کې چې هغه وخت د اسلامي عثمانې امپراتورۍ برخه وه زیږیدلی دی، پوځي او پیاوړی سیاسي شخص او د اوسنۍ ترکیه بنسټګرو، هغه په فوځي چارو کې غوره او ځانګړې وړتیا درلوده.

اتاترک په ۱۹۱۴م کال کې د خپلو لږو سرتیرو په وسیله د انګریزي سمندري ځواکونو او فرانسوي عسکو سره سخته جګړه وکړه اوهغوی یې پرینښودل چې استنبول ونیسي.

42. ابوزید عبدالرحمن بن محمد بن خلدون حضرمی:

ابن خلدون: ( ۱۴۰۶-۱۳۳۲ ) کې په تونس کې تیرشودی.

ابن خلدون تاریخ لیکونکې، ټولنپوهه، انسان پیژندونکې، سیاست مدار او عرب مسلمان ؤ.

43. ابوعلی حسین بن عبد الله بن سینا

ابوعلی سینا: ( ۹۸۰/ ۱۰۳۷ ) په بخارا ازبکستان کې پیدا شوی او په همدان ایران کې وفات شویدی نوموړی فلیسوف، شاعر او ډاکټر ؤ او ډیر زیات تصنیفات لری په حدود ۴۵۰ کې مشهور یې کتاب الشفا او القانون فی الطب دی.

44. امام ابن حجر العسقلانی:

شهاب الدين أحمد بن علي بن محمد بن علي بن محمود بن أحمد بن حجر بن أحمد العسقلاني الكناني ( ۷۷۳/۸۵۳ هـ ) کې په قاهره مصر کې تیر شویدی او ډیر زیات تصنیفات لری چې ددوسوه نه اخوتی دي او په احادیثو کې ورته د امیر المومین فی الحدیث لقب ورکړیشویدی.

مشهور کتاب فتح الباری د بخاری شرحه او بلوغ المرام فی عمدة الاحکام د احادیثو کتاب دی.

45. امام ابن تیمیه:

احمد بن عبد الحلیم بن تیمیه حران مشهور په ابن تیمیه: په کال (۶۶۱/۷۰۷هـ ) په حران سلجوقیان روم کې تیر شویدی دا یو محدیث، فقیه اود علم منطق عالم ؤ او پدی نظر ؤ چې طبیعی علم په ریاضی علم باندی برتر دی او ډیر زیات تصنیفات لری.

46. محمد ناصرالدین البانی:

امام او محدیث ابو عبد الرحمن محمد بن الحاج نوح بن نجاتي بن آدم الآشقودري الالباني الآرنؤوطي مشهور په ناصرالدین الالبانی: ( ۱۹۱۴/۱۹۹۹م ) کې په دمشق او عمان د اردن کې تیر شویدی د مدینة المنورة په پهنتون کې د حدیثو استاد او ډیرو هیوادونو ته یې سفرونه د علمي محاضرو پخاطر کړیدی ددی تصیفات په تعلیق او علم الحدیث کې زیات دي چې درسوه ته رسیږی مشهور یې، صحیح الجامع والضعیف الجامع او صفة صلاة النبی (ص)

47. امام شاه ولی الله دهلوي:

امام شاه ولی الله دهلوي ( ۱۱۱۴/۱۱۷۶هـ ) په هندوستان کې تیر شویدی دا یو مفسر، محدیث او فقیه عالم ؤ او مشهور تآلیف یې په تفسیر کې فوز الکتیر فی اصول التفسیر دی او بینیاد ګذار د جامعی دیوبند دی.
48. ابو معین ناصر بن خسرو بن حارث قبادیانی بلخی:

ناصر خسرو د خسرو ځوی ؤ ( ۳۹۴/۴۸۱هـ ) په بلخ کې دی دینا ته سترګې غړولۍ دي دا د فارسی ژبی لوی شاعر، فلسفی، دطبي علومو عالم، دعلومو عقلی او دعلم نجوم ماهر ؤ.

49. محمد انور السادات:

محمد انور سادات ( ۱۹۱۸/ ۱۹۸۱م ) کال کې په مصر کې تیر شویدی دا د مصر سیاست مدارانو څخه ؤ او د ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۸۱ پوری د مصر ریس جمهور ؤ په کال ۱۹۷۸ کې نوبل جایزه د نوبل بنیاد لخوا ورکړیشوي وه او هم لیکوال ؤ چې د ځان نه ورسته یې څو اثار په میراث کې پریخی دي.

50. محمد موسی شفیق:

محمد موسی شفیق په ۱۹۳۲م کال کې په کابل کې زږیدلۍ ؤاو په کال ۱۹۷۹کي ومړ، پلرنی ټاټوبی یې د کامی ولسوالۍ ننګرهارو.

موسی شفیق په ۷ دسمبر ۱۹۷۲ نه تر ۱۸ جولائ ۱۹۷۳م د افغانستان صدراعظم ؤ دا یو سیاسی علوم استاد، شاعراو په افغانستان کې په مختلفو دندو او وظایفو پاتی شویدی، ډیر اثار لری چې په حقوقو کي بین الدول خصوصی حقوقو تر سر لیک لاندی کتاب یې مشهور دی.

په دنیا کې پیغمبران، صحابه رضوان الله علیهم اجمعین هم تیر شویدي خو د هغوي مقایسه د ددوی علماؤ سره ممکن نه وه نو ذکر مو نکړه او نور ډیر لوی سیاستمداران او پوهه خلک تیر شویدی خوچې د کومو نوموړو یادونه او معلومات مو ذکر کړه دا مشت نمونه یې خروارده، عکسونه یې په مسلسله توګه لاندې راوړل شویدي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jamil

Zma pa and la ta na elm aw poha gada shawi da ka na awal ba di da pak nabi

Mohammad(sws) yad kari wai,aw ka waii chi da kho paighamber di no khamakha ba di ben Saad, ben Umar,….,aw emamano nomona yad kari wai. Falsafa,riazi,teb,…ta yawazi poha waii, aw feqa aw hadis ta elm aw poha waii.

جهادمل

تا خو به هم ویلي وي چې څه زوروره لیکنه مي کړي ، څه علماء مي څيړلي خر او آس دي ټول په یوه تول تللي دي ، په دې کې دي غفارخان ، صمدخان ، او څونور خانان خائنان هم په علماؤ اوپوهانوکې شمارلي چې هیڅ انصاف نه دی ، آن داچې انګریزان دي له مسلمانو عالمانو مخکې یادکړي دي ، نن ټکي وهلي اسیا پاڼه به هم خوشحاله وي چې نن یې یوه خورا نابغه لیکنه پیداکړي ده

لطف الله

په دې لیکنه کې ځینې شکلي او ماهوي ستونزې شته چې د لیکوال د پاملرنې لپاره کولی شو هغه په ګوته کړو لکه: ۱. شکلي ستونزې الف: په املا او انشا کې تېروتنه؛ ب: د پوهانو د زوکړې او مړینې په تاریخونو کې مخکېوالي او وروسته والي ته نه پاملرنه؛ چ: د پوهانو نه ویشل په ملي او بهرنیو سیاست پوهانو. ه: د ځینو پوهانو په هکله اوږده او د ځینو لنډ معلومات. ۲. ماهوی ستونزې الف: د ځینو مشهوره سیاستوالو هیرول لکه: امام غزالي، الماوردی، حسن البنا او … هیرول ب: د سیاستپوه او سیاستوال تو پیر ته نه… نور لوستل »

ډ.ح.ز.ص.

سلامونه؛
عالمان، سیاست پوهان ، نوابغ او د نړۍ مشهور انسانان دهمدغو پورتنیو غورچاڼ دی، زما په نظر. لیکوال خو په پای کې عرض کړی دی چې د انبیآء، اصحاب کرامو او امامانو مقام جګ او بیل دی؛ نو بیا جهادمل ثیب او هاغه بل مبصر ولې ځانونه دومره تنګنظره کوي، خصوصن په دې ډیر خواشينی سوم چې مرحومین عبدالغفار خان او عبدالصمد خان شهیدانو له په ډیره سپکه کتءلي ، زما په آند هغوی د ستاسو د تش په نامء جهاد @@@@@ او داسې نورو @@@ نه ، ډیر ښه جهاد کړی ووء.

لطف الله

سلامونه ډ.ح.ز.ص. خانه! زه دې ولې تنگنظری بللی یم زه نه پوهیږم چې ما څه تنګنظري کړې ما خو یوازې غوښتي چې له خپل توان سره سم په يوه لیکنه کې هغو لومړنیو ټکو ته د لیکوال پام واړوم چې که هغه ټکې په پام کې و نه نیول شي لیکنه ډیره بې خونده بریښي البته زه دا هم نه وایم چې په دې لیکنه کې ولې د اوسني څیړندود ټول ارونه په پام کې ندي نیول شوي. اوس نو که ټوکه راسره منې ستا په تبصره کې هم د «ثیب» او «صاحب» او همدا راز د «خصوصن» او«خصوصاً» ترمنځ… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

زم هم د دی لیکنی سره ډیر توافق نه لرم ، عنوان یی د محتویاتو سره توپیر لری ، ځینی لکه امان الله خان ، غفار خان ، ګاندی ، صمد خان ، نور او نور عالمان نه وو نوری ځانګړتیاوی به یی لرلی مګر عالمان نه وو او د ځینو نومونه لکه اتاترک یا نور خو د نړیوال یهودی ماسونیستی استعمار چوټه خواره غلامان وو ، هغوی بی له دی چه د اسلام او انسانیت په مقابل کی د وحشیانو د لاس دستمال وو یعنی منفی لاسته راوړنی یی زیاتی وی . بله مهمه خبره ، علم په څو… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close