افغانستان

ننګرهار: خوږیاڼو کي ګډو قواوو دوه تنه بزګران وژلي او نهه تنه نور یې له ځانه سره بیولي

نن ټکی آسیا: د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو دوه تنه بزګران وژلي او نهه تنه یې نور له ځانه سره ژوندي بیولی دی.
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د قیلغو د سیمي د میاګان د کلي اوسیدونکي وايي چي سهار ته نیژدې د سیمي یو شمېر خلګ د خپلو کروندو په اوبه کولو بوخت وه، چي د ګډو قواو ځواکونه پرې را ورسیدل، او پر هغوی یې ډزي پیل کړی چي په ترڅ کې دوه تنه بزګران ووژل شول، او نهه تنه نور چي غوښتل یې له سیمي څخه ځان وباسي، ونیول شول.

د خوږیانو ولسوالۍ ولسوال حاجي سید رحمن هم د پيښي دتصدیق کړی او ویلي چي د ګډو ځواکونو د عملیاتو په وخت کي دمخالف لوري څخه هم ډزي شوي او ګډو قواوو د ساحې څخه دوه میله کلاشنکوفونه او یو میل توفنګچه هم تر لاسه کړی.

ایساف هم ویلي چي دوی د مخالفینو پر یو مرستندویه په عملیاتو بوخت وه، چي ډزي پری وشوې، او ددوی په ځوابي ډزو کي دوه تنه مخالفین مړه او نهه تنه نور ونیول شول.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي ددوی ملګرو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی، او نه په سیمه کي دبهرنیانو سره د طالبانو کومه نښته شوې.
هغه زیاته کړی چي وژل شوي او نیول شوي کسان ټول ملکي خلګ دي، او د طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري.

د یادوني وړ ده چي څو ورځي مخکي بهرنیانو د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې هم درې وروڼه په یوه موټر کی ویشتلي او شهیدان کړی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x