نظــر

جنګ او سوله

عبدالحمید امین زی ـ سویدن

جنګ او سوله دوه متضادي کلمي دي چې د حق او نا حق (عدالت او ناعدالت)سره مخامخ اړيکه لري.

چيرته چي حق او عدالت د انسانانو ترمنځ وجود ولري او بې عدالتي نه وي هلته به تل خلک په سوله او ارامي کې ژوند کوې او چيرته چې حق ترپښو لاندي وي، د حق او عدالت پرځای زور او بې عدالتي وي، د کمزوري حقوق د زورور تر پښو لاندي کيږي او زورور په زور سره د کمزوري حق اخلي هلته به جنګ او نا ارامي وي.

چيرته چې جنګ وي بې عدالتي وي او د خلکو حقوق پایمال وي هلته سولي ته اړتيا وي، چيرته چې جنګ او بې عدالتي نه وي هلته د سولي له پاره هم اړتيا نشته، ځکه موجود خلک په خپلو حقونو راضي وي او يو د بل سره په څنګ کې د وروري ژوند کوي، د يو او بل حقوقو ته احترام لري.

داچې زموږ په هيواد کې پرله پسي درې لسيزي جنګ او جګړه روانه ده، د افغان ولس سره د بې عدالتي او ددوی څخه د نورو له خوا د حقوقو اخستلو خبره ده، هروخت پر افغانانو نورو هيوادونو يرغل کړی ترڅو ددوی حقوق ورڅخه واخلي او هرځل زورور پر دغه کمزوري ولس حمله کړې.

اوس چي د نړۍ تر ټولو ځواکمن (امريکا) د نړۍ تر ټول کمزوري (افغانستان) باندي يرغل کړی، د کمزورو هيوادونو د ولسونو د وينو څښونکي امريکا او ورسره ملګرو هيوادونو يې په افغانستان کي د وينو ډنډونه جوړ کړي.

له څوارلس کلونو راهيسي په دغه هيواد کې په بې عدالتي ولاړي، وژني، د بې ګناه افغانانو نيونه، په زندانو کې انتهايې بې رحمي او زجر، په کليو او کورونو کې د ماشومانو، ښځو، سپين ږیرو او ځوانانو بې ګناه او بې رحمانه وژل دوام لري، ددغه تپل شوي او نا انډوله جنګ له پاره د سولي نه پرته بله لاره نه ليدل کيږي.

امريکا او نړيوالو یرغلګرو قوتونو په افغانستان کې خپل ټول جنګي او نظامي تاکتيکونه په کار واچول، په دغه هيواد کې يې مختلفي سپکي اټومي وسلې، کيميايي او بيولوژيکي وسلې، هوايي او ځمکني نظامي ځواکونه او په لکونو پياده ځواکونه وکارول.

خو ددغه ټول نظامي ځواک کارول، د افغانانو په شهادت رسول، په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کي يې ساتل او شکنجه کول، په یو او بل نوم ازاد افغانان تهديدولو سره سره بيا هم ناټو چي په سر کي يې امريکا ده ونه توانيدل چي په افغانستان کې امنيت راولي او د جنګ جګړې لمن ورټوله کړي.

موږ وويل چې جنګ د حق او ناحق، عدالت او بې عدالتي، کمزوري او زورور لورو له خوا کيږي.

په جنګ کې هروخت يو لوری پرحق او بل لوری ناحق وي، او پاتي دوه نور چي عدالت، بې عدالتي، کمزوری او زورور دی دجنګ په شرايطو پوري تړاو لري.

پرافغان ولس تپل شوې جګړه کې درې سره پورته خبرې څرګندي دي:

لومړی: افغان ولس د حق لوری دی، ځکه ددوی څخه حق اخستل کيږي او يرغل پري شوی دی، امريکا او ملګري هيوادونه يې ناحق دي ځکه يرغل يې کړی او افغان ولس وژني، او دخپلو حقوقو څخه يې بې برخي کوي.

دوهم: افغان ولس په عدالت ولاړ نظام درلود، د ظالم او مظلوم ترمنځ بېلونکی يواځنی عدالت وو، خو امريکا او ناټو په عدالت ولاړ نظام له منځه يوړ او په ناعدالت ولاړ د خلکو دغوښتني په خلاف فاسد او په اختلاس ککړ نظام يې په زور او جبر پر افغان ولس وتاپه.

دريم: افغان ولس چې د لويو ځواکونو (برطانيا او روس) سره جګړو په هر لحاظ کمزوری کړی وو، د روس له ماتي وروستي چې دغه هيواد خپلمنځي کورنۍ جګړي لاپسي کمزوری او برعکس د روس د ماتي وروسته امريکا د نړۍ يواځني لوی ځواک ميدان ته راووت، ځواکمن امريکا او ورسره ددغه هيواد متحدينو په کمزوري او ناوسه افغان ولس په پوره زور او قوت سره یرغل وکړ.

داچي موږ مسلمانان يو په الله جل جلاله، محمد صلی الله عليه وسلم ، قران او آخرت ايمان لرو، الله عزو جل فرمايې چي: الله د حق، عدل او مظلوم ملګری دی، دهمدي قراني او محمدي ارشاد پربناء زموږ ايمان او عقيده داده چې افغان ولس ته به الله جل جلاله کاميابي ورپه برخه کوي، ظالم او ناحق ځواکونه به له ماتي او شرمندګي سره مخ کوي.

ددي له پاره چې امريکا او ورسره ملګري هيوادونه يې د روسي پر برخليک اخته نه شي او د ناټو چي په سرکی يې امريکا ده له ماتي وروسته بيا افغان ولس ناليدلی پاتي نه شي او داځل چين د نړۍ د ځواکمن هيواد په ډول د امريکا او افغان جګړي زيږنده نه شي لکه چې د روس او امريکا د جګړي په نتيجه کې امریکا د نړۍ ځواکمن هيواد شو، دهمدي ټکي په نظر کي نيولو سره امريکا ته په کار ده چې دجګړي څخه لاس واخلي او په رښتوني ډول د سولي له پاره لاس په کار شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x