طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر د سرتېرو برید کوونکو انځورونه خپاره کړي

د کندهار پر هوايي ډګر پیل شوې جګړه اوس هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): تېر ماښام طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر سرتیري ډله ییز بریدونه پیل کړل چې د وروستیو راپورونو له مخې جګړه څوارلس ساعته وروسته تر نن سهار هم روانه ده.

هغه سیمه چې بریدګر ورننوتي په کې د امریکایانو پوځي اډه، د افغان ځواکونو میشت ځایونه، قول اردو او سرحدي زون موقعیت لري.

د طالبانو ویاند وايي چې د هوايي ډګر دننه سرتیرو بریدګرو ورته د ټلیفون پر کرښه ویلي چې تېره شپه ۳ بجي پر دوی زهرجن کیمیاوي ګازونه هم استعمال شول، خو په وینا یې دوی ته یې زیان نه دی اړولی.

د طالبانو ویاند د سرتېرو بریدګرو په حواله زیاتوي چې د شپې په ۴ بجې امریکايي ځواکونو پر دوی غټ تعرضي برید ترسره کړ چې د درنو تلفاتو په لیدلو سره بیرته په شا او څو تنه وژل شوي عسکر یې د جګړې په ډکر کې پاتې شول.

طالبان وايي چې تر اوسه یې تر ۱۵۰ زیات بهرني او کورني عسکر وژلي او ۲۷ ټانګونه یې له مینځه وړي. همدا راز یې په هوايي ډګر کې ګڼې امریکايي الوتکې ویشتلي چې اورونه پرې بل دي.

خو د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک د بریدګرو شمېر ۳ تنه ښيي او وايي چې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ټول وژل شوي.

په عین وخت کې د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني وايي چې جګړه له څلور ساعته دوام څخه وروسته پای ته رسیدلې. خو طالبان وايي چې جګړه د سهار تر ۷ بجو په شدت دوام لري.

طالبان وايي چې د هوایي څواک د قومندان ګلالي په دفتر کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

تر اوسه په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه کره راپورونه په لاس کې نه شته.

د یادونې ده، هغې سیمې ته چې د طالبانو سرتیري بریدګر ننوتي یوازې هغه کسان د ننوتلو اجازه لري چې د داخلېدو ځانګړي کارډونه ولري.

طالبانو په خواله رسنیو کې د هغو سرتیرو بریدګرو انځورونه خپاره کړي چې یاد هوايي ډګر ته ننوتي. په انځورونو کې لس تنه لیدل کیږي چې په وسلو سنبال او د افغان ځواکونو یونیفورمونه یې په تن کړي دي.kandahar map

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د